پاکستان نړۍ ته ګیدړ خو همسایه افغانستان ته لیونۍ سپی دی. پاکستان ته دا یرغلګره سیاست د دوی د انګریز نیکونونه په میراث پاتی دۍ. که افغانان ددی اوسنيو حملو په عمق پوه نشی نو افغانان به همیش د افغانستان حکومت پدی ملامتوی چی ملي اردو ولې عکس العمل ونښود، کرزي ولی د غچ اخیستو امر ونکړ!.
پنجابیان ښه پوهیږی چی مونږ څومره د خپلی خاوری سره مینه لرو او د همدې مینی په وجهه پدی خاوره وینه ورکوو. مګر پنجاب لکه د لیوني سپی چی په خپل او پردي خولي لګوي. او دیته مو هڅوي چی مونږ ټول يو ځل بيا تاریخ ته مراجعه وکړو.
د کال ۱۸۸۷ وروسته چی افغانستان د روسي سره د سرحد په ټاکلو موافق شو نو انګریزانو کوټه، اټک او راولپنډی د جنګی استحکاماتو له پلوه ددرنو اډو په شکل عیار کړ او دوخت جنرال رابرټس د دیرش زرو عسکرو په زور یوسفزو نه نیولي تر چتراله خلكو ته ملکان جوړول، بیا ملکانو د پختونخوا ځمکی وربښل او د ماهانه پیسو په زور خپل تابع کړل.
په کال ۱۸۹۳ کی انګریز د خپل نظامې ټول قوت سره د افغانستان په لور حرکت او امیر ته یی یاداښت ولیږه چی جنرال رابرټس د یوی وړی فرقی سره جلال اباد کی قبول کړي. امیر ته هم خبر ورغلی وو چی انګریز د وړی فرقی سره نه بلکه د خپل ټول قوت سره د جلال اباد په لور نیت کړۍ. عبدالرحمن خان چی دا حالت ولیده د مشرقی خلکو ته یی د انګریز په ضد د جهاد او تیارسۍ اعلان وکړ.
انګریز چی د افغانستان او د مشرقی خلکو تیارسۍ ولیده نو خپلی پښۍ یی زر ترزره راټولي کړی او مور ټیمور ډیورنډ د ۱۵ کسانو سره کابل ته راورسیده.
انګریز پدی وخت کی امیر عبدالرحمان خان تر وهلو په ځغلولو ستړی کړی وو اوښه یی و دې ته اماده کړى وو چی د افغانستان د بدن ټوټې ور څخه په سیاسي توګه غوڅی کړي او په عین حال کی امیر یی دومره بی هوشه کړیوو چی د غوڅلو په آن امیر سترګی هم ونه شوی رپلوی نو د ډیورند معاهده چی د بین الدول حقوقو له نظره معاهده هم ورته ویلی نشو دده په نماینده عبداللطیف قادیاني په وسیله لاسلیک شوه.
نو انګریز پدی کامیاب شو چی یو ډبل بفر د روسي مقابل کی مینځ ته راولي. مګر سره ددی چی عبدالرحمن خان خپلي غوښي له ځانه تخيلي جدا کړی، بیا هم انګریز لندن کی د افغانستان سفارت ته د پرانستلو اجازه ورنکړه.
رابه شو دپنجاب راوني پالیسي ته. دوی هم غواړی افغانان تروهلو په ځغلولو ستړی کړي.
پنجاب پوهيږي چى دا بهترينه موقع ده. چی دا تصوري خط په حقيقي خط بدل كا. دوۍ ګمان کوي افغانان نور ستړی شوي او دابه ورسره ومني.
پختونخوا هغه خوا حملى، یا ديخوا ته حملی ، یا كنړ او جلال اباد خاورو ته دننه را ننوتل. معنی خلک دواړو خواو ته را پارول. او بالاخره خط ته رسمي بڼه ورکول.
د اشخاصو په ترور یا خاوره کی دننه د اورپکو روزنه او نوری سیاسې او اقتصادي مداخلي، هغه سیاستونه دي چی د برتانوي هند د وختو نه رانیولی تر اوسه ادامه لري. د پښتونخوا شمله ور مشران یی ټول ختم کړل. د شینوارو، آفریدو او یوسفزو مشران خو یی ټول ورته ترور او یا په رڼا ورځ ووژل.
کله چی پاکستان خپله آزادي اعلان کړه. د محمد علي جناح په آمر په سلونو پښتانه مشران چی یو غونډه کی خیبربازار او شعبه شاوخوا کی ناست ول، پاکستان ته د خیانت په تور ووژل. او د بلی خوا یي هغه افغانان را جذبول چی هاغه وخت د افغان حکومت پرضد ول. ډیرو زیاتو ته يي ځمکی، بنګلی او ماهانه معاشونه و ټاکل. بعضی یی سیاسي څیری کړی او بعضی ورته د مجبورۍ جاسوسي شروع کړه.
نو اوس دوۍ غواړي د افغانستان حکومت هر اړخیزه ستړی اودی ته چمتو کړی چی یو ځل بیا ددوی د ډیورند خیالي کرښۍ ته د رسميت رنګ ورکړی. ددوي ټولی پخوانی دسیسي شنډی شوۍ.
لکه څرنګه چی پوهیږی دا حملي دڅو کلونو راپديخوا تر اوسه دوام لري. او د بعضی راپورونو لمخی پنجابیان ډیر کیلومتره نور هم د تخیلی پخوانۍ کرښی را اوښتي، تر څو ددواړو پولو آخوا او دیخوا لر اوبر پښتانه په یوبل را جګ کړی او دواړه خوا وی یو بل مقابل کی عکس العملونه وښایی. اویوه اتوماتیکه کرښه مینځ ته راولي. د مشرف په دوران کی مشرف افغانستان په کرښه د سیمی خاردار لګولو غوښتنه وکړه. خو پاکستان د افغانستان د پارلمان او د افغانانو په وسیله بی آبه شو.
حتی د طالبانو په وخت کی ملابورجان چی په طالبانو کی په اصطلاح یو پوه پښتون ګڼل کیده او د ډیورند مسلی ته یی نه ویلی وو، داسی ترور شو چی تراوسه طالبان فکر کوی هغه ګنۍ په خط اول شهید شوي.
او اوس، ښه طالبان هاغه ګڼل کیږي چی پاکستان کی اوسیږي او د افغانستان پر ضد حملو کی شرکت کوي. او ها طالبان ترهګر دي چی د پاکستان د ملیشو د ناروا مقابله کی را پورته شوي.
څه باید وشي؟
افغانستان دی ددی حملو ریکارډ او بین المللي ناظرین هلته میشت کړي.
د هری حملی جواب دی پنجاب او اسلام اباد کی ورکړي. نه پختونخوا ته.
هسی هم د پاکستان فوج د ټینګی ندی. دننه پختونخوا کی ورته د پښتنو زړه ښه ډک دۍ. او اخیری لسیزه کی افغانانو پاکستانیانو ته په بین المللی سطحه خپل پرتوګونه په سر ورتړلي او جهان ته یی دا سرګنډه کړه چی پاکستان پنجابي زمامدارانو نه لیونۍ سپی جوړ شوي دی. پاکستان خپل نوم دومره بدنام کړ چی اوس عادي پاکستانیان په خارج کی ځانونو ته هندیان وایی.
گرانه لیکواله او تاند والو داسي چټیات چې نه علمی دي او نه هم په ژورنالستکی اخلاقو برابردی دیوې سمې لیکنې په ځای مه نشروي ، کلونه غلط دی ، او داچی لیکوال لیکی قادیانی استازی دچا به استازیتوب امضا لګولي سمه خبره نه ده . پښتو درنه ژبه ده ، د درنو خلکو ژبه کنځلي په دغه ژبه کې خوند نه کوي ، ډیرمو که دعو مسایلو ته لیوالتیا وي ، کاکړ صاحب ته ووایاست چې داشرف غنی د ستاینې پرځای د دیورند دبدمرغۍ پرتاریخ عواملو باندې یوڅه په انګریزي ژبه نړیوالې ټولنې ته ورکړي . همداده چی ځوانان به مو داشان لیکنې اواصلی کسان به بیا دناڅرګند ولسمشر لباره خوش خدمتی کوي
لږ راویښ شۍ پښتنو
بس همدومره
غازی میر ک
دهقان له غزنی