تاند- د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي، د افغانستان حکومت د دې ادارې په وړاندیز د ۵ ولایتونو لپاره نوي والیان وګومارل.
د دې ادارې پر اساس یو شمېر والیان تبدیل شوي خو یو شمېر نور نوي ټاکل شوي دي
دا اداره وايي، د بادغیس والي انورخان اسحاقزی د حلیم فدايي پر ځای د لوګر والي ټاکل شوی دی.
د فراه پخوانی والي ډاکتر شاهجهان د میدان وردک والي ټاکل شوی.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کندوز د والي په توګه ټاکل شوی دی او اصف ننګ، چې پخوا د فراه والي او د پوهنې وزارت مرستیال و، د لغمان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
عبداللطیف ابراهیمي د سمنګان والي ټاکل شوی دی.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوګر د والي حلیم فدايي، د سمنګان د والي عبدالحلیم خدام او د وردک د والي ځونډي ګل زماني لپاره نوي دندې نه دي اعلان کړي.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د راپور له مخې، نوي والیان د دې ادارې په سپارښتنه او د ولسمشر غني په منظورۍ ټاکل شوي دي.
سلامونه اونیکې هیلې!
د دې خبر لوستلو هم ډیر وخندولم او هم ډیر زیات حیران شوم او هغه د پښتو ژبې ډیر مشهور متل یې راته په یاد کړ چې وایې یو بام او دوې هواوې. د سیمه ییزو اورګانونو ادراه په افتخار سره وایې چې دغې ادارې د افغانستان حکومت په وړاندیز د ۵ ولایتونو لپاره نوي والیان وګومارل.
که چیرې تغیر او تبدیل د ښې ادارې او ولس ته د ښو خدمتونو او اسانتیاوو وړاندې کولو په معنې وي باید ددغې ادارې له کړنو ټول راضی وو او ننګونه یې هم وکړو خو که چیرې دا ډول تغیر او تبدیل یوازې د سیاسي، حزبي او شخصي ګټو او ملحوضاتو لپاره وي، پوهه، تجربه او وړتیا په پام کې نه نیول کیږي بیا دغه ډول تغیر او تبدیلي له ولس او هیواد سره لویه جفاه ده.
سیمه ییزو اورګانونو اداره باید خپل مسوولیت ته په کتو سره دوه مخی چلند ونه لري او ټول والیان باد د پوهې او وړتیا په اساس وګماري داسې باید نه وي چې په چاه یې زور ورسیږي هغه باید تغیر او تبدیل کړي خو چا ته یې چې زور نه رسیږي هغه ته بیا چوپه خوله ناست وي.
دری میاشتې کیږي چې د بلخ والي د سیمه ییزو اورګانونو له خوا لرې شوی او ځای ناست یې هم معلوم دی خو دغه اداره د لرې کړل شوي والي په وړاندې دومره ناتوانه ده چې د درییو میاشتو په تیریدو سره بیا هم نه ده توانیدلې چې ځای ناستی والي معرفي کړي خو په هغه والي یې چې زور رسیږي هغه بیا وروسته له لنډ وخت دندې ترسره کولو لرې او په څای یې بل څوک ګمارل کیږي.
په داسې حال کې چې د بلخ والي چې ځان ته د شمال شاه هنشاه وایې او هره ورځ حکومت ته پیغورونو او ګواښونه پیښوي او کلونه کیږي چې په بلخ يې خیټه اچولې خو بیا هم سیمه ییزو اورګانونو اداره چوپه خوله ناست دي. د ولس باور به هغه وخت په دغه ادارې زیات شي هرکله چې چې د بلخ والي لري او ځای ناستي ته یې لاره هواره کړي چې خپله دنده پیل کړي بیا به ولس دا ومني چې د دغې ادارې ګمارل او لرې کول پرته له توپیر، ډار، تنظیمي او شخصي اړیکو په پام کې نه نیول سره ترسره کیږي پرته له هغه بیا همغه متل دی یو بام دوې هواوې.
نجیبي