تاند- بیزنس انسایډر ورځپاڼه وايي، کله چې اکثره خلک د افغانستان نوم واوري نو په ذهن کې یې د جګړې، ترهګرۍ او طالبانو کیسې مجسمې شي – دا ډول خبرې په لوېدیځو رسنیو کې زیاتې لولي.

خو د افغانانو لپاره ژوند تل دومره کړکېچن او ستونزمن هم نه دی. سمه ده چې دوی د یوه داسي هیواد اتباع دي چې له درو لسیزو راهیسي په جګړې کې ګیر دي، خو عام افغانان له نارامۍ او ګډوډۍ سره سره عادي ژوند کوي.

بیزنس انسایډر لیکي: دا عکسونه د ژوند د دې اړخ بېلګه ده. دا عکسونه اغلې (Marieke Van der Velden) په ۲۰۱۳ د کابل د سفر په ترڅ کې اخیستی و.

د بیزنس انسایډر د مقالې لیکوال هریسن جاکوبس وايي:«مهمه دا ده چې په عادي ورځو عادي خلک وښيوو او خبرې پرې وکړو، نه دا چې بمي چاودنه وشي او بیا پرې خبرې کوو.»

وان دیر ویلدین بیزنس انسایډر ته وویل:«د کومو خلکو چې ما یې عکسونه اخیستي د دېرش کلنې جګړې په منځ کې ول خو دوی پکې برخه نه لرله.»

2 thoughts on “رسنۍ د افغانستان دا تصویر نه ښيي”
  1. If the international community as dr najeeb said and as todays president saying have exactly suporting afghanistan thy shld truely help if nt stop thier negatives activities trough thier an fair police afghanistan did live and will live inshallah and we kw all tht…I hoping one day we will stand again and again and cherkistan and irghan will pay wat hey have dne as the story of mohammad pbuh tht provide amnisty to the snake on his slive bt it had bad reaction and end of snake were to die and if I dnt see it end of pakis and iranis and thier slives my childreen will see inshallah

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *