ارشیف
ليکنه: سليمان غلجی
 
تېره ورځ وسله والو طالبانو د (۲۰۱۷م) کال جګړه ايز راپور نشر کړ؛ دوی به کېدای شي ډېر خوشاله وي چې «دښمن» ته يې د تېر کال په اوږدو کې په لوړه شمېره مرګ ژوبله اړولې، خو متأسفانه ياد راپور خورا زړه بوږنوونکی دی. ځکه چې داخلي عسکرو ته اوښتې مرګ ژوبله د بهرنيانو پنځوس چنده لوړه ده.
په داسې حال کې چې طالبان خپله جګړه د بهرني يرغل پای ته رسولو لپاره پر مخ وړي! د طالبانو له راپور سره سم د تېر ميلادي کال په اوږدو کې دوی (۷۵۰۳) بريدونه تر سره کړي؛ چې اته څلويښت (۴۸) يې فدايي عمليات وو! په دومره لوړه شمېره بريدونه د دښمن د ماتې زېری ورکوي، خو متأسفانه په دغو بريدونو کې ايله (۲۸۹) بهرنيان وژل شوي او (۱۲۴) نور ټپيان دي.
مګر داخلي عسکر د دوی څو پنځوس برابره زيات دي؛ يعنې (۱۴۹۳۸) څوارلس زره نهه سوه او اته دېرش تنه وژل شوي او (۹۴۳۰) نهه زره څلور سوه او دېرش نور ټپيان دي!
دا چې زموږ جګړه هم د بهرني يرغل پر وړاندې ده، نو بيا ولې د داخلي عسکرو تلفات تر بهرنيانو پنځوس چنده لوړ دي، په دې هکله طالبان وايي: دا چې د کابل ادارې عسکر، پولیس او استخباراتي کسان د امریکايانو ترمخ د سپر په ډول استعمالیدل او مجاهدینو ته په هر ډګر کې همدوی رامخکې کیدل نو ځکه تر ټولو زيات تلفات هم دوی ته رسېدلي. دوی ته وايو:
دا خو سمه ده چې د بهرنيانو په دفاع کې خامخا داخلي عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوړي، مګر په لرې پرتو ولسواليو او کليوالو پوستو کې خو بهرنيان هم نشته چې دوی يې په دفاع کې ووژل شي! ولې د دغو پوستو پر ځای د بهرنيانو هډو ته اوليت نه ورکوئ؟ ايا د دغو ولسواليو په نيولو به تاسې اسلامي نظام قائم کړئ په داسې حال کې چې د ولايتونو مرکزونه مو د بهرنيانو په قلمرو کې وي!
نه پوهېږم د طالبانو روانه ستراتيژي به په څو کلونو کې وکولای شي بهرنی يرغل پای ته ورسوي او شرعي نظام قائم کړي. په داسې حال کې چې جګړه هم ورو ورو بين الافغاني بڼه خپلوي. په هر کلي کې دوه دوه کورنۍ په دښمنۍ ککړې دي، هر ځای يو زوی طالب او بل عسکر دی او په هر ځای کې د يتيمانو او کونډو کريغې خيژي.
اوس په هر کلي کې پخوانۍ ګوندي بازۍ پيل شوې، هماغه تربګنۍ او دښمني پالل کيږي خو يوازې نوم پرې د طالب او عسکر پروت دی. هر ملک د بل پر خلاف يو زوی طالب او بل حکومت ته ليږي، تر څو خپل رسوخ، زور و ځواک وښايي.
نو ايا دا جګړې به امريکا مجبوره کړي چې خپل پوځونه وباسي او هېواد راپريږدي؟ خو د افسوس خبره ده چې دلته لا هم ځينې توند قلمي ليکوالان شته چې د روانې جګړې اصلي عاملين ګڼل کيږي، د همدوی پارونکې ويناوې او اوږده قلمونه روانې ناخوالې او بدمرغۍ زېږوي.
جګړه له قلمه پيل او په قلم پای ته رسيږي. ځکه خو د جګړو پاليسي، پيل او پای يوازې او يوازې ليکوالانو پورې تړلی دی. زموږ ځينې ليکوالان همدغو روانو جګړو ته د خپل قلم له څوکې تېل پاشي.
همدغه ليکوالان دي چې د بهرنيانو په شتون کې د داخلي عسکرو پر وژنه ټينګار کوي او يوازې همدا وايي چې مرګ يې روا دی. دا ښاغلي هيڅ سياسي بصيرت نه لري، دوی د روان يرغل پای ته رسولو ستراتيژي نه شي ارزيابي کولی، نه پوهيږي چې يرغل د چا په وژنه ختميږي او د چا په وژنه دوام مومي.
دوی د نړۍ ستر سياستوال او خپل پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم تاريخ هم نه دی لوستی. نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره کې له يهودو سره اوربند وکړ او په دې توګه يې د اسلام پر وړاندې د ټولو دښمنانو د يووالي او قوت مخه ونيوله. خو زموږ ليکوالان له هر هغه چا سره د جګړې اعلان کوي چې يوازې مرګ يې جائز وي. يا خو دوی ډېر تورزن دي چې ټولې دنيا سره يو ځای هم جنګېدالی شي او يا ډېر کم عقل.
One thought on “روانه جګړه – کورنۍ که بهرنۍ، ګټه که تاوان؟”
  1. salamoalikum/
    TALIBS MUST UNDERSTAND;
    AFGHAN NATIONAL ARMY POLICE STEP BY STEP BECOME STRONGER,
    MORE PEOPLES MAN AND WOMENS COME INSIDE WITH AFGHAN FORCE,
    AIRFORCE BECOME STRONGER, NEW MODERN WEAPONES AND NEW AIRPLANES FOR AFGHANFORCE IS ANOTHER REASON FOR VICTORY,
    AFGHANFORCE DO EXERCISE FOR BETTER ACTIVATION,

    TIME BY TIME NUMBER OF PERSONAL IS INCREASE IN THE AFGHANFORCE,
    FINALLY AFGHAN FARMER WILL STOP GROWING OF OPIUM,
    AND FINANCIAL SOURCE OF TALIBS WILL STOP.
    GOOD CHANCE FOR TALIBSS ARE PEACE.
    OTHERWAY THIS IMPOSSIBLE FOR TALIBS TO TAKE POWER IN AFGHANISTAN,PAKISTAN ALSO HAVE MANY ISSUE BETWEEN SELF,
    THANK YOU
    THANKS TO TAANDS.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *