تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل د میزان د  ۶مې ولسمشریزو ټاکنې نتیجه نه ورکوي او باید په هېواد کې ټاکنې لغوه اعلان او د ملي مصالحې حکومت رامنځته شي.

 ښاغلي نبیل نن مازیګل په یو خبري کنفرانس کې وویل، ټاکنې بحراني شوې دي او په اوسنیو شرایطو کې باید چې د مصالحې حکومت تشکیل شي: (( په اوسنیو حالاتو کې د سولې ، جګړې او ټاکنو بحثونه له بن بست سره مخ دي او خلک له اوسنیو شرایطو ستړي دي، نو ټاکنې باید لغوه اعلان او د مصالحې حکومت دې جوړ شي.))

 ښاغلي نبیل ویلي، د مصالحې د حکومت غړي باید د خلکو په وینو ککړ نه وي او نه یې باید په تېرو لسو کلونو کې په کومه دولتي څوکۍ کار کړی وي: (( د مصالحې حکمت باید د بې طرفه او مسلکي خلکو جوړ شي تر څو د ټاکنو، سولې او جګړې بحران مات  کړي.))

 نوموړي ویلي، د هېواد وضعیت داسې حالت ته رسېدلی چې د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او طالبانو په شمول ټول لوري یوې قربانۍ ته چمتو شي، ګیني د ده په وینا په هېواد کې به بهرنیو لاسوهنو، داعش او حزب التحریر ته د فعالیت زمینه برابره کړي.

 ښاغلي رحمت الله نبیل دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې تر دې وړاندې د نوماندانو د شورا په نوم د ولسمشرۍ څو نوماندانو د ملي مشارکت حکومت او تر هغې وړاندې د مؤقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، جمهوریت د ټولو افغانانو سره کرښه ده او د  حکومتونو  په اړه نورې وړاندې کېدونکې طرحې هوايي او له اساسي قانون خلاف دي.

7 thoughts on “رحمت الله نبیل، د مصالحې یا جوړجاړي حکومت د تشکیل غوښتنه وکړه”
  1. تاسو هغه منافقان او خائنان پليته ډله يي چې په کلونو مو پر افغانانو د تاجک، اوزبک، هزاره او نور پر نوم وطنوال په دوښمني او جنګ وروستل او اوس هم غواړی چې بيا جوړ نظام او حکومت ټوټه کړی تر څو بيا د ملت پر بدن غاښونه سره کړی او وطن بيا د پاکستان او ايران غلامي ته مجبور کړی او له تهران او اسلام اباد نه د افغانانو سرنوشت وکړی، خو که افغانان ويښ او له تاسو بېشرمو ځناوړو يې تجربه ترلاسه کړې وي بيا به داسی بد نکوي او غ و ل ونخوري چې تاسې او نور سپي په وطن کې د غپلو اجازه درکړي او په اينده کې خو به .د هر څه سوال او جواب هم راکوی.

  2. وایي کوم چا له ویالې ماران نیولي و، منځ کې یې کومه چونګښه هم برابره شوې وه، چونګښې مارانو ته ویل: دا سړی په مونږ مارانو څه کوي؟
    اوس نبیل غوندې ډبی سوډر لډر هم د حکومت فرمایشونه ورکوي. حیران یم په داسې زمانې څه نوم کیږدم

  3. ډېره د افسوس خبره ده چې زمونږ سیاسي مشران په ګران افغانستان کې د بحران او ګډوډۍ افواهات خپروي ، د ولس ذهنونه مغشوشوی او د دولتي واکمنۍ پښې له داخل نه وهي. حیف د هغو معاشونو او امتیازاتو چې تاسو د دې فقیر او غریب ملت له سهم نه اخیستي دي.
    انتخابات هېڅ بحراني شوی ندي ، بلکې ستاسو درې مغرضو ډلو له خوا په اسارت نیول شویدي. له انتخاباتي کمیسیون سره نه همکاري او بیا شمېرلو پرضد اقدام دا ټول هغه موارد دي چې ستاسو اصلیت ، ناکامي او رسوایی ملت ته پر ډاګه کوي.

  4. نبیل نه سیاسي چندان اوړه دی، نه علمي کوم جاغور لري او نه هم ملي یو کس دی، د ده د جوړ جاړي طرخه د غلو او مافیا د ۱۴ کالو د حکومت پر فساد او چور باندي پرده غوړول دي. دوی خپل شکست د ورایه ویني اوس يې دا ډرامه را واخیسته. پرېږدی چي د ځوانانو کدري یوه سالمه غیر حزبی، غیر جهادي او غیر د جګنسالارانو د واکداري اداري راتلونکی یو پوخ بنسټ کېښودل سي او دا په سیمه کي د نن ورځي سرنوشت سازه وطن خپل مسیر و ټاکي.

  5. دی ۱۵ کانديدانو ماغزه خراب شوي او که ډير هوښيار دي؟ تيری دوری کی اودولا اودولا مفت صدراعظم شو نو اوس دا بيعقله ۱۵ تنه چی هر يو يي ۲۰۰ رايي نلري غواړي چی وزيران شي. دوی ته حکومت کول مسخری بريښي. هر کار کی او هر شي کی حق غواړي.
    موقت حکومت يا چا سره حکومت شريکول به د ډاکتر صيب غني لويه تيروتنه او افغانستان سره لويه جفا وي.

  6. سلام ښاعلی سليم ته،
    دا محترمان چه داسی پړسيدلی دوی په دری وخته غوښو روږدی شوی د دوی په وچه ډوډی، پياز ، شړومبی او سابو لوږه نه ماتيږی
    دا نبيل ، ګلبدين ، عبدالله، احدی….. او دا نورو چه مليونونه ډالره يی په دی کمپاين کی مسرف کړل او کمپاين يی وبايلل وارختا دی او په د هم پوه شوی چه نور نه قدرت رسيږی او نه څوک کو مه چوکی ورکوی اوس په د لټه کی دی چه څنګه دا بايللی پيسی له ګټی سره بيرته خپل لاس ته راوړی، نو ځکه يی د مشارکت حکومت لپاره خپلی کوکی را جګی کړی
    اوس ناټو، اوروپايی ټولنیه او حتی امريکا هم د افغانی ټاکنوښکاره ملاتړ کړی
    وبه ګورو چه محترمين کوم بل پلان” ب” هم لری

  7. له همدې امله پنجاب په خپلو بړېڅو لکه ګلبدین ، رحمت الله نبیل ، عبدالله او نورو فشار راوړي چې د دوکتور محمد اشرف غني مشرتوب او ولسمشري په مقابل کې خنډونه جوړ کړي ، ترڅو واک پنجاب پلوه ائیتلاف د موقت حکومت ، ملي مشارکت ، ملي مصالحه او … په نوم جوړ کړي . دا بېواکه حکومت به د پاکستان هر ډول ته له لرې څڼې اچوي او د دوی ټول مشروع او نا مشروع خواهشات به ورته پوره کوي.

ځواب ورکول پښتو ن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *