ليکوال: ظاهرپښتون
زه هم د افغان بچی یم
او پر خپل افغانیت ویاړم
دا خو مې ګناه نه ده کړې چې زه کډوال یم
دا زما مجبوریت دی نه زه او نه مې پلار په کډوالۍ خوښ یو هرچاته خپل وطن کشمیر وې
زموږ کډوالې هم د سیاسې دوکاندارو لخوا وسه چې زماد پلار رنګه په میلونونو پلرونه یې دخپلو شخصې ګټو د وطن دبربادۍ لپاره یې وکډوالۍ ته اړ کړه
دا زما ګناه نه ده چې زه کډوال سوم ته مې دحال پوښتنه نه کړې
مشره ته خپل ګریوان ته یو ځل سرټیټ کړه زه هم ستا بچی یم او ستا دبچې رنګه پر تا حق لرم
زما هم دا حق دی چې اوس دبل په ډیرانونو کاغذونه او دسون توکې لټوم زه زده و کړم او هوسا ژوند ولرم
مومین مسلمان خو هغه دی چې دخپل ځان لپاره څه خوښوې باید دبل مسلمان ورور لپاره یې هم خوښ کړې
زه هم ستا مسلمان او هم افغان یم
انصاف وکړه انصاف
مشره سبا نه دا ستا قدرت چلیږې نه دولت
بیا دې د لوی څښتن په دربار کې تر دا غاړې نیسم
او ستا سره بیا حساب او کتاب کیږې
هلته بهرنې سفارتونه او مشاورین تا نه سې خلاصولی
لږ خپل دځان غم هم وخوره
دسبا لپاره هم دځان په ګټه څه پریږده
دا ژوند ختمیدونکی دی
دا یو څو ورځې دې
مشره زما سره ظلم مه کړه
دخپل بچې پر سر وبیریږه
زه هم ستا دبچې رنګه په دې نړۍ کې دښه ژوند حق لرم او زده کړه پر ما او خور مې هم فرض ده
په دې ګناه مې مه نیسه چې کډوال یم
افغان خو یم
کډوالې زما مجبوریت دی
دا ستارنګه دسیاسې لوبغاړو له لاسه
نن زه خیرات غواړم
دماښام لپاره یوه ګوله ډوډۍ نه لرو
داسې نه یو چې د ازله خیرات خواره یو
د ا دپردې جنګ لاعمله
هرڅه مو تباه سوه
مشره زما په کې حق انصاف وکړه انصاف
که نه ورځ دمحشره راروانه ده
بیا دې نه پریږدم
ستابه ګریوان وې
زمابه لاس​

One thought on “د یو مظلوم افغان کډوال ماشوم د زړه آواز”
  1. مشره زما په حق کې انصاف وکړه، انصاف ! ـــ که نه ورځ دمحشرراروانه ده !۰۰۰
    کوم مشر؟؟؟
    موږ خوډیرمشران لرو:سکه ــ ناسکه، خپل ــ پردي، بللي ــ نابللي، محرم ــ نامحرم ۰۰۰خودریغی چې دامشران په محشرنه پوهیږي نومونږ ته پکارنه ده چې دوی ته سوال وکړواوتمه ځینې ولرو۰۰۰
    دافغان کمکی بچی
    زه کــمـکئ بــچـــئ دچا یم ؟ »»» شپه او ورځ نن په بیدیا یم
    مــور او پــلار نـه پـیــژنـمه »»» یـاخـو بــوټــونـه پیــــدا یم
    نه مې کـور شته نه مې کلـئ ‎ ««« لاهـــــو شوئ په صحرایم
    کــه په دوبـي کــه په ژمـــي »»» نـــه خـــبـــر زه په هوا یم
    که سرلوڅ اوکه پښې لوڅـې »»» که بـربـنـډ هـم سـر ته پایم
    زه یـم کلـک لـکه یوه تـیــږه »»» یــخ ګـــرمۍ ته بې پروایم
    ددنیا ماشومان چپـس خوري »»» زه پــه پــکــــر دحلــــوایم
    زه یــوې نمــــړۍ ډوډۍ تـه »»» کلــه غــــل کلــه ګــــدا یم
    زه په لــــــــوبــو نه پوهیږم »»» تــل دجـنــــګ سره آشنایم
    توپ اوټانک نه، نه هیریږم »»» یا بـچــــــــئ داژدهــــــایم
    زما رښتنــــي یاران نه شته »»» زه خـرڅ شـــوئ په دنیا یم
    خدایــه تـــــــا راپیښـه کړې »»» چه مـــــــدام زه په ژړا یم
    واړه لاس مې پورتــه کړي »»» ربـــه تــاتـــــه پـه دعــا یم
    ما دخاورې نه اوچـــت کړه »»» کنـي ورک شــومـه فـنـا یم
    له نـظـــرونه یم لویــــــدلئ »»» زه مـاشـــوم دنـن سبــــا یم
    ظلـــــــــم وینــم له هرچانه »»» زه افــغـان نن په غوغا یم
    نــــاره وکړم ته ئې واورې »»» زخـمـي شـــوئ مسیـحا یم
    زه په وینــــــــــو کې لړلئ »»» هـم شــهـیـــد د کـــربـلا یم
    نور تــــــوان را پکې نشته »»» هـیـله مـنـد نـن له سـمـا یم
    زه کمکئ زوی دافغــان یم »»» پـاک الــلــه تـه پـه پـنـایم

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *