تاند- ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبرپاڼه کې، چې د ده په وینا د طالبانو د تحریک له لوري یې خپره کړې، په دوبۍ کې د سولې هڅې وغندلې او هغه یې د جهاد پر ضد او د امریکا او افغانستان په ګټه وبللې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مالیې د وزیر ملا اغا جان معتصم له لوري د سولې د وروستي نوښت هرکلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه ګام بللی دی.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد، چې په تېرو څو ورځو کې یې د دوبۍ د غونډې په اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کوله، بالاخره نن له دې غونډې سره طالبان بې ارتباطه وبلل.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي:« دافغانستان اسلامي امارت یوځل بیا ټولوجهتونو ته اعلانوي چې اغاجان معتصم په اسلامي امارت کې کومه دنده او مسؤلیت نلري اونه هم داسلامي امارت استازي توب کولای شي،همدارنګه اسلامي امارت دنوموړي اوسني فعالیتونه اوحرکات داسلامي امارت د اصولواود مقدس جهاد د ارمانونوخلاف ، داشغالګرې امریکا او دهغې دغلامانو  په ګټه بولي،په دوبۍ کې د اسلامي امارت په استازیتوب نه خوکومه غونډه شوې،اونه هم دکابل له غلامې ادارې اویا په اصطلاح د سولي شوری  سره خبري شوې دي، اسلامي امارت د سیاسي فعالیتونو لپاره ځانګړی سیاسي دفتر اومسئول اشخاص لري او له هرچا سره که د خبرو او اړیکو ضرورت پېښېده د مشرتابه په اجازه، د اسلامي امارت د قیادت  تر سیوري لاندې او د جهادي غوښتنو په اساس به د مسئول ارګان له لوري ترسره کيږي، داچې د دوبۍ دغونډې د برخوالونومونه اوشهرت هیچاته  په ريښتيني توګه ندی معلوم داهم ددې خبري څرګندونه کوي چې په حقیقت کې کومه واقعي غونډه او د پام وړجریان وجود نلري.»

مجاهد همداراز ویلي چې په دوبۍ کې د افغان طالبانو او یا د دوی په استازیتوب بل چا د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازو سره غونډه نه ده کړې.

راپورونه وايي چې د دوبۍ په غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال لږترلږه ۶ وزیرانو او د روانې جګړې یو شمېر مهمو قومندانانو برخه اخیستې وه.

14 thoughts on “ذبیح الله مجاهد وايي، د دوبۍ غونډه د طالبانو له تحریک سره تړاو نه لري”
  1. ظالمانو دا د جیمز فیرګوسن د کتاب پښتۍ مو ولې د عکس په ځای اچولی، ته به وا د کتاب معرفي ده

  2. مونږ خو تمه لرله چې شکر د الله فضل دی
    اخیر الله پاک تاسو هم مسلمان کړي او د افغانستان په مسلمان ملت مو زړه وسوزېده
    خو زمونږ سوچ هسې یو سوچ وو
    تاسو همداسې دمسلمانو په جاموکې د افغانانو دښمن یۍ
    الله مو په کوررونو کې غم جوړ کړه

  3. مجاهید صاحب لږ د خدای پاک څخه ویره وکړی. دا څنګه خرتوب دی چی تاسو طالبانو راخیستی دی او یوه هم نه منی، نه د انسان وینی ته ارزښت ورکوی او نه مو په هیواد زړه درد کوی چی ورانیږی او ګټه ترینه پاکستان وړی. او دا څنګه کیدلای شی چی پاکستانی طالبان د پاکستان د حکومت سره خبری کیولای شی او همدِه پاکستان بیا افغان طالبانو ته د غلامی پړی غاړی ته وراچولی دی او د افغان حکومت سره خبرو ته اجازه نه ورکول کیږی. نو که چیری تاسو جګړی ته دوام ورکوی امریکایان او انګریزانو ته به هم بانه جوړه وی او افغانستان به تر اخیره په خپل اشغال کی ساتی.
    الله ج مو وشروموه لږ سرونه خلاص کوی ، خدای پاک د درباندی مرض ولګوی، پمن شی د الله په قهر ککړ شی ، تبا شی، ورک شی انسانان یی او که غوایه یی لږی سترګی وغړوی.

  4. داسې ښکاري چې د ذبیح الله مجاهد تش په نامه اسلامي امارت اوس یوازې هماغه ړوند ملا دی چې آی اېس آی په کوېټه کې په قفس کې اچولی او ورسره یو څو بې مور اوپلاره چڼي چې کله آی ایس آی وغواړي په کوم ځای کې برید وکړي دوی ته وظیفه ورکوي او داسې کارونه پرې کوي. که نه نور خو یې تر عبدالرقیب پورې د آی ایس آی له لاسه ووژل شول.

  5. مجاهد وایي چي د غونډي د ګډون والو نومونه څرګند نه دي، مجاهد ته بایو وویل سي ها نوم چې(چي یې) در معلوم وو هغه خو ستاسو بادارانو په پېښور کي ترور کړ، اوس بیا د خپلو بادارانو له پاره کوښښ کوې چي د نورو ګډونوالو نومونه هم پیدا کړې او ستا باداران یې ترور کړي!

  6. دا اعلانیه دپټوسترګواعلان ووداداسی ښګاری لکه یوڅوک چی سترګی پټی کی بیا ډبره ووغوزوی یوه لوناره وکی وای لیری سی که په هرچاولګیږی دهغه خون پخپله غاړه دی نورنو تاسی اوتش پنامه ذبیح الله دپاګل کارخانه ورته وایاست یاغیبی نښه

  7. داټول هغه لنډغرسره یوځای سوی دی چی زموږښه ښه عالمان یی په شرمنو وشرمول یاره ملاصاحب که ژوندی یی لادی خوای مړکه ولی دی خپل لنډغر دداناحقه وژنواوناحقه قتلنوڅخه نه کرزوی چی هم په پاکستان کی تباح کیږو هم افغانستان کی
    د دوشنبې په شپه د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې نامالومو وسلوالو پر يوه تن ډزې کړې او هغه په ټپي حالت کې د کوټې دولتي روغتون ته راوړل شوى، چې وروسته د ملا هارون په نامه پېژندل شوى او د افغان طالبانو قومندان بلل شوى دى.

    وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په کوټه کې ځينو سرچينو د هغه ټپي کېدل تاييد کړي دي.

    وړمه شپه د کوټې ښار شمال لوېديځ لورته د شاوخوا شل کيلوميټره په فاصله په «کچلاغ» سيمه کې نامالومو کسانو پر يو تن- چي ملا هارون نومېده- ډزې وکړې او په ټپي حالت کې د کوټې د دولتي روغتون د بيړنيو ناروغانو څانګې ته راوړل شو، خو بيا په مرموز ډول له روغتونه ترى تم شو.

    د طالبانو ځينو سرچينو په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال ته دا خبر تاييد کړې او ويلي يې دي، چي پر ملا هارون نامالومو موټر سايکل سپرو وسلوالو ډزې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل، وايي ملا هارون برسېرن ټپي شوى دى.

    ځينو عيني شاهدينو ويلي، چي پرملا هارون تر ډزو وروسته طالبان د «کچلاغ» بازار ته را وتلی او د قهر او غوسې په حالت کې يې هوايي ډزې هم کړې دي.

    د طالبانو سرچينې وايي، ملا هاروان د زابل ولايت وو او په خپل ولايت کې د طالبانو قومندان وو او د دې ترڅنګ يې په نورو جنوبي ولايتونو کې هم فعاليت کاوه، خو په دې وروستيو کې کچلاغ سيمې ته راغلى وو.

    په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان طالبانو پر مهمو مشرانو او قومندانونو حملې زياتې شوې دي.

    په تېرو درې مياشتو کې يواځې په کوټه کې د طالبانو پينځه مشران او د افغان علماوو د اتحاديې يو مشر د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوي دي.

  8. دآي إس آي تازيو سپيو تاليبانو: پاک الله مو تباه او برباد که، الله پاک خو دي نور أفغانانو ته ستاسو له شر څخه نجات ورکړي،
    پردۍ ټوپک مو په أوږه إيښۍ، أو لګيا يۍ خپل وطن ورانوۍ، له ځناورو هم بدتر ياست، وطن أو هيواد خو د مور حيثيت لري،
    څوک چي دپردي خوشالولو لپاره خپل هيواد ورانوي، دهغه او ديو مرده ګاو تر منځ هيڅ فرق نشته.
    تو لانت دي وي په تاليب، دپرديو تالي څټي.

  9. یره مجاهدګۍ ذبیح الله ته خو هم چا نه ئې لیدلي نو څنګه ومنو چې ته د آي اس آی کوم جنرا لنه ئې ؟ ملا معتصم اغا صیب او ورسره ناست ملګري د طالبانو اصلی استازي دي ټول ولس ورسره اشنا دي خو تاسو خو نه يي ؟
    مهربانی وکړه د ملاعمر یو عکس وښیه ، کومه ویډیو وښیه ؟ کولئ شي ؟
    موږ د ملا صیب معتصم او نورو علماؤ دریځ تایدوم او مرسته يې کوو نور د پنجاب له غلامي ازادی غواړو د تاسو او امریکایانو کړو وړو کې کوم فرق نشته تاسو ترې لا زیات مضر يې.

  10. حلوا حلوا لره والله که خو به یی وخوری. ذبیح خانه ته خپله مور ، اسلام ، هیواد او ولس نه پيژنی. دا وطن پرتا لکه خپله مور حق لری ته یی باید خدمت وکړی. هغه مه ورانوه . ستا پر هر توغندی او خرمرګی هغه زخمی کیږی او ستا خلکو ته تاوان ورسیږی. زمونږ ښکلی او مقدس دین اسلام پری تاوانی کیږی. له یوی خوا یو مومن مسلمان کمیږی او له بلی خوا ته اسلام خلکو ته د ډار او وحشت دین معرفی کوی.
    هغه یو خپل ملګری دی چی وپيژانده هغه خود له پاکستانه جار کړ که نور وپيژنی هغوی به هم له پنجابه ځار کړی. ته له سولی ځکه ډاریږی چی ته منطق نه لری ته خلکو ته قناعت نشی ورکولای. ته په خپل هیواد ، اسلام او خلکو عقیده نه لری . هریو درته دښمن ښکاری. ستا هر عمل د پنجاب او نورو هغو کسانو په نفعه تمامیږی چی ته هغوی دوستان او دښمنان ګڼی.

  11. Da khoday lanat di par taso da Pakistan par Gholamano si.
    Taso ahmaqan ba kala khodai poh kri. Taso khpala Gholaman yast wali nor spisali pashtana aw mosolmanan tabah kwei, khoday mo tabah krah

  12. زبیح الله مجاهده! که رښتیا ته شتون لری او د ملا عمر نه نمایندګی کوی نو دا تبصری چی پاس یی ددی ښکارندوی ده چی تاسی نور د افغانستان د پوهه او روڼ قشر کی هیځ ځای نلری تاسی باید خپله کړنو کی ژور بدلون راولی تر څو د ملت نور په آرام شی او دبی ځایه پښتون بیچاره قوم وژلو او لا بیچاره کولو څخه خلاص شی

  13. Za qasam khoram Che wallah ka ba da amarat wala aw zabeehullah Mujahid pa khapal ikhtiar ki we. Da tool da ISI ghulaman di ka hagha warta wail Che kufar waka kufar ba kai aw ka yy Islam warta wail Islam ba kawe.
    Da mansobay tool da ISI da Mashar janab Amir Khan Mutaqi di.

  14. موږ بیا وایو چی کرزی یو درواغجن سیاست مدار مشر ده چی یوه خبر یی هم دواقعت سره برابره نه ده خدای ج کرزیان تباه کړی وطن یی تباه کړ ددوی فه اولاد خو څه غم نه راځی فردی بچیان مری همدغو تا له څټو کفار را وستی او خلق مری کاشکی ددوی ځامن وی چی وږل شو وی وای ۰۰۰موږ وایو چی فه ۲۰۰۲ کال کی فه افغانستان کی ثبات وه ولی یی مهاجر خفل وطن ته نه بو ول چی قراری او ثبات راغلی وی ۰۰ خوامریکا غوشتل چی لږ لږ جنګ وی تر څو دوی ته بهانه فیدا شی او کرزیانو ویل چی جنګ وی تر څو دوی سو استفادی وکړی فیسی فیداکړی زکه جنګی حالت کی ښی فیسی لاس ته ورځی او طالبانو خو جهاد له خدایه غو شته او خدای ج شه زمینه ورکړه ۰۰۰ اوس خو ۴۵۰۰۰ زره کسانو تر ننګ کړی ددی جنګ بندیدو چل بغیر له الله بل چا سره نشته والسلام

ځواب ورکول حکمران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *