تاند- د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د موافقې د تطبیق د کمېټې مشر وايي، راتلونکې اوونۍ به له ملګروملتو رسماً وغوښتل شي چې حکمتیار له تور لیسته وباسي.

د کمېټې رييس ډاکتر اکرم خپلواک نن /پنجشنبه/ وویل، حاضردمه د لیک په ترتیبولو کار روان دی.

د ښاغلیو غني او حکمتیار له لوري شاوخوا یوه نیمه میاشت پخوا د سولې موافقه لاسلیک شوه خو حکمتیار لا هم په دې خاطر کابل ته نه دی راغلی چې د ده نوم له تورو لیستونو وتلی نه دی.

ښاغلي خپلواک وویل، د حکومت او د اسلامي حزب له غړیو څخه جوړې د سولې د تطبیق ګډې کمېټې کار پیل کړی او د موافقې مادې د اجرا کېدو په حال کې دي.

څه موده وړاندې په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلي و چې د ملګروملتو له توره لیسته د چا د نوم ایستل اوږدې پروسې ته اړتیا لري.

ډامنیک جرمي ویلي چې باید د ګڼو هیوادونو موافقه ترلاسه شي او اوږده بیروکراسي بشپړه شي څو د حکمتیار نوم له تور لیسته وایستل شي.

ده په عین حال کې د حکمتیار او حکومت د سولې د موافقې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د افغانستان شخړه د تفاهم او د سولې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

One thought on “راتلونکې اوونۍ به له م.م. رسماً وغوښتل شي چې د حکمتیار نوم له تور لیسته وباسي”
  1. حکمتیار صاحب څخه که دقیامت په ورځ الله ج پوښتنه وکړی چی تاسو ولی کوشش کاوه چی ستاسو نوم دکفارو له تور لیست سخه ووځی جناب به بیا هم خپل دلایل وړاندی کوی؟

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *