تاند- د بخښنې نړیوالې موسسې په قطر کې له کارګرو سره پر بې رحمانه چلن ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
د بشري حقونو دې ملاتړ کوونکې ډلې په یوه راپور کې ویلي چې په دغه شیخ مېشتي هیواد کې له کارګرو سره، چې اکثره بهرنیان دي، خورا غیرانساني چلن او زورزیاتی کېږي.
دا راپور په داسي حال کې خپور شو چې په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو لپاره پر ګڼ شمېر لوبغالو کار روان دی.
د بخښنې نړیوالې موسسې ویلي چې په قطر کې ډېر واري بهرنیو کارګرو ته معاش او اوجوره نه ورکول کېږي، په ډېرو خطرناکو شرایطو او ځایونو کې کار ترې اخیستل کېږي او په خورا چټل او غیر صحي ځایونو کې ساتل کېږي.
د دې موسسې په وینا قطري کارفرمایان کارګرو ته د انسان په سترګه نه ګوري او عموماً یې ځناور بولي.
قطر تراوسه پوري د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي خو نه یوازې قطر بلکې په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې هم له کارګرو سره غیرانساني چلن کېږي.
په ایران کې هم ډېر ځلي د کارګرو اوجوره د کارفرمایانو له لوري خوړل کېږي او په داسي مواردو کې حکومت هم د خپلو اتباعو دفاع کوي.
د بخښنې نړیوالې موسسې ویلي چې خپل راپور یې په قطر کې له ۲۱۰ کارګرو، مزدورانو او حکومتي مامورینو سره د مرکو پر اساس چمتو کړی دی.
راپور وايي، ځیني کمپنۍ کارګرو ته اوجوره نه ورکوي او که کارګر ورسره کار ونه کړي بیا له دغه هیواده د شړلو خبرداري ورکوي.
د بخښنې نړیوالې موسسې د قطریانو له لوري لوړو ودانیو او خطرناکو ځایونو ته په زوره د کارګرو د پورته کولو یادونه هم کړې او ویلي چې په ځلونو کارګر له لوړو ځایونو رالوېدلي او وژل شوي دي.
د دې موسسې عمومي رييس ویلي:«دا په هیڅ صورت د منلو او عذر وړ نه ده چې د نړۍ یو ډېر شتمن هیواد په بهرنیو کارګرو خپل هیواد ابادوي ااو بیا هغوی ته حتي د خپلو لاسونو د تڼاکو بدل هم نه ورکوي.»
د ده په وینا د بخښنې د نړیوالې موسسې څېړنو ثابته کړې چې په قطر کې کارګر په خطرناک او غیرانساني ډول استثمارېږي.
سلامونه
عربان كه وحشي نوي نو پيغمبر ته ضرورت نه وه ، پرون هم وحشي و او نن هم خو نن د امريكا له بركته شتمن هم دي
د بخښنې نړیوالې موسسې ته په کار ده چی دا موضوع جدی ونیسی، اوس داسی شرایط راغلی دی چی د نړۍ په هیڅ هیواد کی هم باید له کارګرو او مزدورانو سره بد چلن ونه شی. عربان باید د اسلام د مبین دین د لارښود حضرت محمد ص په ارشاد او لارښوونی سره سم د کارګر اجوره مخکی له دی چی د هغوی د مخ خوله وچه شی ، ورکړی، خو افسوس چی دوی هسی تش په نوم مسلمانان دی . د هغوی دولتونه کولای شی د کار مالک ته جدی هدایت ورکړی چی د چا د تڼاکو لاسونو اجوره تری وانه خیستل شی.
د ایران اخوندان خو لا تر دوی ډیر ظالمان دی دوی ته د یوه ایرانی او افغان یوځای اوسیدل هم ګناه ښکاری. دوی ته ایرانی یو نجیب انسان ښکاری اما بهرنیان بیا ورته وحشی معلومیږی. تاسو کولای شی زما د مدعا د ثبوت لپاره دالاندی لینک ته مراجعه وکړی:
https://www.facebook.com/#!/photo.php?v=10151794343682278
موږ به څنګه ځانته مسلمان ووایو؟؟؟؟
عرب ځناوران خپلو مزدورانو ته د مریانو او غلامانو په نظر ګوري. هغوی نن هم د بلال حبشي غلامي په خوب ویني.
د شرم او پزې د پریکون خبره ده کچیرې دوی د شرم احساس ولري.
—- د نړۍ تر ټولو شتمن خلک د خپلو مزدوارنو سره د نړۍ تر ټولو بد چلن کوي —–
خدای مو وشرموههههههههههههههههه