نن مازیګر په ختیځ زون کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرزلمي رسول د ټاکنیزټیم د لومړي مرستیال احمدضیامسعود اړوند د یاد شوي ټاکنیزټیم د زون په کچه دفتر سره له ټولو غړو یې د ډاکټراشرف غني احمدزي د ټاکنیزټیم ملګري شول او رسماً یې خپل ملاتړ ترې اعلان کړ.

په ختیځ زون کې د یادې شوې ټاکنیزې ډلې د عمومي مسول قومندان سعید په ګډون د دغه دفتر د لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو مسولینو هم په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

دوی په جلال اباد کې د زون په کچه خپل عمومي دفتر هم د ډاکټراشرف غني د بدلون او دوام ټاکنیزټیم کمپاین ته ځانګړی او ترې د زلمي رسول پرعکسونو د ډاکټراشرف غني احمدزي او د هغه د مرستیالانو تصویرونه وځړول.

په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د زلمي رسول د دغه ټاکنیزدفتر د مسولینو دا کار وستایه او له هرکلي سره یې وویل،چې زموږ کمپاین رضاکارانه،ولسي او داوطلب کمپاین دی.

تردې مخکې د منصرف شوي ولسمشریز نوماند سردار نعیم یو شمېرپلویانو چې کاندید یې د زلمي رسول په ګټه منصرف شوی و،په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین او ملاتړي ټیم ملګري شوي وو.

د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند

One thought on “رغاند: د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول یوه لویه ملاتړې ډله زموږ ملګرې شوه”
  1. دمورشیدی یی دشی دا خو یی خورا ښه او دعقل کار کړی دۍ داسی خوځښتونه نوی هیلی را ټوکی ،د ټولو افغانانو او خصوصآ د پښتنو څخه چی ددی هیوادلوی او غوڅ اکثریت جوړوی زما هیله داده چی دهیواد پدی نازک او حساس پړاو کی دخپل او هیواد دبرخلیک په وړاندی بی توپیره ونه اوسی او خپله خدایی او هیوادنۍ دنده ادا ً کړی او دقلم په حق کی خپله رایه ورکړی نور نو باید د تپل شوی او قصدی یوازیتوب نه ځان وباسی او په لوی لاس خپل خدای درکړۍ حق ولی نورو ته پریږدۍ چس ستاسو اودهیواد په برخلیک نو د پردیوګوډاګیان او پلورل شوی لوبی وکړی.په درنښت ه

ځواب ورکول محمدرفیق باګړزۍ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *