تاند- ډایناسور هغه حیوان دی چې نسل یې بیخي ختم شوی خو لا یې هم اسکلیېټونه یا فوسیلونه موندل کېږي.

اوس تازه په ارجنټاین کې د یوه ستر ډیناسور هډوکي موندل شوي چې د څېړونکو په باور د هغه وزن به نژدې ۹ ټنه و.

څېړونکي وايي چې د دې ډیناسور له هډوکي څرګندېږي چې د تریاسیک د دورې دی او تراوسه پورې د دې دورې د کشف شویو ډایناسورانو درې برابره غټ دی.

د تریاسیک دوره شاوخوا ۲۵۰ ملیون کاله پخوا وه.

څېړونکو تر دې پخوا تصور کاوه چې ستر ډایناسوران له دې دورې تر ۲۵۰ کاله وړاندې پورې نه ول.

2 thoughts on “د یوه ستر ډایناسور هډوکي وموندل شول”
    1. هو ستاسو خبره سمه ده خو په دې خبر کې ویل شوي چې د تریاسیک د دورې دی او تراوسه پورې د دې دورې د کشف شویو ډایناسورانو درې برابره غټ دی
      دا د دې ځانګړې دورې دیناسور دی
      مننه
      تاند.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *