تاند- په داسې حال کې چې اوازې دي چې د ملي امنیت پخواني عمومي رييس رحمت الله نبیل د امریکا په متحدو ایالتونو کې پناه اخیستې، نبیل ته یوې نژدې ورځپاڼې ادعا وکړه، چې حکومت نبیل نه پرېږدي چې هیواد ته راستون شي.

افغانستان ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې د ملي محور ګوند مشر رحمت الله نبیل، چې حکومت د بهرنیو هیوادونو سفر ته نه پرېښود، اوس د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی.

ورځپاڼه زیاتوي، داسې ښکاري چې نبیل د جنرال عبدالرشید دوستم په شان هیواد ته د راګرځېدو چانس نه لري.

جنرال دوستم په تېر دوبي کې هڅه وکړه چې له ترکیې څخه مزارشریف ته په الوتکه کې راشي خو الوتکه یې پرې نښودل شوه چې د مزارشریف په هوايي ډګر کې کښېني، خو د نبیل په اړه داسې څه نه دي ویل شوي او له بلې خوا له امریکا څخه کابل ته مستقیمې الوتنې نشته، پکار ده چې نبیل یا هر بل څوک چې له امریکا او اروپا کابل ته راځي یا د ترکیې او یا د متحده عربي اماراتو له لارې راشي.

په عین حال کې اوازې دي چې نبیل په امریکا کې پناه اخیستې ده.

افغانستان ټایمز وايي، د ملي محور ګوند مشر د حکومت پر پالیسیو د انتقادونو له کبله تر فشار لاندې و.

6 thoughts on “رحمت الله نبیل په امریکا کې بند پاتې دی”
  1. هههههه چیرته دی اجی زاهر چی امریکا ته اخطار ورکړی او ۱۲ دقیقی وخت ورکړی چی سوډرخان را پریږدی. ….. ته و خدای پوزه خو مو هسی غوڅه ده، چی نبیل جان به مو څه شی راغوڅ کړی په پناهند هګی اخخخخخ برخه مو ټول شرم شرم دی

  2. سوډرخان خو هسی لنډغر دی خو هسی د افغانستان ملی امنیت ریاست حیثیت ته می زړه بد دی…. چی ګیدړانو په برخه شوی ده

  3. ښاغلی نبیل نه باید په یو مجهول او ناقراره حالت کی قرار ولری. ځکه نبیل که هر څوک دی خو باید دا ومنو چه د افغانستان په ډیرو سختو جنګی حالاتو کی یی ځمونږ وطن ته خدمت کړیدی.

    دا زه منم چه ښاغلی نبیل به ځینی تیروتنی هم کړی وی، یوه تیروتنه یی دا وه چه د ځینو تلویزنی چینلونو په ګردی میزونوکی یی د افغانستان محرم اسناد افشا کول، حال داچه د ملی امنیت ریس هیڅکله داسی خبری تر ابده باید ونکړی، ځکه د دغی خبرو څخه هم دښمن استفاده کوی اوهم د ده شخصیت تر سوال لاندی راځی.

    دوهم دغی ښاغلی ته پکار نه وه چه د د یو والی سره خصوصی جلسه وکړی، او بیا د نوموړی والی څخه د ښاغلی نبیل ټول رازونه افشا شی.

    دقندهار په غونډه او حتی نورو غټو غونډو کی باید نوموړی هیڅکله اشتراک نه وای کړی، ځکه په دنیا کی دا معمول نورم دی چه د محرمی اداری ریس باید په داسی غونډو کی اشتراک ونکړی، ولوکه برحال وظیفه هم ونلری او یا په کور ناست وی.

    بله غته سهوه چه ښاغلی نبیل وکړه هغه دا وه چه ښاغلی ولسمشر د پاکستان په سفر مصروف وه، مګر نبیل صاحب داسی بی رنګه استعفاه د فیسبوک له طریقه اعلان کړه، چه حتی په دغه استعفآ سره ښاغلی د هیواد دننه او بهر ډیر زیات کمزوری معلوم شو، ځکه کله چه ولسمشر وطن ته راستون شوی وای دغه استفآه به دغه ښاغلی دننه په افغانستان کی ولسمشرته ورکړی وای.

    خیر په هر صورت اوس باید د ښاغلی نبیل پوښتنه وشی چه نوموړی په کوم حالت کی قرار لری، اخیر خو یو افغان دی او بیا داسی ملک کی چه د افغانستان څخه دولس زره کیلومیره لری واقع دی، او بیا داسی ملک چه خپله امریکایان پکی د ولګی او قحطي چغی وهی.

  4. رحمت الله نبيل يو عادي انسان وو او د ولسمشر کرزي په دوره کی يي ځان په ډير چل او ول کرزي ته نږدي کړو. په کابل کي د جشن په مراسمو کي د جشن پر ستيج د دولت مخالفينو بريد وکړو او د بريد په پايله کي دولتي لوړپوړي چارواکي ووژل سول. کرزي د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت ريس اتمر او صالح ته ډير په قهر وو. کرزي غوښتل چي صالح استعفي وکړي او نه يي غوشتل چي اتمر استعفي وکړي، خو وخت داسي راغي چي دواړه په يوه وخت کي هلته موجود وو نو دواړو استعفي وکړه. نبيل د ملي امنيت د سر پرست په توګه وګمارل سو. خير خبري او لاپي خو يي ډيري وهلي خو ډير بي کفايته انسان وو،. له فساد نه مبرا نه وو، او بلاخره وچ سري غني سره يي اختلافات پورته سول او دي استعفي ته اړ سو. زه نه پوهيږم چي ځيني خلک نبيل او امرالله صالح ته شخصيت ورکوي. دواړه بي کفايته او بي دريته کسان وو چي هيڅ لاسته راوړنه يي نه درلوده. د سي اي اي مشاورين ورسره وو خو بيا هم دوي اي ايس اي د ماشومانو په شان خطا ايستل. دغو خلکو ته بي موجبه شخصيت مه ورکوي ځکه دغو خلکو ته د شخصيت قايل کيدل په حقيقت کي له انسانيت سره جفا دي

  5. زه ددې دوه سري حکومت پریکړې ته حیران یم، په داسې وخت کې د ممنوع الخروج اعلان وکړ چې هغه تیار بیرون دی. دا خو ممنوع الدخول شو.

  6. He is a regular person, not that important to the US Government. He studied engineering and shall work some where. He can not find engineering job in the US or EUROPE because he doesn’t have experience and I don’t think he can find other than minimum wage
    job in US. It is the Kabul government who doesn’t want him to come back, because he is a problem maker and that is all he can do.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *