تاند- د بریتانیا د اکسفورډ په ووډیټاک (Woodstock) کې له بلینهیم (Blenheim) ماڼۍ څخه د سرو زرو یو کمبود غلا شوی دی خو د دې پر ځای چې خلک غل یا غلو ته په غوسه شي، په دې غلا خوشاله شوي دي.
د پولیسو یوه چارواکي جیس میلاین د شنبې په ورځ (سپټمبر۱۴) وویل«دا غلا شوی هنري اثر چې له سرو زرو جوړ شوی کمود دی، په ماڼۍ کې نندارې ته اېښودل شوی و.»
پولیس وايي چې غله د شنبې د شپې په مخه ماڼۍ ته ننوتي او د سهار په شاوخوا ۴ بجې او ۵۰ دقیقې یې طلايي کمبود وړی دی.
پولیسو ته د پېښې په اړه د سهار په ۴ بجې او ۵۷ دقیقې خبر ورکړل شوی چې کمود غلا شوی دی. په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا کمود، چې یو هنري اثر و، «امریکا» نومېده او د یوه ایټالیايي هنرمن (Maurizio Cattelan) له لوري جوړ شوی و.
په دې کموډ کې ۱۸ کرېټه سره زر کارول شوي او ارزښت یې یو ملیون امریکايي ډالر اټکل شوی دی.
دا کمود په بلینهیم ماڼۍ کې تر غلا کېدو یوازې دوې ورځې وړاندې (سپتمبر ۱۲) نندارې ته کېښودل شوی و.
په امریکايي او بریتانیايي رسنیو کې د دې غلا د خبر له خپرېدو وروسته ډېرو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې باید دا کمود غلا شوی وای. ډېرو لیکلي، ښه ده چې ویلي شي او پیسې یې پر بېوزلو خلکو ووېشل شی. مګر ډېرو تبصره کښونکو دې ته پام نه دی کړی چې ایا غله به پیسې پر غریبانو وویشي؟!
پر دی ک…….ایښوول سوی سَوَدې او نتیجې به هم حتماً طلائی وی