تاند- د افغانستان او ایران ولسمشرانو په خپل منځ کې د اوږدمهالو همکاریو د تړون په لاسلیکولو موافقه وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کې له خپل افغان ساري سره په خبرو کې وویل چې په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي روحاني وویل:«موږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کړکېچ په راپورته کېدو اندېښمن یوو او باور لرو چې درست بهرني پوځیان باید له سیمې ووځي او د افغانستان امنیت د دغه هیواد خلکو ته وسپارل شي.»

حسن روحاني ټینګار وکړ چې ایران په سیمه، منځني ختیځ او «فارس» خلیج حوزه کې د هر بهرني پوځ د حضور مخالف دی.

د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي خپل ایراني ساري ته د ایران او د شپږړ سترو قدرتونو ترمنځ د وروستۍ موافقې په خاطر مبارکي وویله او ویې ویل:«د ایران اسلامي جمهوریت تل له خپل ورور ګاونډي افغانستان سره بشپړ صادقانه چلن کړی، خپل دریځونه یې په ښکاره بیان کړي او د افغانستان خلکو او حکومت تل ایران ته په درنه سترګه کتلي دي.»

ښاغلیو کرزي او روحاني د خپلو خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او د خپلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران یې د افغانستان او ایران ترمنځ د هراړخیزو همکاریو او دوستۍ د تړون چمتو کولو ته وګومارل.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا تړون د سیمې سولې او امنیت ته د درناوي په ترڅ کې د افغانستان او ایران اوږدمهالې ګټې خوندي کوي.

د افغانستان ولسمشر د ایران د یو ورځیني سفر په لړ کې د حسن روحاني ترڅنګ له یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره هم د کابل او تهران د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

4 thoughts on “روحاني کرزي ته وویل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د اندېښنې وړ دی”
  1. Salam,

    Zoma der shak day, che zamoj wolasmashar wale domra de iran de mostabed rajim aw mostabedo charwako tar taster lande day, dalta hatman yow sa shta che Karzai pre darawi?

  2. مونږ له ایران سره لا له پخوا دوه اړخیزی او څو اړخیزی موافقی لرو. له سعداباده را نیولی ، تر سرحدی ، هلمند اوبو، سوداګریزی او ترانزیت، د بندیانو تبادلی او په لسګونو داسی نوری موافقتنامی او تړونونه د محمدظاهرشاه، محمد داود خان او د حامد کرزی په دولس کلنه دوره کی پورتنی تړونونه لاسلیک شویدی. خو کله کله هغوی دا تړونونه ندی عملی کړی. د ایت الله خمینی په وخت کی دوی نه شرق او نه غرب په افغانستان کی اسلامی جمهوریت خپله مستقیما مداخله وه . اوس د خمینی د کمک رسولو کمیټه په مستقیم ډول سره زمونږ شیعه ورونه تر حمایت لاندی نیسی او هغوی لمسوی. د لسګونو تلویزیونونو لګښت برابرول ، په دریمه کارته کی د محسنی شیعه خانه ، دعاشورا ماتم او مزاحمتونه د ایران له خوا تمویل کیږی. په نیمروز کی د هلمند د اوبو جریان په مقابل کی خنډونه او مخکی له دی چی سیند د دوی هیواد ته ورشی ، یوه زیاته برخه اوبه د ایرانی لوری له خوا د واټرپمپ پواسطه دوی خپلی خواته پورته کوی. په اسلامی قلعه کی سرحدی صفری سیمه دوی نیولی او تقریبا دوه سوه متره را واړندی شوی دی. د هرات ولایت د کوهسان ولسوالی سیمه کی د هریرود سیند د انحراف په نتیجه کی زمونږ د خلکو سګونه جریبه مځکه د ایران لوری ته پاته او دوی نه پریږدی چی هلته مونږ خپل استنادی بندونه جوړ کړو ترڅو نوره مځکه ت هریرود له خوا تخریب نه شی.
    طالبانو ته په مستقیم ډول وسلی د ایران له لوری ورسیږی. په سرحدی ساحو کی زمونږ پر هغو هیواد والو چی ایران او یا نورو هیوادونو خواته بی قانونه اوړی د دوی د سرحدی پولیسو له خوا ډزی کیږی او هر وخت د مرګ ژوبلی سبب کیږی او دوی یی ځګیروی او نالښت نه خوند اخلی. چی دا کار د ښه ګاونډیتوب او اسلامی وروولی خلاف عمل دی . څنګه کیدای شی چی په غربی او کفری هیوادونو کی مهاجرو ته پناه ورکول کیږی ، هغوی تداوی کیږی او درس او تعلیم ورته ښودل کیږی ، مګر دا زمونږ ګاونډی هیواد مهاجر وژنی ، د قاچاق په تور یی اعداموی او د بدن غړی یی تری اخلی او بیایی جنازی هم پر مونږ پلوری. افغانانو ته د ښوونځی تلل خو یو جرم دی. په بسونو کی ختل ګناه ده په پارکونو کی د نوی کال په مراسمو کی د افغانانو شرکت ممنوع دی. له نورو هیوادونو سره ویزه مجانی ده مګر ایران نه تنها ډیرری قیمته ویزی پر مونږ خرڅوی بلګه د آسمان اوهما د الوتکو دوه طرفه ټکت هم جبری دی. داسی نور په سلګونو سرغړونی ، مداخلی ، بی احترامی او بی عزتی د دوی له لوری شته . که لږ غوصه ورشی نو سمدستی تیل ، ګاز او تجارتی مالونه او لاری بندوی، مهاجر په سره ژمی کی په اصطلاح رد مرز کوی. داسی کسان او کورنۍ شته چی اولادونه یی هلته په ایران کی پاته وی او مور وپلار یی افغانستان ته را ردمرز کوی. دا ټولی ګیلی د ایران له اسلامی جمهوریته کیږی.ممکن د ایران ولس له افغانانو سره همدردی ولری. مګر د ایران رسمی مقامات افغانستان یو اشغال شوی هیواد بولی ، مګر په بین المللی ساحه کی دوی د افغانستان بیرغ نه وینی ؟ دوی افغانانو ته افاغنه یعنی د یهودانو یوه قبیله وایی چی دا اصطلاح نه تنها توهین آمیزه ، بلکی د یوه مسلمان له خوا بل مسلمان ته د کافر خطاب کول خپله لویه ګناه ده.
    که چیری زمونږ مقامات غواړی د خپلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران یې د هراړخیزو همکاریو او دوستۍ د تړون چمتو کولو ته وګوماری ، پورتنیو مواردو ته باید جدی پاملرنه وشی . له خبرو عمل ته را ووځی او د اقتصادی همکاریو د شورا ، د اسلامی هیوادونو کنفرانس، ملګرو ملتونو د منشور او یو بل ته د متقابل درناوی او نه مداخلی اساسات او نوری بین المللی موافقتنامی په کلکه ومنی او رعایت یی کړی. حسن خان

  3. کاش چې پنجاب هم د خپلو متحدو (پښتنو) داسې ملاتړ کړی وای لکه ایران ېې چې کوي. ایران په افغانستان کې خپل غلامان په علمي او سیاسي شعور پوهوي او خپل مشترکات پرې تقویه کوي، خو پاکستان تل پښتنو ته وسله ورکوي چې بل پښتون پرې ووژڼي.
    زما د پاکستان او پښتنو دواړو بدې راځي

  4. ایران دومره پیاوړی هیواد ندی چه د ناتو او خارجی ممکتونو په اندازه له افغانستان سره کمک و کړی شی ، له داچه د ایرانیانو چلند زمونژ له مهاجرینو سره اسلامی چلند ندی او همداسی د هفوی لاسوهنه په تیرو څوکلونو کی

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *