تاند – د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو د اټکلونو له مخې به د روانې اونۍ د دوشنبې له ورځې نیولې بیا د پنجشنبې تر ورځې پورې د افغانستان په بېلابېلو برخو بارانونه او واورې واوري.

د کندهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې لا وار د مخه نن یکشنبه باران پیل شوی دی.

د اکیو ویدر/Accuweather/ په نامه د هوا پېژندنې د یوه وېب سایټ‌ د راپور له مخې، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو به په پلازمېنه کابل کې باران واوري او چارشنبه او پنجشنبه به له باران سره واوره هم ملګرې شي.

د اکیو ویدر د معلوماتو له مخې،‌ د ختیځ ولایت ننګرهار مرکز جلال اباد ښار موسم په سې شنبه، چارشنبه او پنجشنبه باراني ښودل شوی دی.

له جلال اباد سره څېرمه لغمان او کونړ ولایتونو کې به هم سې شنبه، چارشنبه او پنجشنبه باران واوري.

د افغانستان په شمالي برخه کې بیا د بغلان ولایت موسم واورین ښودل شوی او ویل کیږي چې دوشنبه به باران او سې شنبه او چارشنبه به واوره واوري.

د فاریاب او جوزجان خواته موسم ورېځې ښیي، په داسې حال کې چې میدان وردک او بامیان کې د واورې او باران اټکل شوی دی.

د پکتیا اړخ هم باراني موسم لري، خو د کندهار او هلمند خوا ته باران کم دی،‌ لاکن د دغو ولایتونو په ګاونډ کې پروت اروزګان ولایت کې به له نن یکشنبې څخه ان تر پنجشنبې ورځې پورې د باران اټکل شوی دی.

ویل کیږي، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې په وروستیو څو میاشتو کې بارانونه نه وو شوي چې د هوا د نه صافوالي له امله په لویو ښارونو کې د خلکو تر منځ‌ ناروغۍ زیاتې شوې وې، او هیله کیږي چې دا باراني اونۍ به د خلکو زړونه خوښ کړي.

One thought on “روانه اونۍ به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې باران او واوره واوري”

ځواب ورکول Abdul Naseer Rahimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *