رحیم الله یوسفزی

تاند – د زړه راکښونکيو سترګو لرونکې افغان مېرمنې شربت ګلې په نامه د امریکایي ژورنالست سټیف مکیوري له خوا مرسته شوې پیسې پېښور مېشتي ژورنالست او خبریال رحیم الله یوسفزي خپل جېب ته اچولي دي.

په پشتون ټایمز او یو شمېر نورو خبري وېب سایټونو او د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه ښیي چې سټیف مکیوري شربت ګلې ته د ښاغلي یوسفزي له لارې پیسې لېږلې وې خو نوموړي د دې پرځای چې هغه پیسې شربت ګلې ته ورکړي په خپله ښه یې لګولې دي.

شربت ګله په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې
شربت ګله په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۲ کلونو کې

په ورته موضوع په واشنګټن کې د افغانستان کلتوري آتشه مجید قرار په خپل فیسبوک لیکلي، «نن مو د بي بي شربت ګلې د برخلیک او د هغې د کیسې تر شا د افغانې ښځې خوار او زار وضعیت ته د پام را اړولو په منظور د نشنل جیوګرافیک ټولنې مشر ګرې نیل، او د هغه همکاره سفارت ته را بللي و. د نورو ترڅنګ مو یو وړاندیز ورته دا و چې د شربت ګلې په نامه دې د افغان ښځو لپاره د مرستو یو صندوق جوړ شي. د شربت ګلې د روغتیا، درملنې او ملاتړ په اړه یې د مرستې ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د سټیف مکیوري او ځینو دوستانو لخوا یې شربت ګلې ته د رحیم الله یوسفزي له لارې پیسې استول شوي خو دغو پیسو ته د رحیم الله یوسفزي کورنۍ خېټه خیشته کړې او ورڅخه وهلي یې دي.»

رحیم الله یوسفزي په دې هکله څه عکس العمل نه دی ښودلی.

رحیم الله یوسفزی یو نوموتی خبریال دی خو داسې تورونه پرې شته چې نوموړي وخت په وخت د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) او په افغانستان کې د یادې ادارې له خوا د یو شمېر روزل شویو او پالل شویو ترهګرو ډلو تر منځ د رابط رول لوبولی دی. ویل کیږي چې د آی اېس آی له خوا روزل شوي ترهګر له لسیزو راهیسې افغانان وژني او خپل عملونه د جهاد په نامه توجیه کوي.

9 thoughts on “رحیم الله یوسفزي د شربت ګلې په نامه ترلاسه کړې پیسې هغې ته نه دي سپارلي”
  1. دپاکستان هر واکدار او څه ناڅه حثیت لرونکو وګړو او مذهبی مشرانو دافغانانو سره جفا کړی او دافغانانو شتمنۍ یی په یوه اوبل نوم لوټلی ده رحیم الله یوسف سزی هغه کس ده چه له اولی ورځی تر نن پوری دهغو ډلو ترجمانی او کلک ملاتړ کړی چا چه افغانان وژل او وطن یی وراناؤ اوس هم دهغوی ملتیا کوی دشربت ګلی سره شوی مرسته خو یی ځان ته روا او جایز ګرزولی باید چه په سوشل میډیا او الیکټرونک میډیا دهغه په خلاف اواز اوچت شی تر څو دهغه کرغیړن عمل دنیا وا

  2. محترمو دوستانو زما هیله دا ده که چیری په واقیعت سره رحیم الله یوسف زی دافغانانو دسر قاتل دغه مرستی شوی پیسی خپل جب ته اچولی دی نو باید یو با صلاحیت عدلی اداری ته دغه موضوع ولیژل شی دعوی ورسره وشی . په در نشت
    محمدعارف

  3. رحیم الله یوسفزی که ریښتیا دشربت ګلی حق خوړلی وی خدای ج دی دی وشرموی چی ده دداسی یوی مظلومی حق یی خوړ الله ج دی له هغو روپیو ده ته ښه نه وروینی اوسټف مکوری هم سهوه کړی چی دغله په لاس یی کومک شربت ګلی ته ورلیږه پاکستانی ټول دغسی غله دی لکه داخبریال

  4. افسوس کوم دو مره لوی نوم او دو مره ذلیل او لو یدلۍ کار ، د یوې بې اسرې او غم ځپلې خور پیسې غلا کول زه ددې ذلت د غندلو لپاره له ځان سره الفاظ او کلمات نه لرم

  5. اسلام یعنې د یوې کورنۍ غړي، په یوه او بل پیرزوینه، مرسته کول، له ځمکې اوچتول۰ خوشته ډیر نامتو او لوی لوی خلک چې په ظاهره ځان ډیرټینګ مذهبي بولي¸خودننه (باطن) ئې لکه سکور توروي۰ د یوه بې وزله انسان آخرینۍ د خولې مړۍ ته ئې سترګې نیولې دي او خپل ایمانونه ئئ په پنجاب او انګریز خرڅ کړي دي۰
    هیله ده چې د آغلې شربت ګلې دا وروستي کړاونه وي، الـــلـــه «ج» دې روغتیا او ښادۍ ورنصیب کړي۰
    د ښاغلي زاخیلوال څخه ډیره مننه او د ده د بشرپالنې احساسات او هلې ځلې د درنښت وړ او نه هیریدونکې دي۰

  6. داحقيقت دي جه داسي انسانان وجدان حخه خلاص دي حكه تاسي فكر وكري جه دا داسي مسلمان اوبه نامه بي وجدان بشتون هميشه دبنجاب غلام كري نو دا وجدان كله لري او مسلمان خو ورته نشم واييل دا بي ضمير ته يو غير مسلم بسي ليري ولي تش به نامه مسلمان دهغي مظلومي بسي بتوي دا بايد همغه زورنالست به عرضه وكري

  7. ورونو داحساساتو نه به کار نه اخلو، په یاد مو وی چه د نوم پښتون په ضد دا ۱۵ کاله د وژنو او بدنامولو دسیسی روانی دی، زه د سټف مکوری دغه خبره نه منم چه رحیم الله یوسفزی ته یی پیسی لیږلی دی، چه دغه پیسی شربت ګلی خور ته ورکړی؟ ځکه لمړی سټف مکوری دغه پیسی ولی دافغانستان سفارت ته نه ورکولی، ولی یی دغه پیسی بل افغان ته نه ورکولی، خو اصلی خبره داده چه ځینی کړی غواړی چه د نوموتو پښتنو اوخبریالانو بدنامی په یو نوم او بل نوم تر سره کړی

    رحیم الله یوسفزی دپنجابیانو لخوا دتروریست په نوم یادیږی، اوهم دافغانانو دجاسوس لقب ورکړی شویدی مګر مږنږ………. خپل پنجابی او ابدی دښمن تر اوسه ونه پیژندو

  8. عبدالله ۲
    ته د پیل نه بلکه د خره په غوږ کې ویده اشنا.‌ رحیم الله یوسفزی مستقیما د آی ایس آی جاسوس دی چې د طالبانو او نورو هغو وسله والو ستاینې کوي چې افغانستان ورانوي.‌ بیا ده د پښتنو لپاره څه کړي چې ته یې لا په پښتنو ورنېغوې لږ له ځان سره سوچ وکړه هسې له کولمو نه خبرې مه کوه.‌

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *