دا سمه ده چې حکومت پنځوس پنځوس ووېشل شو، د هغه وزارت یادونه هم نه کوم چې د عبدالله خېلو په برخه دی

خو د  داسې وزارت څو کارنامې یادول غواړم چی د ولسمشر په برخه شوی، وزیره یې د ده له خوا ګومارل شوې ور سره راغلی بانډ یې یادوم، د  کار معین یې د هغو دوو شرکتونو جوړوونکی دی چې څو اونۍ مخکې وزیرې پخپله وویل چې بهر ته د خلکو لېږدولو لپاره دوه جوړ شوي شرکتونه جغلی و، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ یې بند کړل او له خلکو وزیرې دا هم وغوښتل چې دا ډول شرکتونو ته نورې بهر ته د استولو په نوم پیسې  ور نه کړي.

دا شرکتونه د معین احمدشا صالحی و، له خلکو یې له شپږو زرو نیولې تر لس زرو پورې ډالر په دې نوم اخیستل چې ګواکې وزارت له پرمختللو اروپایي هیوادونو سره تړون کړی او دوی به قانونی ولیږي ان له ځینې خلکو یې اماراتو او سعودي  عربستان ته د لېږلو لپاره هم څو څو لکه افغانۍ اخیستې دي.

صالحي صیب دومره مارهرانه کار کاوه، چې له خلکو به یې د وینې د معاینه کولو په پلمه هم پنځوس ډالر اخیستل، بیا به یې ځینو ته ویل چې ستاسو وینه خرابه ده، په دې پلمه یې لا نور ډالر ترلاسه کول.

وزیر صیبې اوریاخېل د انساني سرچنیو په نوم سرپرست رییس معرفي کړ، په ولسمشر یې ځکه تر پنځو زرو ډالرو پورې معاش ور ته وټاکه چې ګواکې ثناالله ځاځی له دې مخکې د ایسا د یوې برخې رییس و، خو خبره داسې نه ده دا ښاغلی په ایسا کې منشي و.

خیر چې هرڅه و،  خو دغه ښاغلی د وزیرې مبارکې سره په سي بي ار پروسه کې هم غړی دی. خدای خبر د وزیرې په خوښه که په خپل سر یې یو کس چې رییس و ورته ویلي و، که پنځوس زره ډالر راکړې په اوسنۍ دنده به پاتې شې او معاش به دې تر څلورو یا پنځو زرو ډالرو پورې وي.

وزیر صیبې خپل کاري ټیم ته اوس یو بل ځوان هم د معین په توګه ور زیات کړ، کار وړ، خدمتګار او پخپله دنده برلاسی صمیم الله سلطاني یې لرې کړ او داسې څوک چې د ریاست چلولو وړتیا هم نه لري اداري او مالي معین یې کړ، هغه هم په داسې حال کې چې ور سره راغلی کاري ټیم یې له فساد او بډو پرته بله چاره نه لري.

که څه هم اوریاخېله په دې هرڅه خبره ده، خو د فساد د مخنیوي لپاره یې له خپلې کاري ډلې یواځې یو سلاکار  لرې کړ چې د دې شخصي برېښنالیک به یې له ډونرانو سره بدلاوه را بدلاوه او ان له ځینې سفارتونو یې د وزیرې په نوم ویزې ترلاسه کړې او په نورو خلکو یې پلورلې دی، خو هغه سیکرتري اوس هم ور سره ده چی د ترکیې له سفارت یې تر اویا پورې وزیرې د وزیر صیبې په رسمی مکتوب ترلاسه کړې، خو وزیره خبره هم نه وه، بالاخره چې یوه ورځ ورته ترک سفارتکارو زنګ وهلی او دا پوی شوې چې څه روان دي.

اوس چې دا ځوانکی بیا هم ساتی دارو یې شه، ځکه وزیران صاحبان چې ښایسته پېغلې د منشڼو په نوم ساتي نو وزیره ولې دا کار ونه کړي.

One thought on “د یو کاري ټیم څو کارنامې/ صبغت الله محمدی”
  1. پخدای قسم ده،چې دا خبری ریښتیا وي د منابع بشری د رییس په اړه ګڼ شواهد او اسناد لرم، خو چاته وژاړو او له چانه وژاړو څه موده مخکي ددی وزارت ولایتی ریاستونه د سی بي ار له لیارې اعلان شوی وو، یو ځوان چی نوم یی نه اخلم د غزنی ولایت ریاست ته کاندید وو نهه زره ډالره یی تری واخیستل څو ورځي وروسته یی ورته ویلی وو چی نفر ډیر دی ۱۵۰۰۰ ډالره راوړه پدی کی سمې نیمی د وزیری صاحبی دي هغه بیچاره سره نوری پیسی نه وی نو بیا یی ورته ویلي وو چي داسی ده نو پدي پیسو به دی ارزګان ولایت ته ولیږو، نو بیرته یی د څو ولایتونو ریاستونه دوهم ّځلي ورته اعلان کړل نن صبا کی به هغه ځوان د ارزګان د کار او ټولنیزو چارو رییس شي انشاالله … ثناالله ځاځی زه له نیږدی پیژنم هغه په ایسا کي د افتخار سکرتر وو، دا خبره نه منم چی وزیره نده خبره وزیره په هر څه خبره ده، د سی بی ار له لارې ددې وزارت ټول ولایتي ریاستونه وپلورل شول، ثنا الله څاڅی د وزیری دلال دی. +

ځواب ورکول ملا پیاز گل جذباتی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *