د نړۍ په تاريخ کې له ميلاده وروسته ۱۶مه او۱۷مه پېړۍ ډېرې مهمې ګڼل کېږي. دې پېړيو په لويديځ کې تهذيب، تمدن، علومو او فنونو ته نوی ژوند ورکړ؛ رنسانس بیرته ژوند ته د ګرځیدو په مانا دی، په لويديځ (اروپا ) کې درې دورې تیرې شوي دي، لومړۍ دورې ته لرغونې دوره، دوهمې دورې ته تورې پیړۍ او دریمې دورې ته رنسانس وايي.

په اروپا کې دا دریمه دوره د ۱۶مې او ۱۷مې پیړې په منځ کې پیل شوه، د اروپا وګړو سره نوی فکر پیدا شو او د کلیسا له منګولو خلک ورو ورو خلاصیدل، په دوی کې نوی فکر او د کلیسا له منګولو خلاصیدل د دې باعث شول چې په اروپا کې خلک فکري انقلاب راولي او خلک د دیني بدعتونو له چنګه خلاص کړي.

له ۱۶مې او ۱۷مې پیړۍ نه مخکې کلیسا دومره واکمنه وه چې د دین سربیره یې په دولتي امورو کې هم پراخ لاس درلود، خلک یې په دیني بدعتونو کې تر مرۍ ډوب کړي وو رهبانیت دومره پراخ شوي و چې آن خلکو د ځان مينځلو ته هم وخت نه ورکاوه، څوک به چې ډېر خیرن او یا بوين وو د د پاکو او صفا خلکو په اندازه یې څو چنده قدر او عزت ډېر و.

ورو ورو د کلیسا زور په ځوړ شو، په دغه پېر کې کوپرنيکس، ګليليو، نيوټن، کیپلر، دسې لیس، ډيکارټ او فرانسس بيکن د نوې فلسفې او ساينس بنسټ کېښود. د دوی په څيړنو او منځته راوړنو سره په ستور پيژندنه، جغرافيه، فزیک، منطق، مابعدالطبيعات او طب کې پخواني سوليدلي نظريات ورغول شول، چې له دې سره درومي کليسا د متکلمانه فکرونو او نظرونو منتر مات شو او د انسان له مغز او فکر نه د اوهامو او خرافاتو پېړې پردې لېري شوې.

خلک ورو ورو د کلیسا په خرافاتو بد ګومان کیدل په دې وخت کې کوپرنيکس ثابته کړه چې ځمکه يوه سياره ده او د نورو سيارو غوندې د لمر پر شاوخوا چورلي.

له دې سره د واکمن دين پيشوايان ( کشیشان) له غصې سره سره واوښتل او پر ساينسپوهانو یې بې حده ظلم او زیاتی راواخېست. کله چې ګليلیو په دوربين د مشتري ستوري وليدل او دا خبره یې د دین سرپرستانو ( کلیسا واکمنو) ته وکړه، نو پر دې هغوی سخت خپه شول او د ګليلیو د خبرې له منلو یې انکار وکړ نو په دې وخت کې ګليلیو وويل: راځئ! زه يې دوربین کې در وښيم!

له دې وروسته د کلیسا او ساينس تر منځ جګړه پیل شوه، چې اخر کې کلیسا سخته ماتي وخوړه او هغه خلک بريالي شول چې د خرافاتو او د کلیسا د ناروا کړنو پر ضد راولاړ شوي وو چې خلک یې د تعقل او تفکر نه لرې ساتل.

له دې لانجو وروسته په اروپا کې د ژوند نوی فصل د خلکو په مخکې خلاص شو خلک ازاد فکره شول او له خرافاتو نه یې ورو ورو ځانونه لرې کول، دې نوي فصل داسې پنځونې رامنځ ته کړې چې د اورپا په تاریخ کې یاد فصل ځلیدونکی او نه هیریدونکی فصل شو چې اوس ېې خلک د رنسانس په نوم پیژني. په دې باب کې ادب، هنر، تیاتر او نورو عمومي علومو فنون او هنرونو دومره وده وکړه چې په تیرو پیړیو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د رنسانس په دور کې خلک په دې اند شول چې علم په کتابونو کې دی، خلکو مطالعې ته مخه کړه د بیلابیلو علومو او فنونو ژباړې یې خپلو ژبو ته وکړې، دا په داسې حال کې چې لویدیځوالو ته زر کاله وروسته د وحشت او بربريت له دورې کلاسيک علوم او فنون بيا راژوندي شول او له زر کاله فکري غلامۍ وروسته لويديځوالو ته د فکر او نظر ازادي په نصیب شوه.

د افغاني رنسانس په تمه
منابع
سوفي نړۍ
خپل یادښتونه
بیلابېلې لیکنې

3 thoughts on “رنسانس | ایمان”
  1. د رنسانس دوره له 1300 میلادي کلونو نه په ایتالیا کې شروع او نژدې 300 کلونو کې ټولې اروپا ته خپور شو.
    ګالیله ایتالوي عالم په 1610 کې د کوپرنیک نظریه تایید کړه چې مځکه ثابته نده بلکې د لمر په شاوخوا را ګرځي. کلیسا له همدې امله هغه محکمې ته راوغوښت او په اویا کلنۍ کې یې دی مجبور کړ چې توبه وباسي او هغه ټول علمي نظریات چې ګالیله د خپل جوړ کړي تلیسکوپ په وسیله د سپوږمۍ ، مشتري او نورو ستورو په باب وړاندې کړي وو ، باطل اعلام کړي.
    ګالیله د 1564 میلادي کال د فبروري په 15 یعنې د کوپرنیک له مرګ نه 99 کاله وروسته نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. دی د 1642 میلادي کال کې د جنوري میاشتې په اتمه د اوه اویا کلونو په عمر مړ شو.
    پاته د نه وي چې د واتیکان کې د کاتولیکانو مشر جان پال دوم په 1992 کال کې وروسته له دې چې د امریکایی فضایی بېړیۍ رویجر له نورو سیارو نه لېدنه وکړه ، دغه نومیالی عالم چې کلیسا محاکمه کړی و، بېرته وباښه . ګالیله په فزیک ، ریاضیاتو ، نجوم او فلسفه کې یو متبحر عالم تېر شویدی.

  2. تر 1835 میلادي کال پورې د کوپرنیک ، ګالیله او کپلر کتابونه د کلیسا له خوا منعه شوي و چې چاپ ، نشر او ولوستل شي.
    تر ټولو مخکې یونانۍ فیلسوف بیطلیموس له میلاد نه درې پېړۍ مخکې پدې باور وو چې مځکه د عالم مرکز نده ، بلکې دا لمر ده چې نور ستوري د هغه پرشاوخوا را څرخي . خو هغه نورو دانشمندانو ته علمي قناعت نشو ورکولی.
    کوپرنیک یو پولندي عالم و چې د اسطرلاب پواسطه یې ثابته کړه چې دا د لمر ځلانده آسمانی جسم دی چې نور ستوري په ځان پسې را تاووي. کوپرنیک په 1543 کال کې په هغه ورځ چې مړ کېده خپل مشهور اثر « د آسماني افلاکو ګرځېدنې » په نوم چاپ کړ. هغه د مځکې ، مشتري ، زحل ، عطارد ، مریخ اونورو ستورو د مدار دایرې رسم کړي.
    اما ګالیله بیا د هغه نظریات تایید او د خپل جوړشوي تلسکوب پواسطه نورو ستور پېژندونکو ته ور وپېژندل. خو کلیسا هغه له خپلې خبرې منصرف کړ.

ځواب ورکول عثمانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *