کله چي د روڼ آندو ترمنځ د دې ورځي نوم اخیستل کیږی ، سمدستي یو دوه قطبي حالت را مخته کیږي. یو شمیر یې ډانګ په لاس ودریږي او هر څه یې د یوه مخه ردوي او بد رد ورته وایي. بله ډله بیا په پټو سترګو ورته ګوري او د یوې زرې نیمګړتیا هم ور پکې لیدلای نشي او په نظر یې هرڅه سم پر مخ تللي دي.


ددغه کال او په تعقیب یې د ۱۳۷۱ کال د ثور په میاشت درې پیښي وشوې چي په یوه یا بل ډول یو د بل علت یا معلول ګرځیدلای شي.

۱ ــ د خیبر ترور او وژنه :


که څه هم دا ناوړه عمل د وري میاشتي په وروستیو کی وشو خو اصلي پیښو یې په ثور کي دوام و موند. دا وژنه ښایی د ټولنې په روڼ انده قشر کې د ځینو تضادونو محصول وي، خو د هیواد په دودیز سیاست او واکمنۍ کې د ستر بدلون لامل و ګرځیده. د دې پیښې په اړوند د خیبر د جنازې پر مهال سوله ییزې بېساري کتلوي پراخې مظاهرې دا وښوده چې د دودیز سیاست د بدلون د پاره په ټولنه کې څرګند بنسټ منځته راغلی دی.

۲ ــ د ثور د ۷ نیټې اوښتون:


د خلق دیموکراتیک ګوند د هیواد د پیاوړي لیکوال نور محمد تره کي په مشرتوب تر دغه مهاله د هیواد په روڼ آنده قشر کي دومره ژورې ریښې ځغلولي وې چي ساری یې نه وو لیدل شوی. د شاهي دودیز رژیم په وړاندي د داؤد خان تر کودتا وروسته ، په هیواد کي ښی لاسي افراطي نظریاتو د هیواده بهر په ځانګړي توګه په پاکستان او تر یوه حده هم ایران کي د استخباراتي کړیو لخوا ملاتړ وموند چی د داؤد خان واکمنۍ ته ګواښ شو او پر ضد یي څرګند ګامونه محسوس وه . داچي داؤد خان تل شوروي پلوی سیاست چلاوه او د واک په پیل کي یې د پرچم پر ګوند تکیه کړې وه ، په همدې خاطر د خلق دموکراتیک ګوند هم د یوه کیڼ لاسي نهضت په توګه د اخوانیانو لخوا تر سخت تهدید لاندي راغي . ددغه تهدید د مخنیوۍ لپاره د ګوند مشرتابه اړینه و ګڼل څو په اردو کي د ځان د دفاع پخاطر پلویان و لټوي او تر منځ یې سیاسي کار و کړي . ددغه کار د پاره یې حفیظ الله امین چي یو زړور سیاستوال وو، وټاکه. د ده د نه ستړي کیدونکي کار له مخي په لنډه موده کي نژدي ټول اردو خلقي وګرځید .


کله چي د خیبر د جنازي په وخت د مظاهرې له کبله دګوند رهبري د داؤد خان زندان ته ولویده ، د حفیظ الله امین په قومانده د نظامي پاڅون په پایله کي د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ نیټه سیاسي واک د خلق دموکراتیک ګوند لاس ته ورغی .
دغه واک چي نژدې ۱۸ میاشتي و غځید ، اصلی منځپانګه اته ګوني فرمانونه وه . سره لدې چي دا ټول فرمانونه د خلګو په ګټه او د شرعي احکامو سره برابر وه خو دا چي ګوندی چارواکو د عملي سیاست تجربه ندرلوده ، صلاحیتونه احساساتي کادرونو ته وسپارل شوه ، د فرمانونو په عملي کولو کي د نااړین تشدد نه کار واخیستل شو . دغه کار د یوي خوا ، په کور دننه او بهر کي د ګوند او اولس د مخالفانو لخوا پراخو تبلیغاتو له بلي خوا د خلګو تر منځ یو لړ نارضایتونه منځته را وستل . دغه چاري او د واک پر سر د مشرانو خپل منځي شخړي د ثور د اوښتون اساسي نیمګړتیاوي او د ناکامۍ بنسټیز لاملونه ګڼلای شو . البته د کرملین په امر د سره اردو یرغل او د هیواد اشغال خلقي حاکمیت ته د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږم ماښام د پای ټکی کښیښود او یوې ستري غمیزي ته یې لاره هواره کړه .

۳ ــ د ۱۳۷۱ کال د ثور ۸ نیټه :


دغي ورځي چي اصلي لامل یې د سره اردو لخوا پر دوست هیواد افغانستان باندي د یرغل او بیا د وتلو پر وخت نا سنجول شوي سیاست وو ، په وطن کي یې داسي اور بل کړ چي لمبې یې دا اوس هم اسمان ته خیژي او تر ۴۰ کالو وروسته یې د پای څرک نشته . دا خبره هم څرګنده ده چی د امریکایي ائتلاف په مټ د هیواد اشغال د غمیزي بار نور هم دروند او روان ناورین لا پیاوړي کړ .


دا وه د هغو پیښو او واقعیتونو یادوونه چي د ثور د ۷ نیټې په پلمه یې لنډیز په څو کرښو کي وړاندي شو .
ـــ د هیواد د سوکالي او د سولي د ټیګښت په هیله !

2 thoughts on “د ۱۳۵۷ کال ثور او څو تاریځی واقعیتونه | پوهنمل حاجي محمد نوزادي”
  1. سلام
    بحٹ پہ دی کی نہ دی چی خوک زور ور وہ او خوک پیاوری ۔ د افغانستان پہ معاصر تاریخ کی افغانستان تہ د جیو پہلو تیکس دارزشت پہ خاطر ستر لقبونہ ور کول شوی دی خو داچی تاریخی واقعیت تہ نڑدی دی یا نہ دی دا پریکرہ ھم دلتہ خای نہ لری۔
    عینی وا قعیت دادی چی پہ کین لاسو کی نہ پیاوری وہ او نہ زرہ ور ۔ د لینن پہ خرہ سپارہ او وطن پلرونکی اقلیت تہ د شھید داؤد خان لہ کمزوری اداری لکہ : دکابل ولایت امنیت قو مند ان میر گل ، کورنیو چارو وزیر قدیر نورستانی، ددفاع وزیر د چرگانو غل غلام حیدر رسولی او بی کفایتہ خو ستوری جنرالان چی قسم خورلی ھیواد تہ ھم وفادار نہ وہ ، نو کمزوری سیاسی او نظامی ارادہ وہ چی د غوایی کاسہ او کپریو تہ زمینہ مساعدہ شوہ ،
    د خیبر پہ جنازہ کی محدود خلک ول او ھغہ ھم د حکومت لہ دارہ پہ منظمہ توگہ د جنازے مراسم تر سرہ کرل ۔
    دا منصفانہ نہ دہ چی تول مسولیت د داؤد خان پہ غارہ کی ورواچوو بیا ھم کلہ چی دادو خان د کین لاسو پہ
    مرستہ کودتا وکرہ د افغانستان د جنرالان چیری ول
    گوری د حکومت ٹول ابزار ،تجھیزات، تیاری ، مسولیت
    خہ دی کلہ چی د یوہ خطر سر ہ مخ کیڑی؟
    کمونستانو تہ د تجارت وزیر محمد خان جلالر چی د واشنگتن شار پہ کوخو کی سہی گرخوی او لہ داؤد خان سرہ پہ سفر کی یو خای وہ یوہ مرستہ
    بلہ موضوع خلقیان او پر چمیان د قومندان میر گل سرہ پہ ولایت کی بندیان دی خو دولت تصمیم نشی نیولی چی خہ وکری؟
    ھغہ تہ چی تا د زرور لقب ور کری غواری چی و تشتی خو دولت لا ویدہ دی !
    دافغان عقل دیر وروستہ راخی تر یوہ حدہ ولس باید خہ کری وای ؟ خلک لا اوس ھم پہ اصلی واقعیت خبر نہ دی چی کمبود او قصیر چیری وہ۔
    د داؤد خا شاو او خو ا بی سوادہ کاسہ لیسو لکہ د حسن باز کورنی ،یو شمیر دوہ مخی چی د قدرت او خوکی وڑی ول ، ،چاپلوسانو بی کفایتو،ابن الوقتو نیولی وو چی عاقبت ی لہ یوازیتوب سرہ مخامخ کر۔
    د غوا یی کود تا د غوایی ناخاپی زمینہی برابریدل وہ چی پورتنیو عوامل و ورسرہ مرستہ وکرہ۔
    ملت چیری وہ کلہ چی دداود خان د کین لاسو پہ مشورہ شھید محمد ھاشم میوندوال ،ماما زر غون شاہ،عارف رکشا اعدام کرل؟
    کمونستان تلک کی راگیر ول او د خپلی نا پوھی سرہ یی د خلاصون لارہ لتولہ خو حکومت کی بخیلو کسانو ددی خاوری پہ اصولو بچیانو باور نہ کاوہ او نہ یی خوشی دل چی دا فغانستان لہ باتور زعیم شھید داؤد خان سرہ لارہ وموندی چی بیا دنر او ۔۔۔ زور ملت تہ پہ داگہ شوی وای۔
    د میوندوال لہ ستری اشتباھ داؤد خان باید عبرت تر لاسہ کری وای ۔ انسان باید جاہ طلب ونہ اوسی دبل نظر تہ ھم وگوری نو خکہ رحمن بابا داسی وایی:

    گاہ د نورو رضا بویہ گاھی خپلہ
    پہ کار نہ دہ جمی ہ خپلہ رضا

    مخ توری او شرمندہ دوی د غوایی گوداگیان

ځواب ورکول ع۔شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *