د ودان لیکنه –

په ۱۹۹۲ کال کې د یوې تورې کودتا په نتیجه کې د سولې ټولې هیلې له خاورو سره برابرې او افغانان بیا یوې داسې جګړې ته تیل وهل شول، چې نه یې ضرورت و، نه مشروعیت او نه وخت. ملت د یونیم میلیون شهیدانو تر بیساري قربانۍ ورکولو وروسته روسان شړلي او د روسانو تر حمایت لاندې حکومت یې دې ته اړ کړی و چې د ملګرو ملتونو د سولې پلان ومني؛ واک یوې بیطرفه ادارې ته ورکړي او په شپږو میاشتو کې عمومي ټاکنې تر سره شي، تر څو ملت د خپلې ارادې د تعمیل له لارې د هیواد مشرتوب پخپله تعین کړي.

خو دغې تورې کودتا دغه ټولې هیلې او غوښتنې ناکامې کړې. د دې تورې کودتا یو مهم لوبغاړی ډاکتر عبدالله دی چې اوس د هغه ملت د مشرۍ لپاره میدان ته راوتلی دی، چې ده یې په ژوند، تاریخ، دین، ارزښتونو او منابعو کودتا او تالان ګډ کړی و.

زموږ په دري ژبه کې یو ډیر ښه متل دی چې وایي: (ازموده را ازمودن خطاست). نو که د افغانستان هوښیار خلک دغه ازمویل شوي شخص ته رایه ورکړي او یا دې پریږدي چې د تیر ځل په شان د درغلیو ریکارډ ټینګ کړي، نو ملک او ولس به د یوې اوږدې مودې لپاره په چور چپاول او وحشت اخته شي او د هیواد د پرمختګ او ولس د نیکمرغۍ هیلې به بیا د ۱۹۹۲ کال د جګړو په شان د اور خوراک شۍ.

ډاکتر عبدالله د نظار شورا د غلو په مدرسه کې ډکتورا اخیستې ده او سره لدې چې د یو تعلیم یافته شخص اکټ کوي، په خپل ټول تاریخ کې یې د غلا، لوټ، قتل، تالان، درغلۍ، انحصار او زورګویي څخه بل څه ندي زده کړي.

د کورنیو جګړو په کلونو کې مې له بی بی سي راډیو څخه پخپلو غوږونو اوریدل چې ویل یې: د نظار شورا مشران فهیم او عبدالله د شهزاده سرای مخې  ولاړ و، وسله والو ته یې امر وکړ، چې د پیسو مارکیټ (شهزاده سرای) چور کړي. دا دریم ځل و چې دوی په څو میاشتو کې دغه سرای چور کاوه. زما د دوست یو ډریور و؛ په ۲۰۰۹ کال کې یې راته وویل چې خدای دې وکړي چې دا مارشال د کرزي د مرستیال په توګه راشي، نو راته ویلي یې دي چې که کومه شنه ساحه او یا پارک دې په نښه کړی وي، راشه چې امر یې درکړم. د دوی مارشال هم امر کړی و چې که د دغه بانډ کوم شخص غریب پاتې شو او په چور کې یې برخه وانه خیسته، نو سزا یې مرګ ده.

نور سیستمونه مجرمینو ته سزا ورکوي، خو د عبدالله خیلو په فرهنګ کې د جنایت، نه کول د مرګ سزا لري.

د ډاکتر عبدالله ډلې له خیرخانې کوتله تر خواجه رواش او نادر خان تپې او شیر پور او وزیر اکبر خان پورې دا ټولې سیمې د همدغې ډلې د مشرانو په امر چور شوي دي. عبدالله په بهرنیو چارو وزارت کې هم خپل فطري عادت عملي کړ او په ټولو دپلوماتیکو پوستونو یې چور ګډ کړی و، چې بیسواده او نااهله کسان یې اوس د افغانستان دپلوماتیک حیثیت شرموي. ده ډیر مستحق تعلیمیافته کسان له دروازې شړلې دي چې د ده د مافیایي ډلې غړي نه وو. دوی ولایاتو کي هم تر دغه ډیر چور کړی او دوام ورکوي.

افغانان ان شا الله دومره هوښیار دي چې د چور چپاول د ټیم پر ځای به ډاکتر اشرف غني ته رایه ورکړي تر څو هیواد د ترقۍ او پرمختګ پر لور بوزي او د نړۍ له سیالانو سره یې سیال کړي.

افغانانو ته دوه انتخابه په مخکې پراته دي: لوټ تالان، انحصار، جګړې؛ که وداني، وروري، عدالت او سوله؟.

او باور لرو چې افغانان به د ودانۍ، ورورۍ، عدالت او سولې لویو هدفونو ته د رسیدولپاره اشرف غني ته رایه ورکړي.‎

0 thoughts on “راتلونکی ولسمشري: لوټ، تالان، جګړې؛ که وداني، وروري او سوله؟”
  1. انشاالله چی رایه مو د شاغلی داکتر صاحب اشرف غنی احمدزی ده

    1. ودان صا حب سلامونه مې ومنی. که څه هم زه په خپله دپښتنو د د رنې قبیلې غړی یم.خو وما ته دګران افغا نیستان ویشل پر پښتنو ، تا جک……….ویشل خوښ نه دې. ښا غلی اشرف غنې مې یوه سترګه او ښا غلی عبدالله مې بله سترګه ده. خو قضا وت به په ملې مسا یلو کښې با ید په دقت سره وشې.موږ هغه بد بخته ملت یو چې یووار انګلیس زموږ پر څه برخه دخا ورې منا فقیستان جوړ کړ.څه کوچنۍ برخه پا ته هیواد موږ باید پر ژپو ، ډلو آو نورو……….ونه ویشو. او په ګران هیواد کښې با ید دهر فا شیست مخالفت وکړو هغه فاشیست که لطیف فدرام خا ین وې که نور وې. دګران هیوا د په مختلفو نومونو ویشل د کې – جې -بې ، سې – ای – ای او ای- ایس -ای لو یه منصوبه ده.
      دلوی ، متحد ، خوشا له ، دسیا لانو سیال او متر قې افغا نیستان دجوړیدو په هیله

  2. بلی همداسی ده ان شاءالله چی ددی لوټمارو څخه به ځان خلاصوو او داکترصاحب اشرف غنی ته رایه ورکوو، که دغه کوتاطریقو عبدالله خیلو ته څوک جهادی وایی نو ګنګاره کیږی جهاد کلمه یوه مقدصه او پاکه کلمه ده دغو غلو، لوټمارو، قاتلینو، او غاصبینو ته نه ښایی

  3. ودان صاحب داجه تخلص دي ودان دي زه به هم ووايم جه كور مو ودان داسي دا شكلي قلم دي به واقيعتونو دكا غذ به مخ كله ،كله خو ز وه تحليل مو درست دي.

  4. زه خپله د همدغو غلو قربانی یم. ما د دوی له لاسه دومره وهل، ټکول، سپکی سپوری لیدلی او اوریدلی دی چی په لیکلو یی شرمیږم. ماته هم تاجک ، پښتون، هزاره ، ازبک او …. هریو د سترګو تور دی خو د هیواد د نجات لپاره هغه چاته باید رایه ورکړو چی بیا وروسته پری پښیمانه نه شو. هر هغه څوک چی د خاینینو طرفدار وی باید تر ټولو سخته سزا ورکړل شی تر څو نور بی تفاوتی او خیانت زمونږ له هیواده چټلیستان ته کډه وکړی.

ځواب ورکول زیارمحمد (تصور) ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *