تاند- نامعلومو وسله والو نن ماښام ناوخته د کندهار پر مرستیال والي عبدالقدیم پتیال ‌ډزې وکړې.؟

د کندهار د والي ویاند وايي چې په دې برید کې ښاغلی پتیال سخت ټپي شوی دی خو په عین حال کې داسي راپورونه هم ورکول کېږي چې ممکن پتیال وژل شوی وي.

راپورونه وايي چې پر پتیال دا برید په کندهار پوهنتون کې شوی دی.

د کندهار د والي ویاند وايي چې پتیال اوس په روغتون کې دی خو نورو چارواکو تردې دمه د پېښې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “راپورونه وايي چې د کندهار د والي مرستیال په وسله والو حمله کې وژل شوی”
  1. کله چی یو انسان په قدرت کی نه وی ښه فکر کولای شی ، مګر په دولتی دندوی کی له مصروفیدو سره سړی په اداری کارو بوخت کیږی او هغه ورکړی وعدی په خپل ځای پاته کیږی. قدرت هم لذت لری هم بوختیا.
    زمونږ دواړو د ولسمشری کاندیدانو ولس ته ډیری وعدی ورکړی مګر عملی کول یی ناشونی دی. یوه ډله یی د خپل راتلونکی او د قدرت د دوام او تل پاتی کیدو په فکر کی دی ، دوی غواړی له یوی خوا د جمهوری ریاست مقام نور به اعتباره کړی او پرځای یی لومړی وزیر ته واک ورکړی او ولایتونه خپلواک او راتلونکی تجزیی ته زمینه برابره کړی اود نورو هیوادونو له سیاسی او استخباراتی کړیو سره په تماس کی دی.
    بله برخه یی فکر کوی چی دوی هرڅه کوی هغه سم دی او له خپلو ملګرو سره مشوری نه کوی ، هغوی چی یواځی د مطبوعاتوله لاری خپل وړاندیزونه دولتی مقاماتو ته وړاندی کوی او بل څه یی په وس نه دی پوره . خپل وجدانی او ایمانی مسوولیت پرځای کولای شی خو کاشکی کوم مسوول مقام دا وړاندیزیونه لوستلی او د چارواکو تر غوږو یی ورسولای شوای. زمونږ د چارواکو ګناه همدا ده چی کله قدرت ته ورسیږی هرڅه هیروی او هم خپل ځانونه تباه کوی او هم له ولس سره لویه جفا کوی چی تر نن پوری یی ولس په بل کړی اور کی سوځی.

  2. الله تعالی د شهید پتیال صاحب ته جنت الفردوس په نصیب کری او د الله تعالی نه د پتیال صاحب کورنی ته صبر جمیل غوارم حزب قیام ملی د هیواد منلی او د ملی شخصیتونو وزنه په کلکه غندی هرچاه چی دا ناولی او ظالم عمل انجام کری دیره نامردی یی کری ده ا

  3. د پتیال مړینه یو ویر دی او د ښاغلي ډاکټر حمید الکوزي له خوا د حزب قیام ملي اصطلاح بل ویر. د کندهار عظمت وګوره او د یوه کندهاري له خوا د خوږې پښتو ژبې پرېښودل او خپل ګوند ته د پاړسي نوم ورکول، شرم خو هم حد لري.

ځواب ورکول داکتر حمید الکوزی د حزب قیام ملی رهبر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *