رستم شاه مومند

تاند- رستم شاه مومند وايي، احتمال شته چې د امریکا نوی ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان د مسلې په خاطر پر پاکستان فشار زیات کړي څو طالبان یا د سولې خبرو ته حاضر کړي یا یې له خپلې خاورې وباسي.

رستم شاه مومند نن /پنجشنبه/ ازادی رادیو ته وویل، د امریکا د فشار په صورت کې به پاکستان روسیې او چین ته نور هم نژدې شي خو ده په عین حال کې ومنله چې دونالد ترمپ له روسیې سره د امریکا اړیکې نژدې کوي او ولادیمیر پوتین هم د دونالد ترمپ د غوره کېدو هرکلی کړی دی.

ده وویل چې امریکا پاکستان ته اړتیا لري ځکه چې پاکستان اتومي وسله لري.

رستم شاه مومند دا هم وویل چې د امریکا د فشار په نتیجه کې به افغان طالبان د پاکستان له کنټروله ووځي او پر دې ډلې به د پاکستان اغېز ختم شي.

د رستم شاه مومند په وینا پر طالبانو د پاکستان د کنټرول د ختمېدو په صورت کې به دا امکان له منځه لاړ شي چې دا ډله د سولې خبرو ته حاضره کړای شي. خو ده په عین حال کې دا احتمال هم مطرح کړ چې په داسي حالت کې ښايي امریکا او د افغانستان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

په کابل کې د پاکستان د پخواني سفیر په باور په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو وروستۍ مخامخ خبرې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د ګوښه پرېښودلو لومړنۍ نښه وه او داسي ښکاري چې طالبان د پاکستان له منځګړتوبه پرته د سولې په خبرو کې ګډون د ځان په ګټه ویني.

په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد هم باور لري چې ټرمپ به پر پاکستان فشار زیات کړي چې دا به د افغانستان د مسلې له حل سره مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې په دې سختې نیوکې کړي چې په افغانستان کې د زرګونو امریکایانو د وینو له بهېدو او د ملیاردونو ډالرو له مصرفېدو سره سره د افغانستان وضعیت ښه شوی نه دی.

ده په عین حال کې په دې تاکید کړی چې په افغانستان کې د لږ شمېر امریکايي پوځیانو موجودیت د پاکستان د اتومي وسلې په خاطر لارمي دی.

ترمپ د پاکستان په وړاندې له هند سره د لا نژدې اړیکو پر جوړولو تاکید کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه رسماً د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړي.

2 thoughts on “رستم شاه مومند: ټرمپ به د افغانستان په خاطر پر پاکستان فشار زیات کړي”
  1. ددوی نه هم اوس لاره ورکه ده چې څه وکړي. پاکستان اوس پدې خبرو چې طالبان به ددوی د کنتروله ووځي دا به وشي او هغه به وشي د یو خوا خپل زړه ښه کوي او د بلې خوا افغان دولت پدې ویروي چې بیا شکایتونه ونکړي. ځکه ټرمپ لږه اشاره غواړي. مومند صیب اوس اوبه د ورخه تیرې دي، د یو خوا د هند او ټرمپ دوستي او د بلې خوا د ټرمپ ګوتڅنډنې ستاسو لینګي سست کړي، خو ښه به دا وي چې نور پکې ډکي ونه وهۍ ځان ته مشکل نور هم زیاتوئ لکه چې د منزوي کیدو وخت مو راغی. ستاسو سره به د اسامه، طالبانو او نورو ډيرو موضوعاتو حساب کیږي.

  2. سلیمانه
    چتکی دې لیږلی چې هم کوږ او هم سیخ لرګی پیداکړي نو بیا به دواده اجازه ورته ورکړې خو چتکی هغهسې لر ګی نشي پیداکولی دواده پر ځای یې لواتت شروع کړي هلکان خو څه کوۍ احمد ایشجي مو هم په سپينه ږیره سومبه که !تف لانت فاسدینو تاسو پیدا شوي غلامان یاست

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *