تاند- د ناټو سرمنشي وايی، که د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د امریکا له متحدو ایالتونو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ناټو افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره غیرمحارب ځواکونه او سلاکاران نه شي لېږلی.
له بروکسل څخه د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې اندریس فوګ راسموسن هیله څرګنده کړه چې کرزی به موافقه لاسلیک کړي.
ده د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه د ناټو لپاره ضروري وبلله، ویې ویل دا موافقه له ۲۰۱۴ وروسته چې نړیوال محارب پوځیان له افغانستانه وځي، د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې او روزنې د پلانونو لپاره قانوني چوکاټ برابروي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د راسموسن دا څرګندونې، چې د دوشنبې په ورځ یې وکړې، په بروکسل کې د ناټو د ۲۸ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې پر ولسمشر کرزي یو بل فشار ګڼل کېدای شي.
ناټو له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیکوي
له بلې خوا د ناټو یوه بل جګپوړي چارواکي وویل، که د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي، ناټو چمتو ده چې له افغانستان سره اوږد مهال ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.
د ناټو دغه جګپوړي چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د موافقې په صورت کې ناټو تیاره ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې څلور اډې جوړې کړي.
په پام کې ده چې پر دې موضوع په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځینۍ غونډه کې، چې له نن /سې شنبې- د دسمبر دوهمې) څخه پیلېږي، خبرې وشي.
د افغانستان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک موضوع له طالبانو سره د امریکا د خبرو له پیلولو او د جګړې له پای ته رسولو سره تړلې ده.
دا رښتیا خبره ده چی امریکی هرڅه له افغانستان سره دامنیتی تړون دلاسلیکولو لپاره ځنډولی خوڅنګه چی مخکی هم یوبل ورور لیکلی ؤ حامد کرزی دهیوادراتلونکی لپاره خواشینی بريښی چی کله نوموړی ډاډه شی نوحتمی خبره ده چی دی خبری ته به غاړه ږدی اوتړون به لاسلیکوی خوخبره داده چی کرزی پوهیږی چی امریکا افغانستان ته اړتیا لری اودامریکی داتیر څوکاله پاتی کیدل اوپه زرګونه بهرنیو عسکرووژل کیدل اوپه ملیاردونوډالرو لګښت په افغانستان کی دادافغانستان دخلکولپاره ندی بلکه دی کی د امریکی ګټی نغښتی دی نوځینی افغانان کرزی پدی ملامتوی چی ګنی زردی دغه تړون لاسلیک شی خوباید پریښودل شی چی داځل له امریکی څخه چی نژدی دټولو غربی هیوادونو په سرکی قرار لری کلک هوډ ترلاسه کړای شی ځکه دادتیر په نسبت یواوږد مها ل قرارداد دی باید انتظارووایستل شی چی کرزی څه کوی