روټرډام (Rotterdam) د هالینډ دویم لوی ښار دی چې جغرافیوي موقعیت، تاریخي ارزښت او ښکلا یې ګڼ سیلانیان ځان ته را مات کړي دي. دغه ښار، چې د هالینډ په جنوب کې دی، په 1940میلادي کال د دویم نړیوال جنګ پرمهال د جرمني نازي پوځیانو لخوا بمباري شو. د بمبارۍ پرمهال نږدي ټول ښار ړنګ او تر نهو سوو کسانو پورې پکې ووژل شول. روټرډام ښار له بمباري وروسته د هالینډ حکومت مات او شاهي کورنۍ یې اوسنۍ بریتانیا ته په تېښته بریالي شوه. روټرډام له جنګونو او بمبارۍ وروسته د هالینډ حکومت لخوا په داسي نوې بڼه جوړ شو چې د نړۍ د ګڼو سیلانیانو مخه وراوښتې ده او هره ورځ ډلې ډلي توریستي ډلې د دغه ښار د ښکلاګانو، دنګو ودانیو، عجایبو او له تاریخي څلو او ځایونو څخه لیدنه کوي.

1روټر ډام په نړۍ کې د لسو لویو بحرې بندرونو څخه یو لوی بندر دی چې د دغه لوی نړیوال بندر په درلودو سره د اروپا کور بلل کېږي او په یو داسي سوداګریز ښار بدل شوی چې په سلګونو لویې بیړۍ له دغه ښاره د نړۍ ګڼو هېوادونو ته په اسانه تګ راتګ کوي. روټرډام د معمارۍ په برخه کې هم په نړۍ کې ځانته نوم خپل کړی او مشهورو معماران یې چې د دغه ښار له جوړیدو وروسته په نړۍ کې د ځانګړې شهرت خاوندان شوی لکه رم کولهاس، پیټ بلوم او بین فن بیرکل (Rem Koolhaas, Piet Blom, Ben van Berkel) د یادولو وړ دي.

د روټرډام ښار د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې، چې خدای ورکړی، د اروپا او نړۍ دروازه هم بلل کېږي.

1د هالینډ دغه ښار، چې د ښایست او ښکلا په ښار مشهور دی، تقریبا تر پنځه میلونه زیات خلک پکې استوګن دي او د ښار جوړونې د یوې اکاډمۍ د سروې له مخې، چې په اروپا کې ترسره شوې، دوولس لوی ښارونه د مختلفو معیارونو له مخې غوره شوې دي چې د روټر ډام ښار یې د ټولو په سر کې ځای لري.

One thought on “روتردام/ خان ولي کامران”
  1. ښکلی مطلب دی ، په قلم مو برکت شه .
    البته د هالند خلک دی ښار ته « روتردام » وایی ، مګر تاسو په خپله ترجمه کی ورته « روټرډام » لیکلی دی. مونږ په پښتو کی هم « د » توری لرو او هم د « ډ» چی یو دبل پرځای استعمالول یی درست نه دی. یواځی په انګلیسی ژبه کی د « د او ډ» فرق نه کیږی. په نورو اروپایی ژبو کی د « ډ » غږ نشته او د ترجمی په وخت کی باید د « د » په توری ولیکل شی ترڅو پښتانه هغه په اصلی شکل سره تلفظ کړای شی.

ځواب ورکول Mirajan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *