مور چې هلک له خوبه راپاڅاوه، ورته ویې ویل: پاڅه، غرمه شوه، ته لا خوبونه کوې! 

هلک چې درې ساعته وروسته له ښوونځي راغی، وږی و، له موره یې ډوډۍ وغوښته. مور ورته وویل: غرمه چېرته ده؟ اوس خو لا شین سهار دی!

هلک چې کم عمره او بې تجربې وي، د داسې خبرې په اورېدو ګومان کوي چې دی د لویانو په مطلب نه پوهېږي خو لږ وروسته دغسې خبرې دروغ ورښکاره شي او یو بل وخت د دروغو او رشتیا توپیر هېر کړي.


دا سمه ده چې شاعري به مبالغه غواړي مګر موږ ډېر ځله په عادي خبرو کې مبالغه کوو او څرنګه چې فکر او خبرې له یو بله رنګ اخلي، ورو ورو مو فکر هم د مجاز او حقیقت په توپیر کولو کې بې پروا شي. 


که په یوه غونډه کې زر کسه وي، ممکن ووایو چې: یو مخلوق و، مخلوق و چې عقل کار نه ورکاوه! ما د غزني د قره باغ یو اوسېدونکی یادېږي چې کله به د دوی د سیمې په خوړ کې اوبه یو څه ډېرې شوې، ویل به یې: سم آمو دی! ده نه غوښتل دروغ ووایي خو موږ له ماشومتوبه همداسې عادت شوي یو چې مبالغه وکړو او د نورو د توجه د جلبولو لپاره یو شی څو چنده زیات یا کم وښیو.


که په کورنیو کې ماشومانو ته دروغ ونه ویل شي او د خبرو په سبک کې مو د احساساتو او مبالغو ځای استدلال او رشتیا ونیسي، ماشومان به مو داسې لوی شي چې په لوینې به منطقي فکر کول ورته اسان وي.

2 thoughts on “رشتیا او درواغ/ اسدالله غضنفر”
  1. ښاغلی غضنفر صاحب. موږ داسی واوریدل چی تاسو د ولسمشر د کلتوری چاورو مشاور ټاکل شوی یاست.بدون له دروغو او بی له مبالغی موږ د زړه نه خوشحاله شو پدی هکله زموږ لخوا مباره کی ومنی، خدای پاک د تاسو په همدغه دنده کی سرلوړی لری.

  2. استاد غضنفر سلام
    ستا ليکنه له اصلي موضوع او مطلب سره ډير نژدې ا ړيکي لري، د مبالغې په برخه کې موهم ډير ښه مثال ورکړي. زه نه پوهېږم ولې ځينې ليکوالان د مضمون په سر کې عنوان يو شي مطلب بل څه او پايلې نه ېې بيا د سرګين باى خبره جوړه شي، خو له بده مرغه زموږ سياسي کارپوهان، تش په نوم نخبګان ، ځينې د شلومبو موچان , بدل اهل البدل ، فيها ومافيها ، نام نهادان بې کفايت او د کابل ښار وژونکي دومره مبالغه کوي او دومره بې وخته مشهوره شول چې سندره ېې د قانع په وينا له شا کوکو جان نه هم اوړي
    په درناوي

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *