دوې پېچلې سناريوګانې چې سملاسي یې خلک په ظاهري عوارضو کې ورک دي، ترشا یې یو تاريخي ناورين پټ دی؛ په جمهوريت د امارت غلبه او په تذکره کې له افغانيت انکار.

دلته چې څه پېښېدونکي دي، د یوه حکومت نړېدل د بل حاکميت ندی، د یو نظام په لاس د بل هغه د نسکورولو او تر دې تېره د يوه هېواد ځمکنی تقسيم دی، چې پېړۍ مخکې له مات شوي ملا تير څخه يې لاهم وينې او زوې بهېږي.
پېړۍ مخکې افغانستان پنځوس ميلیونه پښتانه له لاسه ورکړل، پنځوس ميلیونه افغانان چې لاهم د خپل سرنوشت په عذاب کې دل دي. نن افغانستان دولس ميلیون نور وګړي له لاسه ورکوي، چې له يو دنګ او استوروي غره پورته اوسېږي. هم د ډيورنډ پرمهال افغانان تر بېلتون په مرګ خوښ و او هم سبا د ترکستان په بېلتون، خو درېغه ولس د رايې او خوښې کوم فکتور وای.

کله چې وړمه اونۍ طالبانو په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه دیارلس کلن سوالګر هلکان د جاسوسۍ په تور حلال کړل او کله چې په نهر سراج کې یې یو بزګر د غنمو ترېشل کې دل کړ، زما او حتی ډېرو ملایانو په باور د خدای نصرت له داسې مبارزې سره محال ښکاري. د ملت د سر د خير سوال له ملت سره له چلنده څرګندېږي، هغه امارت چې د استقلال داعيه لولي، خپلو اسلافو ته نه ګوري، چې د یو یرغل د ماتولو په قيمت یې له بل یرغل سره نکاح کړې ده او نن د کابل په زينتي ماڼيو کې د ترخو اوبو په غوړپ پايي.

د طالبانو جنګ لومړنی محصول د دوحې مزين دفتر دی، بيا به کابل ته راشي، د مرمۍ ضد موټرو په زوږ کې به د کابل په سړکونو وځغلي، وزيران او واليان به شي، خو دا لېرې نده، چې یو بل تر دوی سخت دريځی نسل به چې د دوی د ګناهونو کباړ دی، د دوی مرګ هم مباح کړي او له غرونو به د ښارونو د نړولو او انسانانو د ښکار کولو فتوا ورکړي. دغسې وړاندوينې استاد رباني او ارسلا رحماني زما سترګو ته دروي، چې د جهاد او خپلواکۍ په خيالونو کې له خپل وطنه کوچېدلي و او د خپل غرور په بدرګه کې کابل ته راغلل او خپلو چوچوڼيو و وژل.

موږ کله هم له تجربو څه ندي زده کړي؛ جنګ په خپله خوښه کوو خو حکومت د بل په خوښه. له مبارزې ژوندي و وځو، خو چې فاتحان شو غلامان شو. موږ خپله طرحه نده لرلې، زموږ د وينو قيمت نورو وړی او لا مو وينې د راچاپيرو اقدارو لپاره توېږي. ستونزه د نظام په ډول کې نده، زموږ په نیت او کمترۍ کې ده. دغه کیسه مو ډاروي، چې سبا به افغانستان دوه نظامونه ولري؛ یو امارت، بل جمهوريت.

دوه نظامونه په یو وخت، د یو ملک لپاره خامخا د مقابلې یو توازن دی، په جنګ کې، په واک کې ، په جغرافيا کې او په استبداد کې. په قطر کې د ملا نعيم وردګ ترشا په سپين دېوال ليکل شوې د امارت کلمه تر دوحې او هغې ماڼۍ محدوده نده، دا انګېزه په ډاګه کوي، د نړۍ له مرستو برخمن ديپلوماتيک نظام لکه د کابل منتخب جمهوريت سياسي ژبه، ديپلوماتيک حق او له نړۍ سره د تعامل جلا قانون لرلی شي. دغسې یو امارت د یوې خاورې استازولي کوي، هغه خاوره چې سملاسي یو جمهوريت هم پکې د حاکميت دعوه ګير دی. نو انجام دادی، چې په جنوب کې د طالبانو پلرنی ټاټوبی کندهار، هلمند، روزګان، زابل او حتی غزنی د طالبانو د واکمنۍ په مرکز بدليدونکی دی. دغه نفوذي تسلط په طبیعي ډول د راتلونکي دوه برخې شوي افغانستان پولې مشخصوي او ښايي کوم حريف لوری هم تشکيل شي او بلا غرضي تقاضاوې ولري.

همدې وخت کې چې افغانان د سولې او جنګ په اړه په ذهني کشمکش اخته دي، یو شمير وکيلانو د تابعيت د تذکرو په یوه ناندريزه ماده د اعتراض له کبله د ولسي جرګې غونډه تحريم کړه. دوی حتی نه غواړي افغان وبلل شي، دوی د قومونو د نومو د تذکر جدي پلويان دي. د دوی محرکې قوې په شمال کې څو جنګسالاران دي، چې د قومي سياست په احساساتو يې لويې ډلې په ځان پسې درولې دي. دغه محرکې قوې د یو سازمان شوي پلان ځواکمن کرکټرونه ښکاري، چې افغانيت د سبا ورځې د کار وړ نسخه نه ګڼي. دوی چې د افغان له کلمې سره مخامخ دي، مطلب يې همدا دی، چې د سبا هېواد يې عنوان ولري او هغوی چې په امارت پسې نښتي، غواړي د خپلو قتلونو او د بهرني اشغال دوام توجيه پيدا کړي. ماته د افغانستان په دوو څنډو کې په امارت ټينګار او له افغانيت انکار د افغانستان د جغرافيايي وېش انګېزې ښکاري، چې یو بل تکميلوي او افغانستان سره جلا کوي. په حقيقت کې د واک د تصاحب لپاره بايد سپين سترګي یو حد ولري، خو له دې کبله چې ملي بستر ستنې د کورني جنګ په سبب ونړول شوې او له بيانه تر عمله سرې کرښې مشخصې او ټينګې ندي او اوس د تجزيې په مخ کې درېدونکی ځواک اصلاً وجود نلري، نو سبا د طالب ایډيال افغانستان د کابل تر جنوبي څنډې دی او د عطاء محمد نور افغانستان تر سالنګه.

له محور ورځپاڼې په منننې.

2 thoughts on “د یوه ولایت امارت او شمال جمهوريت /اباسين بريال”
  1. ډیر ښکلی د محتوا ډک نثر دی چی قافیی یی د محتوا د قربانی په بیه ښکلی شوی ندی. قلم مو بریالی بریال صیب!

  2. سلام و احترام خدمت مدیر وبسایت
    بنده از مطالب سایت شما لذت بردم و استفاده کردم تبریک میگم سایت خوبی طراحی کردید خواستم از زحماتتون تشکر کنم، باز هم مطالب وبسایت شمارو پیگیری و استفاده خواهم کرد
    مچکرم

ځواب ورکول عزیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *