رفسنجاني

تاند- د ایران پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني وايي چې په نړۍ کې به ژر د درېم نړیوال جنګ د اور لمبې بلې شي.

ښاغلی رفسنجاني، چې اوس د ایران د نظام د مصلحت شورا ريیس دی، د ایټالیا له یوه جګپوړي چارواکي سره په کتنه کې خبرداری ورکړ چې درېمه نړیواله جګړه پیلېدونکې ده او ملامتي یې د امریکا او ناټو په غاړه ده چې پر افغانستان یې یرغل وکړ.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې نن په یوره راپور کې وویل، د ایران فارس نیوز خبري اژانس وايي، رفسنجاني د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر پاولو جینتیلوني ته وویل، د تروریستانو له لوري د درېمې نړیوالې جګړې خطر جدي دی.

ده همداراز وویل:«د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو پر افغانستان یرغل وکړ چې ترهګري او مخدر مواد له منځه یوسي خو تروریزم په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش، په افریقا کې د بوکرحرام او النصره او په پاکستان او افغانستان کې د القاعده او طالبانو په بڼه پراخ شو.

رفسنجاني په عین حال کې له لوېدیځوالو وغوښتل چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ بس کړي.

ده په زغرده ونه ویل چې لوېدیځ د کومو تروریستي ډلو ملاتړ کوي خو پخوا ایران تل امریکا او لوېدیځوال په افغانستان کې د طالبانو او په عراق او سوریه کې د داعش په ملاتړ تورن کړي دي.

ایران په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو له ظهور سره سم ادعا وکړه چې دا ډله امریکا په سیمه کې د خپلو پلانونو د مجري هیواد پاکستان په مټ رامنځته کړې ده.

 ایران دغه راز لوېدیځ د سوریې د جګړې عامل او مسبب بولي.

خو دا په داسي حال کې ده چې ایران نه یوازې خپل ځواکونه بلکې د افغانانو په شمول د نورو هیوادونو ملېشې هم د سوریې د رژیم د ملاتړ لپاره دغه هیواد ته لېږي.

2 thoughts on “رفسنجاني د افغانستان د جګړې په خاطر د درېمې نړیوالې جګړې خطر جدي بولي”

ځواب ورکول طوفان ځدراڼ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *