کله چی می د همدی جون میاشتی په اتمه نیټه د لویی جرګی په خیمه کی د ځوانو ګډونوالو ګډوډی ولیده ، خپله ځوانی می را یاده سوه چی څنګه د احساساتو په لومه کی بنده وه . له بده مرغه دا هغه څه چی ځوانان ورباندی یوازی په پاخه سن کی پوهیدلای شی . ددی خبری مانا داده چی بدبختانه هر ځوان تر لویه بریده مجبور دی ددغو احساساتو ښکار شی . همدغه ځوان نسل دی چی تر ټولو سپیځلی ، تر ټولو زیات زیان منونکی او تل د ځان غوښتونکو سیاستوالو قربانی شویدی . دا لړۍ له پیړیو را پدیخوا روانه ده او لا یی پای نه لیدل کیږی .

     دا منم چی په هیڅ مسابقه کی بایلل د چا نه خوښیږی . زما ښه را یاد دی د ډاکتر نجیب الله د واکمنی پر مهال په صدارت کی د خاد په نظارتخانه کی د سیاسی بندی په توګه کوټه قلفه وم . شرایط ډیر تنګ وه ، فزیکی او روحی فشارونه زیات وه . هلته یوه بازی وه چی ښایی د زندانیانو موندنه به وی ځکه چی پخوا می نه لیدلی او نه هم ارویدلی وه. دا بازی « د خلو بازی » یانی د خاشو بازی نومول سوی وه . دا نوم پدی خاطر ورباندی ایښودل سوی وو چی د اورلګیت په خاشو سره بازی کیږی . موږ به په تړلی تنګه کوټه کی ددی بازی مسابقی سره کولی او په ګټلو یی ډیر خوشالیدلو . کله کله به چی چا درغلی وکړه ، خبره به تر جنګ او لاس وګریوان پوری هم رسیده . یوه ورځ که زه نه وای ، ښایی یوه ډګروال او یوه جکتورن یو بل سره خوږ کړی وای . د دوی دی کور ودان وی چی ماته یی په درنه سترګه کتل او ما چی به هر یوه مخ واړاوه ، هغه به سمدستی ارام سو . ما د ډوډی څخه د شطرنج دانی جوړی کړی وی او بازی مو ور باندی کول . یوه ورځ نژدی وو چی زه پخپله هم سره له دی چی نور می له شخړو څخه را ګرځول ، د یوه نفر سره لاس او ګریوان شوی وای .

     ددی یادونی نه می موخه داده چی بایلل د هیچا نه خوښیږی ، هر یو غواړی که حق وی یا ناحق باید ګتونکی وګڼل سی . په همدی خاطر په نوموړی خیمه کی له قهره د ډاکتر صاحب عبدالله سور اوشین شوی مخ او سوی چیغی راته د درک وړ دی . خو دا زندان ندی . که هر څو دغه محترم د روحی فشاره په امان ندی خو لږ تر لږه د فزیکی فشار نه خو خلاص دی . دی ډیر وخت د هیواد د خارجی چارو مشر پاته شوی او دده نه دا توقع وه چی باید د حالاتو غوښتنی یی درک کړی وای او د دیپلوماسی سره ښه بلد سوی وای . هری خبری یی باید د یوه غره وزن درلودلای او یو کتاب پندونه . راشئ دده څو خبری د لویی جرګی له خیمی نه را واخلو او وګورو چی تر کومی کچی د اړینو منطقو سره سر خوری :

     اول ـ دده وویل چی دلته په ټاکنو کی مثلثی تقلب شوی چی کرزی ، د ټاکنو کمیسیون او د اشرف غنی ټیم ددی مثلث څنډی جوړوی . راشئ ددی حدس منطقو ته پام واړوو :

الف ـ د اشرف غنی ټیم په ټول دولت کی هیڅوک نلری چی دده په خاطر ځان د جنجالونو سره مخامخ کړی . د دولت په هره سطح او هره برخه کی تر ارګه پوری د ډاکتر صاحب عبدالله پلویان ناست دی چی ګټی یی دده د ګټو سره ټینګی تړلی او دده پخاطر هر ډول جنجالونه پر غاړه اخیستلای شی .

ب ـ د فساد نه په ډکه اداره کی یو چارواکی ځان د هغه نوماند پخاطر د جنجال سره مخامخ کوی چی د هغه د ګټلو امکانات ورته ډیر ښکاری . په لومړی راونډ کی ډاکتر عبدالله تر خپل سیال ډیر وړاندی وو او په همدی خاطر یی په دویم راونډ کی هم د ګټلو احتمال زیات ښکاریدی . بیانو د ټاکنو کمیسیون ته که د فساد زیږنده وی ، پکار وه چی د ده سره جوړ راغلی وای ، نه د ډاکتر احمدزی سره .

ج ـ اولسمشر کرزی چی اداره یی په ژور فساد تورنه ده دا ټول کلونه د ډاکتر عبدالله د پلویانو سره د ائتلاف صادق غړی پاته شوی دی . دده وړونه خو د عبدالله د پلویانو سره یو ځای د کابل بانک په چور او نورو جرمونو کی په فساد تورن دی او ددوی ګټی یوازی د عبدالله په واکمنی سره خوندی پاته کیدلای شی نه د اشرف غنی چی مخکی له مخکی یی د نوموړو مجرمینو سره و حساب کولو ته ملا تړلی ده . ښه بیلګه یی داده چی کرزی په لومړی پړاو کی خپل ورور مجبور کړل څو د زلمی رسول په ګټه له خپلی نوماندی څخه تیر سی او په دویم پړاو کی یی بیا زلمی رسول و هڅاوه چی د عبدالله سره یو ځای شی . پدی توګه ګویا ده د خپلی کورنی ټول پلویان د ډاکتر عبدالله پر څنګ و درول . د همدغو لوړو لاملونو له کبله د نوموړی مثلث جوړیدل هیڅ ډول منطقی بنسټ نلری او احتمال یی صفر ته تقرب کوی .

اوس دا سوال را پیدا کیږی چی د لومړی راونډ د پایلو له مخی د ښاغلی عبدالله د ګټلو امکانات ډیر ښکاریده . بیا نو ولی خبره سرچپه را ووته ؟ دا هم خپل لاملونه لری :

۱ ـ د اولس غوښتنی هم باید په بشپړه توګه له یاده و نه باسو .

۲ ـ ډاکتر عبدالله د دویم پړاو د پیل نه څو ورځی وړاندی دا چی دی په خپلو ګټلو باندی بیخی باوری ښکاریده ، ځان یی د اسلامی جمعیت ګوند کاندید معرفی کړ . پدی خبره ډیرو خلګو مخ ورڅخه واړاوه ځکه چی ددی تنظیم نادوی او ظلمونه یی په اویایمو کلونو کی لا تر اوسه له یاده ندی وتلی .

۳ ـ یو شمیر پخپله د عبدالله پلویانو هم ښایی پدی خاطر مخ ورڅخه اړولی وی چی یو څو تنو د اول راونډ مات شوو کسانو په دویم پړاو کی د عبدالله ملاتړ اعلان کړ . دبلی خوا ددغو کسانو طرفداران بیا و عبدالله ته په اوښتو سره ور څخه خفه شوه او خپلی رایی یی اشرف غنی ته ورکړی .

۴ ـ د عبدالله په طرفدارو سیمو کی هم یو زیات شمیر کسان د ضیا مسعود په پلوی د اشرف غنی خواته را واوښتل او د عبدالله ملا یی ور ماته کړه .

دا ټول هغه لاملونه دی چی په دویم پړاو کی یی په غیر منتظره ډول ډاکتر اشرف غنی پر پښو و دراوه او دده د سیال په وړاندی یی دده ملا و تړل . اوس به بیرته راوګرځو د لویی جرګی خیمی ته .

     دویم ـ د لویی جرګی په خیمه ډاکتر صاحب عبدالله کله چی احساساتو یی واګی پلاس کی نیولی وی ، په قهر او غضب سره په ډاګه وویل چی موږ بیله شکه د ټاکنو ګټونکی یو ، خلګو را نه و غوښتل چی خپل حکومت اعلان کړم ، زه د هغو غوښتنه شاته نسم غورځولای او دادی له همدی خیمی نه چی تل ستری فیصلی ور پکښی شویدی ، خپله واکمنی اعلانوم . ارګ خو یوازی یو څو دیواله دی ، هغه می پکار ندی او اړتیا نه ورته لرم ځکه چی موږ له پخوانه خپل تشکیلات لرو . په پای کی یی یو دم په لهجه کی مثبت بدلون راغی ، نرم شو او ویی ویل چی د اوس د پاره ماته یو څو ورځی وخت راکړی چی فکر وکړم او وروسته به خپل حکومت اعلان کړم .

راشئ چی د نوموړی ډاکتر صاحب دا خبری هم د منطقو له مخی تفسیر کړو :

۱ ـ دا چی وایی ګټونکی زه یم ، ددی خبری مانا داده چی یوازی هغه کمیسیون او هغه پروسیجر ورته د منلو وړ دی چی دده بریالیتوب اعلان او دی واک ته ورسوی . کنه نو ټول اړوند بنسټونه غیرقانونی او د منلو وړ ندی ، . . . . یی نه منی !

۲ ـ دا چی وایی ارګ خو یوازی یو څو دیواله دی او دی اړتیا نه ورته لری ، ددی خبری مانا داده چی د تیری شپی په مخصوصه غونډه کی ښاغلی بسم الله خان محمدی د ارګ په نیولو کی خپله نظامی کمزوری ورته ښودلی ده چی دا توان ورسره نسته څو په نظامی زور سره هغه د ارګ ماڼۍ ته بوزی او په نوموړی مثلث کی د کرزی څنډه ورماته کړی .

۳ ـ دا چی وایی موږ خپل تشکیلات او هر څه لرو ، ددی خبری مانا داده چی که په مزارشریف کی عطامحمد نور هم ناتوان راووت ، نو بیا به د اویایمو کلونو پشان د استاد ربانی تشکیلات په کار اچوی د خواجه بهاوالدین او کولاب تر منځ به سرګردانه چوکی و کاروی .

۴ – دا چی وروسته یی خبری نرمی سوی او و یی ویل چی ماته یو ورځی وخت راکړی څو فکر وکړم او وروسته خپل حکومت اعلان کړم ، ددی مانا داده چی خپل او دخپلو انډیوالانو شخصی جوړ کړی قصرونه او اسمان توږونکی لوړ منزله بلډینګونو ته یی پام شو ، منطقو یی پر احساساتو غلبه ومونده ، پدی پوه سوه چی اویایم کلونه نور تیر دی او د خواجه غار د غرونو غارونه د ګوزاری او استراحت ځای ندی . ښایی د بارک اوباما د تیری شپی د تلیفونی نصیحت په مانا هم پوه شوی وی چی هر شکایت باید د قانونی لارو ترسره شی ، تاوتریخوالی او موازی حکومت حقوقی بنسټ نلری ، هر ډول شخړی د مخالفو وسلوالو په ګټه دی ، زموږ د تیرو کلونو لاسته راوړنی باید څوک په خړو اوبو کی لاهو نکړی ، کنه نو . . . . .

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

           پای . ۹ / ۷ /۲۰۱۴

4 thoughts on “راشئ د ډاکتر عبدالله د خبرو منطق و ارزوو/ نوزادی”
  1. ښاغلی نوزادی صاحب زما خو د بډوډی له ډیری خندا له لاسه را وخوږول.
    ماته هغه متل را یاد شو چی ترکاڼی خو دبیزو کار نه دی.
    ډاکتر صاحب وایی چی مونږ خپل تشکیلات لرو نو بیا د کرزی دا وران ویجاړ ارګ ته څه ضرورت ورځه خپله پاچاهی کوه.
    ګمان نه کوم چی د بسم الله خان بیچاره له لاسه هم څه وشی . خو یو څو لنډغر به دکابل ښار کی د جنرال ظاهر ظاهر په مرسته لکه شغالان ناری سوری ووهی.

  2. نو ز أدي صاحب اول سلام بيا كلام؟
    ستا تحليل كاملاء به خائ او دمنلو وردي داجه خوك ءي نه مني بيا خه واءي زه ستا باكي ،علميت او بوهي ته تسليم يم او دلته كوم طرف هم نه لري داجه واقيعت دي ويلي دوي بيا واءي دي هم دغني ملا تر دي داجه غني به حقه لار روان دي خامخا ءي مونز ملا تر يو خكه دهغه به وجود كي وطن آباد يزي و،عبدالله خو غل دي نو مونز خو غله نه يو جه دغله شا ونيسو .ده فكر كري جه هر خوك به دكل آغا شيرزي او ياد ياسيني ،، أويا حضرت علي او إنجينر غفار غوندي نه دي جه دده ملا تر وكري وبخشي خبره رانه أودده شوه ستا د دي منطقي تحليل خخه مننه روغ او جور او موءفقه أوسي

  3. I agree with Mr. Jamalzai and also wanted to add something to it.
    The first thing these people (so called mujahidin) did was to divide our people by the name of Pashtoon and Tajik. There was no such a thing before it. Even now literate people don’t care about it. For them we are all Afghans, no matter what ethnicity.
    In the current election literate people and people who understand the situation casted their votes to one candidate according to his plan and program, but the people who don’t have any understanding of the situation they casted their votes based on the ethnicity of the candidate.
    Mr. Abdullah is not a political figure. He can’t rule over 30 million people and choose their destiny for them. It will be a treachery to hand him over the lives of people. I don’t care what ethnicity he belongs to, for me he is an Afghan and that is enough that he doesn’t know anything even about his own country. During 90’s if anybody remembers ( I am sure that no body will forget those days) we witnessed a lot. They killed people by the name of Hazaara, Pashtoon and Uzbik, people didn’t have thing to eat, mothers killed their kids because they couldn’t feed them, fathers committed suicide because they could feed their families. Millions of people left Afghanistan, women and boys were raped, everywhere was terror, don’t you think it is enough??????????
    In the last 22 years (minus 5 years of Taliban), these mujahidin have been on power, what did they do for Afghanistan? We don’t even have good school or universities, the mortality rate of mothers and infants increase day by day, no electricity, no roads, no hospitals, no transportation system, no good agriculture system and etc…
    I think we have had it enough, it is time for a change. I am not taking any bod’s side, but we have a proverb in Dari (ازموده را باز ازمودن خطاست ).
    Now Abdullah wants either the power or 10 Million Dollar, lets suppose that the UN gives him that money, what happens to the thousands of youth who are on the road chanting ( زنده باد و مرده باد) ? Do they get anything? No, no my dear they will not get a penny. Abdullah is using them and will leave them alone, they did the same thing with other mujahidin, Millions of your youth joined Mujahiddin and when they got the power left them all alone, and now who is benefiting? Of course the leaders.
    I went to one of the hospitals in Peshawer where they bought tens of young Mujhiddin who were injured, one lost his both feet, the other have of his body and the other his 2 eyes, and saw one of the leaders of Mujahiddin in the same hospital who came for a checkup. Can you believe it, he didn’t even ask the young men about their health.
    if our youth are being used by them and losing their body part for the leaders, don’t you think the leaders at least have to ask if they need any thing ?
    There was no Jihad, if this was the case then why didn’t they put down their weapons when Russian left. It is all about filling out their pockets,
    Now the same applies to Abdullah, he doesn’t care about Afghan people or the country, he just wants money, fame and power.

  4. ماته د ښاغلی اسد تبصره ډیره په زړه پوری معلومه شوه ځکه هغه غوښتی پدی ترتیب سره په انګلیسی ژبه خپله تبصره ولیکی او نړیوال هم پدی پوه کړی چی د عبدالله ملګرو په تیرو کلونو کی څومره خدمت خپل ولس ته کړی او که داځل قدرت ته ورسید نور به څه ګلان وکری. د هغه د اولی ورځی موازی حکومت هم په ورانکاری او خشونت شروع شو نو خدای خبر چی تر پایه به نور څومره ووژنی .
    زما دوستانه غوښتنه له ښاغلی جنرال حبيب الله جلالزوي نه داده چی خپلی تبصری د کمپیوتر په پښتو تورو ولیکی . د عربی ژبی الف بی سی د پښتو ژبی لپاره کفایت نه کوی. د دوی تبصری ډیری په زړه پوری دی اما کله کله د تورو د مشکل له امله یی ځینی نه لوستل کیږی. دخپل کمپیوتر کنترول پانیل ته لاړ شی او د لنګویج په برخه کی پښتو ژبه انتخاب او ډونلوډ کړی . ستاسود کمپیوتر کیبورد ته پښتو ژبه راځی. ستاسو د نورو بریالیتوبونو په هیله

ځواب ورکول IZATULLAH ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *