تاند- د افغانستان په خاوره کې پر افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو په یرغل کې د ۸ افغان سرتېرو له وژل کېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان سفیر ابرارحسین د سې شنبې په ورځ وروسته له دې احضار شو چې پاکستاني سرحدي ځواکونو او پوځیانو د دوشنبې په ورځ د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان ملي او سرحدي پولیسو پر پوستو یرغل وکړ او په نتیجه کې یې اته افغان پولیس ووژل شول.
د پاکستان سفیر ته، چې دا یې په وروستیو کې دوهم ځل دی چې د بهرنیو چارو وزارت ته د احتجاج لپاره غوښتل کېږي، وویل شول چې افغانستان د پاکستاني ځواکونو په دې ډول لمسوونکو اقداماتو ژور اندېښمن دی.
له بلې خوا پاکستان وايي چې په خپله یوه پوسته کې یې یو سرتېری مړ وموند او له هغه وروسته یې د افغانستان لور ته درنې ګولۍ وویشتې.
د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته ښې شوې، اوس یو ځل بیا مخ په خرابېدو دي.
دزورور منطق همداسی دزوره ډک دی چی وایی ((موږ پخپله سرحدی پوسته کی یو مړ سربازوموند نو ځکه مو درنی توغندی دافغانستان سرحدی پوستوته ور وغورځولی )).
داپو,رته دپاکستانی زورواکانومنطق دی بیله دی چی ووایی چی داپاکستانی سرحدی سرباز څنګه اوچامړکړ اویا دا ثابته کړی نوکه دا پاکستانی سرباز خپله کوم پاکستانی چاوژلی هم وی خودی درنی توغندی افغانستا ن ولی . نودا په حقیقت کی زورودی پس دزورجوب په زور او په بالمثل جواب دی ڼه په خبرو .