د مور په رحم کې دوه ماشومان لگیا دي د یو بل سره خبرې کوي.
«ته منې چې د زیږون نه پس هم یو ژوند شته؟»
دویم ورته وايي« ولې نه بې شکه چې شته، موږ خو چې دلته څه کوو ،دا خو کیدی شی چې د راتلونکي ژوند دپاره یو تیاری نیسو.
اول ورته وایي« بې منطقه خبرې کوې، د دې ځای نه بهر هیڅ هم نشته، هر څه چې دي بس همدلته دي،بیرون به څه وي ،ته څه خبر ېې؟
دویم ورته ځواب ورکوي«زه نور نه یم خبر خو دومره پوهیږم چې هغه دنیا به د دې نه ډیره روښانه اوپراخه وي. کیدی شي چې موږ پخپلو پښو وگرځو، پخپله خوله خواړه وخورو او کیدی شي چې نور حسونه هم ولرو ،چې دا وخت ېې نه لرو»
لومړی ورته بیا وايي« دا هیڅ وهم او خیال دی، گرځیدل هیڅ امکان نه لري او پخپله خوله خوړل، دا خو هیڅ کیدی نشي. که دغه تړلی تار رانه قطع شو،نو زموږ د خوړو لاره به هم بنده شي. دا رگ دومره اوږد نه دی چې د دې رحم نه بهر هم موږ ته ژوند راکړي. نو منطق هم دا وايی چې د دې ځای نه بهر ژوند نشته.
خو دویم ټینگار کوي.« زه خو فکر کوم چې د دې ځای نه بهر یو څه شته،د دې دنیا نه مختلفه یو بله دنیا. کیدی شي هلته موږ د دې تار د بند نه ازاد شو او پخپله خوښه خواړه کوو، ژوند کوو ،مزل کوو.
خو لومړی ورته په غصه شي« بې دلیله او بې منطقه خبرې مه کوه. د دې ځای نه چې لاړې نو هر څه ختمیږي، ترڅو چې دلته یو ژوندي یو.چې دا تار وشکید،نو هر څه ختم ، تمام. زیږون نه پس ژوندون نشته. ژوند همدا دی او بس.
خو غبرگونی ورور ېې ورته کلک دی« زه په دې ایمان لرم چې موږ به د دې ځای نه ووځو نو د خپلې مور غیږ ته به ورځو، هغه مور چې هم گرانه ده او هم مهربانه .
خو لومړی ېې ورسره نه مني« مور ؟ مور ېې لا څوک شوه. که مور وي نو کومه ده اوس چرته ده .ولې نه ښکاري.زه مور ور نه منم»
نو دویم ورته وايي« مور موږ نه راچاپیره ده. موږ د مور په حصار کې یو. دا هر څه چې لرو دا له مور د وجود نه دي. دا مور ده چې موږ ېې ژوندي ساتلي یو. که مور نه وه ،نو نه به ته وې ،نه زه او نه دا دنیا چې زه او ته ورته هرڅه هرڅه وایو»
خو لومړی ېې نه مني« خو کوم ده مور،یو شی چې ښکاره کیږي نه ،لیدل کیږي نه،،نو هغه د منلو هم نه دی. عقل ېې مني»
خو ورور ېې ورته وايي« کله چې چوپ چوپتیا شي، خاموشه خاموشي شي، ډیر زیر شه. غوږ شه، ساه واخله نو یو غږ به واورې. ته به د مور د وجود احساس وکړې. د هغې د مینې ډک غږ به واورې. د هغې د مهربانۍ لاس به پخپل سر محسوس کړې. مور به درته د مینې په ژبه غلې غلې وايي:
زما گرانو بچیانو. زه ستاسو مور یم. تاسو زما اولاد .
انگلیسي نه ژباړل شوې.
عابد لالا څومره ښه معلومات او ادبی کڑی مننه بریالی اوسی
دایی یو حقیقت دی اویو دیرشه دلیل دی داخیرت لپاره هغه سوک چه اخیرت نه منی نوخدای “ج”ورته همدادلیل وایی چه ته ایا فکر نکوی مخکی له دینه ته سه وی
مننه