ارشیف

تاند- د طالبانو یو مهم قوماندان، چې ادعا کېږي تر ۳۰ زیات امنیتي ځواکونه یې وژلي دي، په هرات ولایت کې ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل چې نیول شوی طالب قوماندان صدام نومېږي او په هرات کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر و.

ده همداراز وویل چې صدام وروسته له دې ونیول شو چې د امنیتي ځواکونو په ډزو ټپي شو.

د رحیمي په وینا صدام د هرات ښار په ګڼو تروریستي حملو کې لاس لري او لږترلږه ۳۰ تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

طالبانو تراوسه پورې د خپل دغه قوماندان د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “د ۳۰ امنیتي ځواکونو په وژلو تورن طالب قوماندان ونیول شو”
  1. ډیرښه کار شوی، که ریښتیا وي. خو افسوس دادی چې د افغانستان ترټولو عصري وطنپال پوځ وژوونکي ورانوونکي کباړوونکي خرڅوونکي + دکابل ۶۰ زره اوسیدونکو قاتلان هیڅ چا ونه نیول چې تاند یې راپور خپور کړی وی

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *