بیګاه، مور څو ځلې له خپلې خونې غږونه وکړل. د هر زوی نوم یې جدا جدا واخیست، خو څوک معلوم نشول. مور حیرانه شوه. مور د خپلو اولادونو د خوی یو ناڅاپي بدلون اندیښمنه کړه. له ځان سره په خبرو راغله:
دوی خو به له اول غږ سره په ګډه چیغه کړه او ویل به یې مورې، درغلو! اوس څنګه ځواب نه راکوي؟ اوس څنګه نه راځي؟ غوښتل یې پورته شي، غوښتل یې په غوسه روانه شي، د خونې ور یې پرانیزي او ټول په نوبت له غوږونو ونیسي.
پورته شوه، ګډوډ ګامونه یې واخیستل، خو لا له خونې وتلې نه وه چې سر پرې وڅرخید، لکه له پښو چې یې زمکه ښویږي، مخکې او وروسته لاړه او بیا لکه ټپۍ غرڅه ،د دروازې مخې ته ولویده.
شپه درنه وه. شپه اوږده وه. شپه نه سبا کیده. د مور سترګې پرانیستې پاتې وې. بڼو، لکه زموږ قوم سوګند کړی و چې یو بل ته به نه تر غاړې وځي. همداسې یو له بله جدا ولاړ وو.
مور اړخ په اړخ اوښته، کله به پورته شوه. انګړ ته به ووته. د ستورو غونچې ته به یې وکتل، د هغوی سپین مخونه به ورته د خپلو زامنو مخونه ښکاره شول. تر ډیره به یې ور کتلې. تر ډیره به یې ورته لاسونه خوځول، یو ناڅاپه به یې زړه راډک شو. غوښتل به یې چیغه کړي، داسې چیغه چې ان ستوري یې پښو ته راټیټ شي. داسې چیغه چې ټول کاینات وخوځوي، داسې چیغه چې بې زبانه دیوالونه یې هم ورسره بدرګه کړي. خو هغه ویریده، هسې نه اولادونه یې واوري. هسې نه نیمه شپه ښپې یبلي رامنډه کړي، هسې نه لاره کې وویریږي، هسې نه ولویږي او…
مور خونې ته را دننه شوه. لکه څه چې یې ورک کړي وي. اخوا دیخوا یې کتل. د اولادونو خونې ته لاړه. د درې واړو توشکې اوارې وې، خو خالي پرتې وې. حیرانه شوه، زامن یې ولې نه دي معلوم؟ دوی خو یوه شپه هم بل ځای نه تیروله، اوس څه شول؟ چا کره لاړل؟ چا یوړل؟ او…
د مور، سترګې پټې شوې. خو نیمه شپه بیا را ویښه شوه. ځای په ځای کښیناسته. لکه اولادونه یې چې ورته نارې وهي. لکه د زامنو چې یې له درده نالښت وي. په منډه له خونې ووته، برنډه کې ټکنۍ شوه. د انګړ منځ کې یې په درې کټونو نظر پریوت . ورغله، غوښتل یې په غوسه شي، ټول په کشولو خونې ته راولي. خو کټونه خالي وو. یوازې د زامنو بوی یې پکې لټ په لټ اوښته.
سهار شو، مور لمونځ وکړ.د زامنو خونې ته لاړه. دروازه یې ور ټک ټک کړه. ځواب یې وانه ورید. ګړب شو، ور یې پرانیست. خونه خالي وه. غږونه یې واوریدل. غږونه کمزوري وو. لکه له ډیر لرې ځایه چې راځي. حیرانه وه، اخوا دیخوا یې کتل، خو څوک نه معلومیدل. یوه شیبه یې په ذهن فشار راوست، د غږونو ځای یې په نښه کړ. په بیړه له کوره ووته، شیبه په شیبه ورته غږونه نږدې کیدل.
لکه تږې هوسۍ چې د چینې په لور روانه وي، چټک چټک ګامونه یې اخیستل. پر تازه بیرغونو یې نظر ولګید. بیرغونه ناقراره وو. لکه درې واړه زامن چې یې ولاړ وي او دې ته لاسونه خوځوي. ګامونه یې نور هم چټک کړل، د تازه قبرونو منځ کې کښیناسته، په هر قبر یې داسې لاس واهه، لکه په ناز ناز چې خپل ماشوم زوی ویده کوي.
د کب ۹مه، (سرخط ورځپاڼه)
نوټ:
پرون سهار د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې یو ځانمرګی برید وشو چې (۱۳) کسان یې شهیدان کړل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. په شهیدانو کې درې وروڼه هم شامل وو . دغو هلکانو بازار کې چپس او کریډیټ کارټونه پلورل.
اوس څوک دمورغږ نه اوري، اوس مورته په تیره بیا دبل چا مورته په درنه سترګه نه ګوري۰اوس د بربریت دوره ده۰ که زما زامن مړه شي زما زړه به دتل له پاره زخمي وي نه د بــــل۰
مننه ــ دواقعیت غمجنه لیکنه ده، ډیرې میندې دي چې دغه حالت پې تیرکړی۰
ډیره غمجنه کیسه وه زه خو یی ډیر ژړه غونی کړم الله ج دی دغسی میندو ته جمیل صبر ورکړی او الله تعالی دی ظالمان تباه کړی چی ددغو معصومو زلمیانو ژوند یی واخیست او ډیری کورني یی دغم په ټغر کیښنولی یاالله په دی مظلوم ولس نور خپل رحمتونه نازل کړي امین
نن مې په تاند کې یوشعر ولوست چې پئل ئې داسې وه:۰
پنځه زرو تاريخ دې په خپل ځان پورې ګنډلئ
خوځان دې څملول———————— ۰۰۰۰۰
یوه غمجنه موراو خور چې پزې ته راغلې ور ته داسې وائي۰۰۰
پګړۍ تاریخ به څه کړم نن په یوه کې برکت نشته »»» عزت مې پکې نشتــه
بې علمه اوبې پې پوهې شومه ستـر،پدې ښه ویاړم »»» دمورپه ویــرنه ژاړم
پـښــتــــوخو زما نوم دی ــ خوپښتو په ما کې نشته »»» له خوراووروره تشته
دخوراوورور په مرګ زه له هرچا ډیرخوشحالیږم »»» نیکه په نــوم باټـیــږم
پګړۍ کې څه نه پاتـې دښایــســت یوه شـمــله شوه »»» په سرووینورنګه شوه
په سرووینو رنګه شوه څه په ویاړئې بیا په سروي »»» که لــراوکه په بــروي
راځه اې پښتون وروره خپله لاره انـســـانـیـت کړه »»» ته لرې وروریت کړه
وژلــــوکې څه نـشـتـه تباهـي دې د خــپـــل ځان ده »»» هم خاوره داوغــان ده
زور مو نه رسيږي خو خوښ يم چې دخداي ج لوي ذات شته دقيامت ورځ شته حساب کتاب به وي هر ظالم به دخداي ج ذات ته مخامخ ولاړوي دااوسني غوندې قاضيان به نه هر ظالم به ځواب ورکوي موژ به يې ګورو