تاند- د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵ زره افغان ملي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.

په دغو کسانو کې ۵۵۲۳ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې د خاص سرمفتش دفتر (سیګار) په خپل درې میاشتني راپور کې، چې نن /یکشنبه/ یې خپور کړ، ویلي چې په ۲۰۱۶ م کال کې د افغانستان حکومت ۲ اعشاریه دوه فیصده کنټرول پر خاورې له لاسه ورکړی دی.

په دې راپور کې دغه راز راغلي«د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۲۵۸ یې د حکومت تر کنټرول لاندې دي، ۳۳ ولسوالۍ د یاغیانو په لاس کې دي او یا د هغوی اغېز پرې زیات دی، او په ۱۱۶ نورو ولسوالیو کې شخړه روانه ده.

د روان میلادي کال له پیله (جنوري ۱) د اګست تر ۱۹ پوري ۱۰۱ نفوذي حملې شوي چې په لړ کې یې افغان پولیسو یا د اردو غړیو د توپک خولې د خپلو همکارانو لور ته ګرځولي او ټولټال ۱۲۵ تنه یې وژلي دي.

راپور وايي، طالبانو د اګست له میاشتې حملې تېزې کړي او په دې موده کې یې د کندوز، او هلمند د مرکزونو په شمول د څو ولایتونو مرکزونه تهدید کړي دي.

د ملګروملتو د راپور پر اساس د سږ کال د لومړیو ۹ میاشتو په تاوتریخوالو کې تر ۸ زره زیات افغان ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.

د دغو ملکیانو په منځ کې ۲۵۰۰ تنه وژل شوي.

سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د ځانګړي سرمفتش دفتر د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې وايي چې د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۸۵ زره افغانانو اروپايي هیوادونو ته پناه وړې ده.

2 thoughts on “د ۲۰۱۶ په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵ زره افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې”
  1. ۳۰ کاله وروسته به ځمونږ په وطن کی فقط معیوبین او ښځی پاتی وی، دچا دلاسه دخپله لاسه، ډیر افسوس کووم

    دسیګار د راپور په اساس هره ورځ ځمونږ ۳۵ عسکران او ۱۰ ملکی وګړی خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوی. همداسی ۴۰عسکران او ۳۰ ملکی وګړی زخمیان کیږی. دامعنی ځمونږ حکومت هره ورځ ۴۵ کسان دلاسه ورکوی او ۷۰ کسان یی شل او ګوډیږی. په کال کی مونږ ۱۶۴۲۵ ورونه دلاسه ورکوو او۲۵۵۵۰ ورونه مو معیوبیږی.

    په همدی ترتیب دحکومت د راپور په اساس هره ورځ ۲۸۲ طالیبان وژل کیږی او۳۴۷ زخمیان کیږی. داچه يوکال ۳۶۵ ورځی دی نو د طالیبانو په کال کی ۱۰۲۹۳۰ کسان وژل کیږی او ۱۲۶۶۵۵ کسان یی معیوبیږی.

    همداسی سیګار په خپل راپور کی وای چه په ۶ میاشتو کی ۸۵۰۰۰ کسان فقط آروپا ته مهاجر شوی دی، دامعنی چه د ورځی ۴۷۲ کسان دوطن څخه وځی.

    سوال : اوس که حالات همداسی روان وی نو څه به وشی؟

    ځواب: وروسته د ۳۰ کالو به په افغانستان کی خدای مه کړه فقط اوفقط معیوبین او ښځی پاتی وی

    دا ولی؟ دا ځکه په افغانستان کی دمهاجرو څخه په غیر همدا اوس تقریبآ ۲۶ میلونه نفوس ژوند کوی، چه ددغه نفوس تقریبآ ۵۰ فیصده نارینه او ۵۰ فیصده ښځی دی، دامعنی چه په افغانستان کی دلویانو او ماشومانو په شمول۱۳ میلونه نارینه وګړی ژوند کوی.

    اوس دیی الله تعالا حالات غیبی سم کړی او که همداسی روان وی، نو خدای دیی نکړی په ۳۰ کلونو کی به حکومت ۴۹۲۷۵۰ کسان دلاسه ورکړی او ۷۶۶۵۰۰ به یی معیوبین شی. طالیبان به په ۳۰ کلونو کی ۳۰۸۷۹۰۰ کسان دلاسه ورکړی او ۳۷۹۹۶۵۰ به یی معیوبین شی. سیګار وای چه ۴۷۲ افغانان دوطن څخه هره ورځ وځی، نو په ۳۰ کالو کی به ۵۱۶۸۴۰۰ افغانان په پردیو هیوادونو کی خدای دیی نه کړی پردی شی.

    لنډه دا چه ددغی راپورونو په اساس به په ۳۰ کالو کی ځمونږ حکومت، طالیبان او دمهاجرت سلسلی ارقام تقریبآ ۱۳۳۱۵۲۰۰ کسانو ته و خیژی. په وطن کی به مو ۵۰ فیصده یا ۱۳ میلونه ښځی پاتی وی، اود نرانو په برخه کی به فقط معیوبین پاتی وی.

    متل څه وای: که ته وای چه زه یم، اوزه وایم چه زه یم. نو ورورجانه نه به ته یی او نه به زه یم

    ښه چه ۳۰ کاله وروسته ددغی فاجعی سره مخامخ کیږو نو څه وکړو؟

    لمړی په حکومتی چارواکو غږ کووم چه په هره طریقه او لاره چه کیږی دسولی او آمن کوششونه زیات کړی
    طالیبانو ته وایم چه نور بس کړی جنګ او جګړه دحل لاره نه ده، په دا ۱۵ کاله جګړه کی تاسو څه ګټه وکړه، دبل خبره مه منی، وګوری دګوانتا نامو په لاس چا ورکړی، دپاکستان په زندانونو کی ستاسی مشران ولی بندیان دی، ستاسی مشران په پاکستان کی ولی وژل کیږی، د غه ملک ځمونږ ډیر بد او مکار دښمن دی، لمړنی هډه امریکایانو ته ستاسی په ضد پاکستان ورکړه، څو ورځی مخکی یی د روسانو سره هم انډیوالی شروع کړه، وګوری په سعودی عرب، ترکیه، او نورو اسلامی اوغیر اسلامی هیوادونو کی امریکایان شتون لری، دا اوس چه ستاسی مشران په قطر کی اوسیږی هلته امریکایان ډیر زیات شتون لری، مګر تاسی ته پاکستانی ملایان او آی اس آی مشوره درکوی، چه په افغانستان کی امریکایان دی جهاد وکړی، بس دی نور ددغو خلکو څخه فاصله پیداکړی، او دخپلو ورونو سره د آمن اوسولی خبرو ته کښینی.

    والسلام

ځواب ورکول Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *