د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ټاکونکې کمیټې تر دوه ورځو پرله پسې ناستې وروسته د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ له یوې خبرپاڼې سره سم، چې نن یې خپره کړې، د دغې ناستې په ترڅ کې له اوږدو او هر اړخیزو بحثونو وروسته د ملي لوبډلې ټولو وروستیو سیالیو او د لوبغاړو وروستیو او اوږدمهاله وړتیاو او تخنیکي اړخونو ته په کتنې سره ۱۵ کسیز لست نهایي کړای شو. ټاکل شوی ۱۵ تنه لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلنډ او ایرلنډ پر وړاندې او د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړیوال جام سیالیو کې چې په اسټرلیا او نیوزیلنډ کې  کیږي، ونډه اخلي.

په مطبوعاتي کنفرانس کې د ټاکونکې کمیټې غړي دولت خان احمدزي د ۱۵ ټاکل شویو او څلورو احتیاطي لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته وویل،:« موږ له پوره ارزونې او اوږدو بحثونو څخه وروسته د ملي لوبډلې لست اعلان کړ. د هر لوبغاړي وړتیاوې مو وارزولې او ټولو اړونده اړخونو ته له کتنې وروسته مو پر پنځلس کسیز نوملړ او د څلورو احتیاطي لوبغاړو پر لست لاسلیکونه وکړل. کوم لوبغاړي چې د ټاکونکې کمیټې لخوا نه دي ټاکل شوي، علت یې له معیارونو سره  نه برابروالی دی. موږ هر پاتې شوي لوبغاړي ته د ډیرې زده کړې مشورې ورکړي دي چې د دوی په پرمختګ کې به بنسټیز رول ولوبوي او د قانع کونکو دلایلو په رڼا کې مو دوی ته د خواشینۍ هیڅ موقع نه ده ورکړې.»

ښاغلي مولز زیاته کړه، په اعلان شوې لوبډله کې ځوانو او تجربکارو مشرانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د لوبډلې پر انډول مثبته اغیزه لري.

د اعلان شوي ټیم لیست
د اعلان شوي ټیم لیست

نوموړي هیله څرګنده کړه چې اعلان شوې ملي لوبډله به د خپل کپتان په مشرۍ به په نړیوال جام سیالیو کې خپلې وړتیاوې د ښې لوبې په ترسره کولو سره وښیي.

تر دې مخکې د کرکټ بورډ مخکینیو چارواکو هم د ۲۰۱۵ د نړیوال جام لپاره د افغانستان ټیم اعلان کړی و.

One thought on “د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان شوه”

ځواب ورکول ABDULAHADWALI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *