تاند- د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ۲۰۱۴ کال د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي پړاو سیالیو ته ملي لوبډله اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کې کینیا ته په دوو پنځوس اوریزو سیالیو کې له ماتې وروسته په لومړي ځل نړیوال پنځوس اوریز جام ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر اوسه پوري دوه وارې د نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې ونډه اخیستې او د نړۍ مخکښو هیوادونو پر وړاندې یې زړه راښکونکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې دي.

1د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې له یوې خبرپاڼې سره سم، د هیواد ملي لوبډله به د روان میلادي کال د نومبر په لومړیو کې د متحده عربي اماراتو په لوري درومي چې د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې د غوراوي په مسابقو کې ګډون وکړي. دغه سیالۍ به د نومبر له ۱۵ نیټې څخه تر ۳۰ نیټې پورې دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد وویل چې ملي لوبډله مسابقو ته بشپړه چمتو ده او دوی د خپلو ملي لوبغاړو پر وړتیاو باور لري او انشاءالله چې د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي په سیالیو کې به هم خپله وړتیا ثابته کړي.

3 thoughts on “د ۲۰ اوریز جام دغوراوي د سیالیو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه”
  1. salamona tolo da taand web panre karkawonko aw tolo hewadwalo ta .zama pa pekar karim ta hes zarurat neshta che pa team ke loba wokre .da kenya pa khelap ye hes loba wona kra la.no bayed che da haga pa zai ye dawlat zadran akehste wo

ځواب ورکول niamatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *