تاند- د روسیې د فدرالي استخباراتو یوه سرچینه وايي چې د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه غورځېدلې نه ده بلکې له سپرلیو سره تښتول شوې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یوه سرحدي سیمه کې یرغمل شوې ده.

تر دې مخکې هم روسي رسنیو ویلي و چې د مالیزیا بې درکه شوې الوتکه افغانستان ته تښتول شوې او په کندهار کې ناسته ده خو دا ځل د روسیې د فدرالي استخباراتي خدماتو ادارې یوې روسۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د الوتکې ټول مسافر ژوندي دي، په اوو ډلو وېشل شوي، په خټینو کوټو کې اوسي او تقریباً هیڅ خواړه نه ورسېږي.

بریتانیا ډیلي ستار ورځپاڼې د راپور له مخې په راپور کې ویل شوي چې د الوتکې په سپرلیو کې۲۰ تنه اسیایان، چې متخصصان ول، پاکستان ته بېول شوي او هلته تر مځکې لاندې ساتل کېږي.

استخباراتي سرچینې ویلي چې د الوتکې د تور بکس د بیټرۍ چارج غالباً خلاص شوی دی.

دا الوتکه د مارچ په اتمه د مالیزیا له پلازمېنې کوالالمپور څخه د چین پلازمېنې پېکینګ ته روانه وه چې بې درکه شوه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې الوتکې د یرغمل کېدو خبره په داسي حال کې خپرېږي چې د استرالیا سمندري ځواکونو او چینايي پلټونکو د دې الوتکې زیګنالونه کشف کړي. د دوی له کشف سره سم داسي ښکاري چې الوتکه ۳۴۵ کیلومتره لېري وي.

2 thoughts on “روسي استخبارات ادعا کوي چې مالیزیايي الوتکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ولاړه ده”
  1. زه خو فکر کوم چې روسانو د اپریل فول په حساب ویلي دي ځکه چې دومره لویه طياره چې لوی ميدان او رنوې نه وی څنګه کیدای شي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحد کې ښکته شي بله داچې پدې سیمو کې پاکستاني او افغاني طالبان ډېر خوځيږي څنګه ېې اعلان ونکړ چې يوه لویه طياره مو راښکته کړیده ، دخټو کورونه خو دلته ډېر دي د تعجب خبره ده چې په اوو ډلو د مسافرو ویشل ، او ډوډۍ ورته نه رسیدو راپور ېې شته خو د الوتکې ثابت موقعيت معلوم ندئ والله اعلم

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *