ذبيح الله رحيمزى
کریمنالیستيک یا جرم څیړنه د استاد پوهنمل محفوظ الله عارفي په ګوتو تازه لیکوال شوی تدریسي اثر دی چې په ننګرهار کې د یار خپروندویه ټولنې له لورې د نورو کتابونو په څیر په ښه ښکلي کاغذ په ۳۲۵ مخونو کې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی.
دا علمي اثر ډېر ساده، روان او په عامه لهجه په ۱۹ فصلونو کې دپښتو لیکدود په مراعتولو سره لیکل شوی چې د حقوقو د برخې محصلینو او هغوی ته چې له مطالعې سره مینه لري داسې یو اثر دی چې په یوځل لوستلو یې کولی شي دجرم د کېدو، د جرم او پرې د جرم په رښتینولیو ځان پوهولی شي.
د دې علمي اثر د پښتۍ او ډیزان چارې تکړه ډیزاینر او ایډیټر رحمان الله بهیر تر سره کړي. د دې علمي کتاب په لومړي مخ د یار خپروندیې ټولنې یادښت راغلی او پکې د پوهنتونونو د تدریسي کتابونو د چاپ سینه ډبول شوې او ورسره د خپلو تېرو اثارو دعلمي وال خساب ورکول شوی.
د کتاب په دوهم مخ کې د کتاب د لیکوال ژوند لیک د شمس الحق دوست له لورې لیکل شوی په یوه برخه کې داسې کښل شوي: استاد پوهنمل محفوظ الله عارفي د حاجي محمد عارف زوی په ۱۳۴۷ زږدیز کال د ننګرهار په روداتو کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. ښاغلی عارفي په ۱۳۶۵ کال د ننګرهار د زراعت له مسلکې لېسې په لومړۍ درجه فارغ او په همدې کال د کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون ته د بریالي کېدو سره سم د یو دولتي رسمي بورس له لارې د تاجکستان د دولتي پوهنتون څخه د حقوقو اوسیاسي علومو په برخه کې په کال ۱۳۷۲ زږدیز کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه بریالی راوتلی.
پر دې علمي او تدریسي اثر د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس پوهندوی نقییب الله ثاقب د همدې پوهنځي دوو نورواستادانو پوهندوی احمد ګل واثق او پوهندوی بشارت الله شینواري تقریظونه لیکلي.
پوهنندوی نقیب الله ثاقب د دې اثر لیکوال استاد محفوظ الله عارفي یې دحقوق اوسیاسي علومو یو تکړه او هڅاند کدر بللی او دا اثر یې نه یواځې د حقوق دمحصلینو لپاره ګټور او ضروري بللی بلکې دا یې د شرعیاتو د محصلینو، پولیسو، مدافع وکیلانو او ژورنالیستانو لپاره ډېر اړین ګڼلی.
استاد پوهندوی احمد ګل واثق بیا په خپله لیکنه کې په دې اثر له متني او شکلي اړخه خپل نظریات لیکلي. استاد واثق زیاته کړې: د متن له مخې نومړی درس کتاب د ټولو علمي اصولو او معیارونو مطابق لیکل شوی. د لیکنې په بله برخه کې راغلي: د کتاب د لیکلو او تحلیل طرز ډېر ساده او روان دی، چې له هغې درک او فهم د ټولو لوستونکو لپاره ولوکه هغه غیر مسلکي هم وي ډېر اسانه دی او ورسره یې یې د دا ډول علمي او تدریسي اثارو دکمښت او په اوسني وخت کې دپښتو ژبې لپاره ستر خدمت او دیوې لوې تشې د راډکولو یادونه یې کړې.
استاد پوهندوی بشارت الله شینواري بیا په دې تدریسي او څیړنیز اثر داسې کرښې کښلي: د دې اثر د مطالبو په ترتیب او تنظیم کې ډېر زیار ګاللی شوی او اړوند مطالب یې په خاص فصل او بابونو کې ځای پرځای کړي او د موضوع په لیکنه د معتبرو منابعو او ماخذونو څخه ګټه پورته شوی او ورسره یې لیکوال ته د دې علمي اثر د لیکلو مبارکي ورکړې.
لیکوال خپله د پیل د خبرو د سرلیک لاندې په دې برخه کې دنشت علمي اثرونو، د محصلینو او دوستانو د پرلپسې غوښتنو لامل بولي چې دی یې دې علمي اثر لیکلو ته وهڅېده.
د دې اثر د موخې په تړاو یې لیکلي: د دې علم هدف خاصاً په ټولنه کې د جرایمو دکشف او داصلي مجرمینو مشخص کول دي تر څو د قانون منګلو ته وسپارل شي او د دې علم اهمیت په خاص ډول د جرایمو کشف او د ټولنې د نظم او امن ساتنه ده.
لیکوال په لوستونکو غږ کړی که چیرې په دې کتاب کې کومه خلا او تېروتنه وي په ګوته یې کړي څو په راتلونکي کې یې سمونه وشي.
د لیکنې په پای کې لیکوال د ننګرهار دحقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځي د استادانو، په خاصه توګه پوهندوی احمد ګل واثق او استاد پوهیالي هجرت الله اختیار منندوی شوی چې یې د دې کتاب په ترتیب او سمون کې یې ورسره هلې ځلې کړي او اوپه وروستۍ برخه کې د یار خپروندویه ټولنې له سمبالونکي رحمن الله بهیر په دې تړاو مننه کړې چې یې ورته دا اثر کمپوز، ډیزان او تر لوستونکو یې ورساوه.
داهغه مهم او ضروری خدمت دی چی زمونږ د هیواد په علمی تاریخ کی ثبت شو او د تل لپاره به د ښاغلو استاد نصرالله ستانکزی او استاد اسمعیل یون په شان د ښاغلی استاد محفوظ الله عارفي نوم هم هیڅکله هیر نه شی. که زمونږ هر عالم ، پوه او استاد په خپل نوبت سره یو یو کتاب په پښتو ژبه ولیکی ، لری به نه وی چی پښتو ژبه به هم له سیالانو سره سیاله شی .