تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په ۲۱ ولایتونو کې د رایو شمېرل بشپړ شوي او په ۱۳ نورو کې به د نن /دوشنبې/ ��رځ ترپایه بشپړ شي.

له شمېرل شویو رایو داسي ښکاري چې ډاکتر اشرف غني احمدزي په سلو کې څه باندې ۵۳ رایې خپلې کړي دي. ورپسې ډاکترعبدالله عبدالله دی چې څه باندې دېرش فیصده رایې یې ګټلي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور رسنیو ته وویل چې تراوسه پوري په ۲۱ ولایتونو کې انتخاباتي مواد د ولایتونو مرکزونو ته وړل شوي او کار بشپړ شوی دی.

د ده په وینا رایې په حوزو کې د کاندیدانو د استازو او څارونکو په مخکې شمېرل شوي او بیا د هر ولایت رایې او انتخاباتي مواد د هماغه ولایت په مرکز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر ته وړل شوي دي.

نور محمد نور وویل چې په ۱۳ ولایتونو کې لا دا کار بشپړ شوی نه دی خو تمه ده چې تر نن ماښامه به وشي.

د ولایتونو په مرکزونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې ټول رایبکسونه، رایې او لیستونه ساتل کېږي خو نتیجې یې په کابل کې د ټولټاکنو مرکزي دفتر ته لېږل کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي چې په راتلونکو ۵ ورځو کې به د ولایتونو د شمېرل شویو رایو پر اساس د هر کاندید د رایو فیصدي اعلان کړي خو د ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې به د ثور په څوارلسمه خپرې شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې د سرغړونو څه باندې ۱۰۰۰ شکایتونه ورته شوي دي.

په بغلان کې دوه دولتي مامورین وینول شول

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان او اداري مدیر په انتخاباتو کې د درغلۍ د هڅې په تور له کاره لېري کړای شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویندوی جاوید بشارت وویل، د مرکزي بغلان د امنیه قومندان قدرت الله او اداري مدیر دندې په انتخاباتو کې د درغلي د هڅې په خاطر ځنډول شوي دي.

ده وویل، د دواړو په اړه تحقیق روان دی او که جرم یې ثابت شو محکمې ته به وړاندې شي.

2 thoughts on “د ۲۱ ولایتونو رایې شمېرل شوي، د ۱۳ نورو شمېر نن بشپړېږي”
  1. انشا الله ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی به یی وګټی او ددی غریب ولس توبه به الله ج قبوله کړی الله ج دی داوهیواد اباد کړی او الله ج دی افغانان تل یو موټی ولری

  2. درنو دتاندمسؤلینو سلام کچیرته درایو نوی معلومات لری دټاکنو دشمیر په هکله نو مهربانی وکړی دګرانو لوستوونکو سره یی شریک کړی

ځواب ورکول پروانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *