لیکوال: فیصل شفیع
ژباړن : حیات رحمنزی
د کریکټ د نړیوالې شورا دویمه درجه هیوادونو د کريکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) د دې پریکړې په وړاندې غبرګون ښوولی چې راتلونکی نړیوال جام به یوازې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ کیږي. د کریکټ نړیوالې شورا پریکړه وکړه چې په راتلونکی نړیوال جام کې به، چې په ۲۰۱۹ کال کې به په انګلینډ کې ترسره کیږي، یوازې لس غوره لوبډلې ګډون ولري.
وروستي اعلان د خلکو ترمنځ دا ګنګوسې پیدا کړي چې ایا دغه دویمه درجه هیوادونه به په راتلونکو څلورو کالونو کې په دې وتوانیږي چې په نړیوال جام کې ځای پیدا کړي. کتونکي ګومان کوي، چې د ای سي سي دغه پريکړه به ځيني ناوړه اغېز ولري:
اول:ایا دویمه درجه هیوادونه به پدې سیالیو کې خپلې وړتیاوې ښکاره کړي؟
دویم: ممکن د ای سي سي اوله درجه هیوادونه د دویمه درجه هیوادونو په وړاندې د غوراوي پړاو په سیالیو کې خپل مقام له لاسه ورکړي.
په هرصورت، ددې ترڅنګ نورو هم پدې اړه چې راتلونکی نړیوال جام به د لسو غوره لوبډلو ترمنځ کیږي خپل نظرونه وړاندې کړي، د کریکټ مینوال غواړي چې په راتلونکې کې د ښه او غوره کریکټ شاهدان ووسي.راځی پدې اړه د نورو غبرګون وګورو، چې ددې پريکړې به ګټه او زيان څه وي او په راتلونکې کې به څه پايلې ولري.
د پريکړې ملاتړکوونکي:
دوی فکر کوي چې ای سي سي د اوله او دوهمه درجه هیوادونو ترمنځ انډول ساتلی.
افغانستان او ائیرلنډ به د ای سي سي د لسو غوره لوبډلو له کمزورو لوبډلو سره مقابله کوي ترڅو په راتلونکې نړیوال جام کې ځانته ځای پیداکړي.د کریکټ د نړیوالي شورا نظر دادی چې هرڅوک باید د خپلې وړتیا پر بنسټ په راتلونکې نړیوال جام کې برخه ولري نه د دوی اوسني موقف یابشپړ غړیتوب په اساس.
د غوراوي په سیالو کې به ۸ لوبډلې برخه ولري چې په پایله کې به دوه غوره لوبډلې په نړیوال کپ کې ولوبیږي او دا هم امکان لري چې د غوراوي پړاو په سیالیوکې له دویمه درجه هیوادونو څخه دوه یې پایلوبې يا فاینل ته لاره پیدا کړي.
له ای سي سي مشر ان نوسیراون څخه پدې اړه پوښتنه وشوه هغه یې په ځواب کې وویل چې د نړۍ اته غوره لوبډلې په مخامخ نړیوال جام کې برخه اخلي باقي نهم او لسم مقام لپاره به شپږ دویمه درجه هیوادونه مقابله کوي چې نسبتآ ددوی لپاره ښه موقع ده ترڅو په نړیوال جام کې ځانته ځای پيدا کړي.
که څه هم د کریکټ نړۍ د دویمه درجه هیوادونو ملاتړ کوي خو ځیني فکر کوي چې په نړیوال جام کې دویمه درجه هیوادونو ته ځای ورکول ددوی ترمنځ توازن ختموي.
د دویمه درجه غوره هیوادونه لاهم د پرمختګ په حال کې دي، خو د اوله درجه هیوادونو پر وړاندې ددوي مقابله دويمه درجه هیوادونه پرمختګ او مقاومت ته نه پریږدي.
یوازې کینیا وه چې په ۲۰۰۳ میلادي نړیوال جام کې یې دویم پړاو ته لار پیداکړه، له هغوی پرته په ۲۰۰۷، ۲۰۱۱ او باالاخره په ۲۰۱۵ میلادی کالونو کې هیڅ دویمه درجه هیواد پدې ونه توانید، چې په نړیوالو جامونو کې دویم پړاو ته لار ومومي.
د کریکټ د نړیوالې شورا اجرایوي رئیس ډیوډ ریچارډسن دا خبره تایید کړه چې ددې پریکړې ترشا ترټولو غټ لامل د هند د ۹ لوبو مشخصول یانې پدې جام که د هند لوبې له اوله معلومې دي، که احیانآ نورو ټیمونو ته موقع ورکوي په مهال ویش تاثیر کوي. ژباړن) اود نړیوالو تلویزیونونو څخه را روانې پیسې دي.
موږ مارکیټ ته د لسو لوبډلو په اساس ولاړو، په عوایدو کې زیاتوالی مهم دی او هرڅوک غواړي چې ډیرعاید ترلاسه کړي.
او دا به اوس ډیره سخته وي چې پدې پریکړه کې دې کوم بدلون راشی.
اندیښنې:
پخوانی نوموتي هندي لوبغاړی سچن ټنډولګر پدې اړه اندیښنه څرګنده کړي. هغه وایې سپورټ باید یوه نړیواله پدیده ووسي او د نړۍ په کچه باید پرمختګ ورکړل شي. دهغه په وینا د ای سي سي دا پریکړه ډیره مایوسه کوونکي ده چې راتلونکی نړیوال جام به د څوارلسو لوبډلو پر ځای د لسو لوبډلو ترمنځ کیږي. هغه دا هم وویل چې پوهیږي راتلونکی نړیوال جام به د لسو لوبډلو ترمنځ کیږي چې نسبتآ مایوسه کوونکي ده، ځکه هغه د یوه کریکټر په حیث غواړي چې هرڅومره ممکن وي دا لوبه باید نړیواله ووسي.
دده په وینا له زیاترو دویمه درجه هیوادونو سره په نړیوالو جامونوکې بې عدالتي کیږي، ځکه دوی د ای سي سي د غوره لوبډلو سره په مسلسل ډول نه مخ کیږي.که څه هم کریکټ ډیر اوږد تاریخ لري خو بیا هم دا لوبه یوازې او یوازې ترلسو لوبډلو محدوده پاتې شوي.
افغانستان او ائیرلنډ هغه دوه دویمه درجه هیوادونه دي چې پدې وروستیو کالونو کې ډیر ښه ځالیدلي دي. دواړه لوبډلې ځوان او تجربه کاره لوبغاړي لري، چې په کور دننه ورته د اتلانو خطاب کیږي. حیات رحمنزی د افغان کریکټ مینوال او خواخوږی پدې تاکید کوي چې دغه ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو ته باید په نړیواله سطحه موقع ورکړل شي، ترڅو له خپلو وړتیاوو او مهارتونو ګټه واخلي.
د حیات رحمانزي په وینا ای سي سي په ډراماتیک ډول له شپاړسو تر څوارلسو او باالاخره له څوارلسو بیا تر لسو لوبډلو نړیوال جام محدود کړ. دده په وینا چې د کریکټ درې نړیوال قوتونه د دویمه درجه هیوادونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي چې په نړیواله کچه ددوی د پرمختګ مانع ګرځي.
ښايي دویمه درجه هیوادونه په نړیوالو جامونو کې دومره ښه نه وي ځلیدلي د کومو چې تمه کیده، خو ائیرلنډ د ای سي سي پوره غړیتوب لرونکو هیوادونو لکه پاکستان، انګلنډ او غرب الهند ته سختې ماتې ورکړې.افغانسان هم په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې د سریلانکا ټیم ته سخت وخت ورکړ، سخته مقابله یې ورسره وکړه، یو وخت داسي ښکاریده چې لوبه افغانستان ګټي، خو د دوی کمه تجربه ددې سبب شوه چې یاده لوبه له لاسه ورکړي.باید یادونه وکړو چې افغانستان په نړیوال جام کې په اول ځل خپله اولنی لوبه وګټله.
ایا د لسو هیوادونو څخه تشکیل شوی (نړیوال جام) به نړیوال وي؟
امریکایي سپورټ ژورنالست کیوین بلکسټون د ای سي سي ددې پریکړې په اړه داسي وویل: څوک چې کریکټ اداره کوي منصفانه پریکړې نه کوي.دا تاسو څه کوی؟ ټوله نړۍ پکې شامله کړئ، که غواړی ستاسو لوبه څوک وګوري، لکه د فوټبال نړیوال جام چې ۳۲ لوبډلې پکې برخه اخلي.
په هرصورت دویمه درجه هیوادونه او ددوی ملاتړکوونکي به د ۲۰۱۷ کال د دسمبر د میاشتې تراخره په بې صبری انتظارکوي چې کومې ۸ غوره لوبډلې مخامخ نړیوال جام ته لار پیداکوي.
next warld cap 16 temes
مونګ ګواړو سی را روان جام کی ۱۶ ټیمونه وو لوبیږی
په راتلونکی نړیوال جام کی باید 16 هیوادونه برخه واخلی او کرکت باید د نړی په سطحه یواځی لسو ټیمونو ته ځانګړی نشی او د کرکټ په نړیوالی شورا کی هم باید دوهمه درجه هیوادونو استازو ته برخه ورکړل شی څرنګه چی د فوتبال په نړیوال جام کی 32 هیواده برخه اخلی داسی باید په راتلونکی نړیوال جامونو کی جام په جام د هیوادونو تعداد زیات شی تر څو زیات مینه وال پیدا کړی
جلال ا لدین اکبری د لغمان پوهنتون د خدماتو عمومي مدیر