تاند: ابوبكر جبارخېل:- وروسته له هغې چې امریکايي ورځپاڼې ډیلي بیسټ تیره ورځ په یو راپور کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین د لرغونو اثارو د ساتنې په باب د یو میلیون ډالرو په اختلاس او بډو تورن کړ، اوس رهین له ولسمشر کرزي غواړي چې دغه موضوع دې وڅیړي.

د افغانستان باختر دولتي اژانس د خبر له مخې ډاکتر رهین د يوې ليکلي معروضې په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې ده يو پلاوی وټاکې  چې د يو مليون ډالرو  د اختلاس د تور د موضوع په باب چې څو تنو مغرضو افرادو د ده پر وړاندې په لاره اچولې ده، څیړنه وکړي.

ډاکتر رهين زياته کړه: ((  تراوسه پورې  دغه  پيسې موږ ته نه دي  رسيدلي او هغه پيسې موچې په تيرو لسو کلونو کې د آسيا د جنوب د ټولنې د افغانستان له څانګې څخه  موږ ته رسيدلې دي له نيم مليونو ډالرو څخه لږې دي او په بشپر شفافيت سره لګول شوي دي.))

ډیلي بیسټ امریکايي ورځپاڼې تیره ورځ په یوه راپور کې څرګنده کړې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د افغانستان هغه یو ملیون ډالره مرسته وهلې چې د لرغونو اثارو د ساتنې او په دې برخه کې د افغانانو د روزنې لپاره د کلتور وزارت ته ورکړای شوې وې وه.

رهین لومړی پلا په ۲۰۰۲ کال د کرزي په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو، خو په ۲۰۰۶ م کال چې د ولسي جرګې له لوري د فساد، خویشخورۍ، ناوړه ادارې، او په افغانستان کې د ایراني کلتور د دودولو په تور سلب اعتماد شو، څو کاله په هند کې سفیر و خو د کرزي د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې بېرته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وټاکل شو.

ډیلي بیسټ وايي، ښاغلي رهین په ۲۰۰۳ میلادي کال د هند له یوه شتمن بشرپال او د یونسکو د ښه نیت سفیر مدانجیت سینګ سره د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ. د دې موافقې پر اساس سینګ او یونسکو ژمنه وکړه چې د کابل د ویجاړ شوي کلتوري میراث د مرکز له بیارغولو او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د افغانانو د روزنې لپاره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یوملیون ډالره مرسته ورکړي.

خو ورځپاڼې د ښاغلي رهین د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخوانیو جګپوړو چارواکو په قول ویلي: ده په ځای د دې چې په دې پیسو د افغانستان ویاړمن تاریخي هویت خوندي او تشهیر کړي، دا پیسې غلا او حیف و میل کړې.

ډیلي بیست ته د رهین پخوانیو همکارانو ویلي چې د کلتور وزارت د مرستې یوه وړه ذره هم ونه لیده. حقیقت دا دی چې د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره شوې مرسته نه د کلتور وزارت ته ورسېده او نه د مالیې وزارت پرې خبر شو خو یوازې رهین پوهېږي چې دا مرسته چیري ولاړه.

ډیلي بیسټ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخواني چارواکي عبدالواسع فیروزي په قول ویلي چې رهین په پټه پیسې په ۲۰۰۳ میلادي کال په ملي بانک کې خپل شخصي حساب یا اکاونټ ته ولېږلې او خپله ساتیري یې پرې وکړه.

ښاغلی فیروزي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت جګپوړی چارواکی، د کلتوري میراث د مرکز رييس او پر رهین د فساد د تورونو د څېړنې لپاره د ګومارل شوې کمېټې غړی پاتې شوی دی.

ډیلي بیسټ وايي، رهین دا مني چې پیسې یې شخصي اکاونټ ته لېږلي خودا خبره په کلکه ردوي چې دا پیسې یې په شخصي چارو مصرف کړي دي.

رهین وايي، پر ده د فساد تورونه هغو همکارانو یې لګولي چې ده برطرفه کړي وو او غواړي چې له ده څخه غچ واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پخواني چارواکي وايي چې د رهین د هغه شخصي بانکي حساب د موجودیت څرک، چې ادعا کېږي د وزارت پیسې یې ورته انتقال کړي دي، په ۲۰۰۷ میلادي کال کې وروسته له دې ولګېد چې رهین له وزارته لېري شو.

ډیلي بیست لیکلي، سره له دې چې ولسي جرګې په ۲۰۰۶ کال رهین د سو مدیریت، فساد، ایرانپالنې او خویش خورۍ په تور سلب اعتماد کړ، له کرزي سره د انډیوالۍ له برکته په هند کې سفیر شو.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

2 thoughts on “رهین: ولسمشر کرزی دې پر ما د یو میلیون ډالرو اختلاس تور وڅیړي”
  1. یاره دا سړی خو دې خدای ژرترژره ورکړي ټول اطلاعات او کلتور وزارت یې په ګندګۍ لړلی د ایراني بچي

  2. رهین لکه محقق په ایران کی تربیه شوی او د ساواک او سپه انقلاب اجنتان دی، تر ټولو مهمه دنده چی دوی ته سپارل شوی د شیعه مذهب ترویج ، ایران ته وفاداری ، د ایرانی فارسی نویو جوړشویو کلیمو او اصطلاحاتو مروجول او د خلکو او قومونو ترمنځ بی اتفاقی اچول دی او د کرزی د بی کفایتی اداری له برکته دوی ټول په خپلو دندو کی ډیر موفق دی، تبلیغاتی وسایل له نظامی او دفاعی وسایلو زیات موثر واقع کیږی او دو کولای شی خلک یوه معلوم هدف لپاره منسجم او سوق کړی . لکه پرون چی د مسعود کوڅه ډبو د ژوندون تلویزیون په ودانۍ برید وکړ. له همدی کبله ایران او د هغوی پلویان په خپل ټول توان سره په کرزی فشار اچوی چی په لوړو او حساسو مقامونو او بستونو کی د دوی تالی څټی پاته شی. دا غلا به په رهین باندی د ایران د ملاتړ له کبله هیڅکله هم ثبوت نه شی او که ضرورت وی نو یوه کڅوړه دالر به جمهوری ریاست ته ورکړل شی او صادق مدبر به اعلان وکړی چی دادی د دالرو کڅوړه اوس مونږ ته راورسیدله او رهین بری الزمه دی.

ځواب ورکول غونډل خان غونډک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *