تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وايي، د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه به په چین کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه بین الافغاني ناسته کې د دوی پلاوی هم ګډون وکړي.

سهېل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د چین خاص استازي دینګ شیجون له ملا برادر سره په دوحه کې لیدلي او په دغه ناسته کې یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

سهېل شاهین لیکلي چې دواړو لوریو د چین د بین الافغاني ناستې او سولې پر موضوعاتو بحثونه کړي دي.

شاهین د دغې ناستې د جزیاتو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی دی چې د چین ناسته به د مسکو او دوحې د ناستې دوام وي.

تر دې وړاندې جهادي مشر اسماعیل خان ویلي وو چې د کرزي په مشرۍ د چین بین الافغاني ناستې ته د حامد کرزي په مشرۍ ۳۰ سیاستوال وربلل شوي دي.

خو ارګ بیا وايي، چین ورته بلنه ورکړې، مګر دوی ځواب ورکړی چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته هیڅ نشي کولی.

One thought on “راتلونکې اوونۍ چین د طالبانو او افغان سیاستوالو د ناستې کوربه دی”
  1. لطفا عنوان داسې اصلاح کړۍ : راتلونکې اوونۍ چین د پاکستان د استخباراتو له توصیې سره سم طالبان او افغان مفسد سیاستوالو د ناستې کوربه دی تر څو خپله پخوانۍ دوستی بیا تازه او د ای اس ای له ډول سره و نڅیږي او بیا وطن په غولو ولړي. همدغه کرزی او د ده مجاهده مفسده ډله بیا په وطن کې د دوۍ یهودی اسلام برقرار او مفسدین بیا د رامیدان ته شي!

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *