محمد عمر آرین

۱- د آسټرلیا، نوي زیلانډ، انګلستان، آیرلنډ او سکاټلنډ  ویشتځایونه یو شان دي، په ویشتن ځای شنه جلګه وي.
۲- ویشتنځای یې ډېر کلک وي چې ټیز ټوپ آچونکو لپاره ډېره مرسته کوي
۳- سوکه توپ اچونکو سره دومره خاصه مرسته نه کوي.
تبصره: په دې اساس پورته یادې لوبډلې ښې پرې لوبېږي ځکه چې د هغوی ټول کورني تمرینات په هماغه شان ویشتنځایونو کې وي. د افغانستان ټیم کې ۴ تیز توپ اچونکي دي شاهپور، حمید او دولت چې دوی توپ ته سوینګ ورکولای شي خو آفتاب عالم نه یوازې چې سوینګ نشي کولای د توپ اچونې سرعت یې هم له ۱۳۲KPH څخه نه زیاتېږي، نو پر دې اساس د هغه ګومارنه په ټیم کې کاملا بې ځایه کار دی.

د اعلان شوي ټیم لیست
د اعلان شوي ټیم لیست

افسر ځاځی په تیرو ۲ کلونو کې هیڅ داسې کومه خاصه کارکردګي نده ښودلې چې د هغه پر مټ دې په نړیوال جام کې ولوبېدای شي خو کرکټ بورډ یوازې د دې لپاره چې هغه اسټرلیا لیدلې نو هغه يې په ټیم کې نیولی. د جاوید احمدي حال هم همداسې دی، په ټیم کې د ځای پیدا کولو لپاره هیڅ منطقي دلیل نلري.

میرویس اشرف چې سن یې هم له ۴۰ زیات دی په ټیم کې یې شتون کاملا غیر منطقی او بې معنا دی او په ټول ژوند کې یې یوازې یوه (۵۰ یزه) لري، چې د هغه د وړتیا ښکارندوی نده او باید له ټیمه لرې کړای شي.

وړاندیز:

۱-د دې لپاره چې په ټیم کې ۳ تیز ټوب اچونکی لرو نو آفتاب عالم ته اړتیا نشته نو د هغه پر ځای باید شفیق الله شفق ټیم ته راوستل شي، چې د تیزې لوبې وړتیا لري او په پایلني اورونو کې ټیم ته ښې منډې لاسته راوړای شي.
۲- افسر ځاځی دې کینول شي او پر ځای د محمد شهزاد محمدي راوستل شي ځکه هغه له سوکه توپ اچونکو سره ستونزه لري او سوکه توپ اچونکي په آسترلیا کې نه چلېږي نو شهزاد ښه انتخاب دی.
۳- د جاوید احمدي پر ځای نور علی ځدراڼ باید راوستل شي ځکه هغه یوازینی ټوپ وهونکی دی چې کرکټ په هوش سره لوبوي او ښه ټایمینګ هم لري.
۴- د میرویس اشرف پر ځای باید حشمت الله شاهدي ټیم ته راوستل شي، ځکه هغه په سړه سینه لوبه کوي او که چېرې ټیم په ستونزه کې وي هغه دا وړتیا لري چې تر فشار لاندې لوبه وکړي، او ټیم ولوبوي.

په درنښت

3 thoughts on “د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام او زموږ لوبډله/ محمد عمر آرین”
  1. ماته هم ستاسو وړاندیز منطقي او پر ځای ښکاري. کریکټ بورد دې یو ځل بیا غور پرې وکړي ځکه چې د شهزاد او نورعلي په څیر تکړه لوبغاړو څنګ ته کول له افغانستان سره بې ځایه ټوکه ونکړي. پدې کې د کریکټ بورد وروستۍ کتنه هم پکار ده خلک نړیوال جام ته ډیر په تمه دي حتی ورځې او ساعتونه شمیري. په درنښت

  2. ستاسو نظر ښه دی او د ډیرو پیشنهادونو څخه مو راضی یم. خو اشرف ښه دی چی په ټیم کی وی او همدارنګه باید آفتاب وویستل شی او پر ځای یی شفیق راوستل شی… د جاوید پر ځای نورعلی ډیر ضرور دی او حتما باید نور علی راوستل شی او د ګلبدین پرځای دی هشمت الله شاهدی راوستل شی. میرویس اشرف میډیم فاسټ بالر دی او په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې به ډیر ښه آلراونډر انتخاب شی. .

  3. زما په اند دا به دیره لویه خطا وی چی د نور علی غوندی تکړه کوم چی په ‌ډیر ښایسته ټایمینګ سره لوبه کوی د ۲۰۱۵ نړیوال جام برخه و نه اوسیږی.

ځواب ورکول افغان منم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *