زلمی رسول

نن (د وږي میاشتې په پنځه‌ویشتمه) به د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیل شي. د وروستیو رپوټونو له مخې تر دې‌مهاله شلو تنو د ټاکنو له کمېسیون څخه د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي او داسې برېښي، چې دغه شمېره به لوړه شي.

ټاکنو لپاره له نوم‌لیکنې وړاندې د ولسمشر کرزي په ګډون د ځينو ډلو او وګړیو له لوري د ملي‌اجماع مسله مطرح شوې وه، څو لدې لارې وکولای شي په دوو یا درېیو نوماندانو سلا شي او لدې لارې د زیاتو کسانو له نوماندۍ څخه مخنیوی وشي؛ خو داسې ایسي، چې د ملي‌اجماع طرحه دې پلي نشي او د نوماندانو شمېر به زیات وي.

اما راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره تر ټولو د پام وړ مسله د حاکم ټیم له لوري د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زلمي رسول نومول دي.

د رپوټونو له مخې ولسمشر حامدکرزي د شانګهای غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په ترڅ کې د زلمي رسول له نوماندۍ څخه هم یادونه کړې ده.

پدې وروستیو کې ولسمشر حامد کرزي او ډلې یې زلمي رسول ته د لابي‌ګرۍ په موخه هڅې پیل کړې او پدې لټه کې دي، چې نورې ډلې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړي.

په همدې موخه د مزارشریف والي عطامحمد نور کابل ته راغلی، څو د لومړي مرستیالۍ څوکۍ په موخه له حاکم ټیم سره خبرې اترې وکړي. د ارګ‌مېشتو له لوري دویم مرستیالۍ ته د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق غوره شوی دی.

دواړه کسان په ټاکنیز اتحاد کې، چې څه موده وړاندې جوړ شوی غړیتوب لري.

زما په باور حاکم ټيم پدې لټه کې دی، څو واک ته د زلمي رسول په رسولو سره لاندې موخې تعقیب کړي:

لومړی دا، چې کرزی او حاکم ټیم ندی توانېدلی، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې له زیاتو امکاناتو او د نړۍ والې ټولنې له مرستو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي، چې مسوولیت یې نېغ په نېغه ولسمشر کرزي او اوسنيو چارواکو ته متوجه دی. دغه ډله د یوه داسې کس په لټه کې دي، څو وکولای شي واک ته په رسولو یې ځان لدغه مسوولیت څخه خلاص کړي.

دویم دا، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې په هېواد کې فساد خپل وروستي برید ته رسېدلی آن تر دې، چې افغانستان د نړۍ فاسدو هېوادونو په لومړي کتار کې ځای لري، چې دغه مقام هم د فاسدو چارواکو له لاسه ده. که څه هم د دغه دولت د یوه غړي په توګه ښاغلی زلمی رسول هم لدې چارې څخه مبرا نده؛ خو حاکم‌ټیم غواړي په راتلونکي کې د فساد او محاکمې له شره ځان خلاص کړي.

درېیم دا، چې ولسمشر حامد کرزی او حاکم ټیم غواړي واک ته د زلمي رسول په رسولو سره د پردې تر شا خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي. حاکم ټیم د دې په لټه کې دی، څو په راتلونکي کې د یوه بې‌کفایته ولسمشر تر چتر لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او خپلې شخصي ګټې خوندي کړي، چې دغه چارې ته وړ کس زلمی رسول دی.

د حاکم ټيم بله هڅه دا ده، څو انتخاباتي اتحاد، چې د یوې مشخصې کړۍ له لوري رامنځته شوی او په راتلونکو ټاکنو کې ترې خطر احساسېدای شي دړې وړې کړي او د متحدې جبهې په برخلیک یې اخته کړي. په همدې موخه هڅه دا ده، څو عطا محمد نور، چې په وروستیو دوو کلونو کې د تاجیک ټبر پالوونکی او حق غوښتونکی ځان بلي، لدغه اتحاد څخه جلا کړي. همداراز بله هڅه د وحدت ګوند غړی او په هزاره ټبر کې د نفوذ درلودونکي محمد محقق جلبول دي.

محقق هم د ټاکنیز اتحاد غړیتوب لري او هغه کس، چې یاد اتحاد پرې حساب کوي. داسې برېښي، چې له عطامحمد نور او محقق سره د ولسمشر کرزي او پلویانو خبرې یې مثبتې پایلې ته ورسېږي. لدغو خبرو اترو څخه د مثبتو پایلو په ترلاسه کولو سره د ټاکنیز اتحاد دوه مهم غړي؛ عطامحمد نور او محقق جلا کېږي، چې پر دغه اتحاد به منفي اغېز وښندي.

له بل لوري د عبدالرشید‌دوستم او ولسمشر کرزي ترمنځ هم خبرې اترې تر سره شوي او ډېر ژر به دوستم هم د کرزي له ډلې سره یو ځای شي.

د ټاکنیز اتحاد له رامنځته کېدو سره جوخت د احمدضیامسعود او ډاکټر عبدالله‌عبدالله ترمنځ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ناندرۍ روانې دي. دواړه هڅه کوي، څو په راتلونکو ټاکنو کې نوماند شي، چې دغې چارې پر ټاکنیز اتحاد سیوری غوړولی او عملا یې په دوو برخو وېشلی دی.

د کرزي ټیم بریا په صورت کې ټاکنیز اتحاد د متحدې جبهې له برخلیک سره مخ‌کېدونکی دی او ډېر ژر به دړې وړې شي او دا به حاکمه ډله وي، چې د راتلونکو ټاکنو ګټوونکې به وي.

2 thoughts on “راتلونکی ولسمشر؛ زلمی رسول؟ – مجیب‌الرحمن ساپی”

ځواب ورکول DR Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *