د یوویشتمې پېړۍ د تعلیم یوه غوښتنه دا ده چې په ټولګي کې د ښوونکو په نسبت زده کوونکي باید ډېر د زده کړې په فعالیتونو کې خپله فعاله ونډه واخلي او د ونډې ورکولو زمینه هم ور ته برابره شي. يانې ښوونکي باید خپلو زده کوونکو ته کافي وخت ور کړي ترڅو هغوی وکولی شي چې د هرې موضوع په اړه خپل معلومات له نورو زده کوونکو سره شریک کړي او په عین وخت کې د خپلو معلوماتو د صحت لپاره د ښوونکي نظر هم واخلي. په دغه تعلیمي سیسټم کې په ټولګیو کې د ښوونکو اوږدې خبرې یا لکچر ورکول هسې د وخت ضیاع بلل کېږي دا ځکه چې د لکچر ورکولو پر وخت زده کوونکي جسماً په ټولګي کې وي، خو ذهناً ترې یو خدای ج خبر، چې چېرې به وي؟‌

د دې لپاره چې د زده کوونکو پام درس ته را اړول شوی وي نو په کار ده چې ښوونکي خپلو زده کوونکو ته داسې فعالیتونه ورکړي چې هغوی عملاً خپل څو حواسه په کار واچوي. درس ولولي، له خپلو ټولګیوالو سره یې شریک کړي او هم نورو هم سنو ټولګیوالو ته غوږ ونیسي چې هغوی دغه موضوع څنګه تشریح کوي. د دې لپاره چې ښه روښانه شوې وي نو یو مشاهده به دلته راوړم. تاسې به خپله هم لیدلي وي چې ځینې وخت ښوونکي په خپلو خبرو کې دومره لوړ ځي چې د خپلو زده کوونکو سویه ترې هېره شي او په ډېرو لوړو ادبیاتو خپلو زده کوونکو ته یوه موضوع تشریح کوي‌،‌ چې متاسفانه هغوی د خپل ښوونکي په دې لوړو ادبیاتو ډېری وخت نه پوهېږي.‌ دلته د ښوونکي مطلب بل څه نشي کېدای بې له دې چې خپلو شاګردانو ته دا ثابته کړي چې څومره زیات په دې موضوع باندې تسلط لري. خو دې ته یې پام نه وي چې د زده کړې اصل یې بېخي له پامه غورځولی دا ځکه چې څوک ور ته غوږ دی هغوی یې په خبره نه پوهېږي. خو که بیا همدا موضوع د یو بل زده کوونکي له لوري تشریح کېږي نو ښکاره ده چې هغه به په خپلو خبرو کې دومره تکلف و نه کړي چې نور ټولګیوال دې د هغه په خبره پوه نه شي. زما ښه په یاد دي چې زیات وخت به زموږ ځینې ټولګیوال د خپل ښوونکي په خبره سم نه پوهېدل او د کم جراتي له امله به یې نه شو کولی چې حتی له ښوونکي څخه پوښتنه وکړي ترڅو د درس دغه برخه په بل عبارت ووايي او یا هم د یو بل مثال په ورکولو سره یې روښانه کړي، نو د څنګ ملګری به یې تشویقاوه چې ته ور څخه دا پوښتنه وکړه.

د دې تعلیمي سیسټم بله غوښتنه دا ده چې شاګردان باید په ګروپی فعالیتونو کې کار وکړي. دا ځکه چې زده کوونکي د لکچر ورکولو په نسبت په ګروپي فعالیتونو کې ډېره زده کړه کوي. په ګروپی کار کې ګټه دا ده چې یو زده کوونکی غواړي یوازې هغه معلومات نورو ملګرو ته ورسوي چې زده کړي یې دي.‌ د درس له موضوع ماورا په نورو خبرو شخوند نه وهي، نېغ په نېغه هغه څه وايی چې د درس له موضوع سره اړیکې لري. څېړنو ښودلې ده چې یو زده کوونکې یې له بل زده کوونکي څخه یوه موضوع ښه زده کوي. دا طریقه دوه ګټې لري: یو خو هغه زده کوونکي ته ګټه کوي څوک چې دغه موضوع تشریح کوي او بل لور ته د هغه همصنفي ته ګټه رسوي ځکه چې د خپل هم سن څخه یې اوري او په دې سره تشویقېږي چې له هغه څخه د دې موضوع په اړه په ډاډه زړه پوښتنې وکړي او د موضوع ټول اړخونه ور ته ښه روښانه شي. د زده کړې په برخه کې یو وتلی پوه، ښاغلی کویک، وایی (( که تاسې غواړئ یوه موضوع ښه زده کړئ نو په دې نیت یې زده کړئ چې له زده کولو وروسته یې بل چا ته وښيئ)). هغه زیاتوي چې دغه نیت به تاسې دې ته اړ کړي چې د زده کولو په وخت کې د موضوع هرې برخې ته په ډېر دقت پام وکړئ او ټولو ممکنه پوښتنو ته به د ځواب موندلو هڅه کوئ. همدا هڅه به مو دې نتیجې ته ورسوي چې په اړونده موضوع باندې پوره تسلط ولرئ. په نبوي حدیث شریف کې هم د دې اهمیت ته څه دارنګه اشاره شوې ده،‌ چې فرمايي:‌((بلغوا عني ولو آیه )). ژباړه:‌ زما له لوري یې نورو ته ورسوئ که هغه یو ایت هم وي.‌

نن د ښوونکي ورځ ده نو ومې غوښتل چې درنو ښوونکو ته د هغوی د ورځې د مبارکۍ ویلو په څنګ کې دغو څو ټکو ته هم اشاره وکړم، ګوندې د ځینو د پام وړ وګرځي. هیله ده چې زموږ ښوونکي خپل زده کوونکي د یوویشتمې پېړۍ د تعلیم له غوښتنو سره سم وروزي ترڅو په نړۍ کې له نورو خلکو سره د ژوند په مختلفو ډګرونو کې د سیالۍ کولو جوګه شي.

2 thoughts on “د یوویشتمې پېړۍ د تعلیم غوښتنې| ډاکټر عطاالله زیارمل”
  1. سلام
    یوویشتمه پیړۍ خو لا پرېږده وایی چې دتیلفون زنګ راغی پروفیسور د تیلیفون ګوشی پورته کړ او دېر ډارن غږ راته چې ویل یې غضب وشو وړکوټی ماشوم ستن تېره کړه فورا کورته راشه
    پروفیسور:بېګمې زه اوس په ټولګی کې داوږد لکچر درس ورکوم چې زده کونکی مې تول ګنګس او نفس نشی وېستلی نیم ساعت وروسته به راشم
    بېګم: صنف په تندروله دمعاملې نزاکت وپېژنه او فورار اشه
    !پروفبسور: تاته ستنه اوس په کارده

  2. ع . شریف زاد صیب
    تاسو په ډېر ښه شکل د مروجه تدریسي میتود څخه پرده پورته کړې ده.
    مننه

ځواب ورکول ع. ز ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *