تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: ایراني او روسي رسنیو خبر ورکړی چې تېره ورځ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د راغورځېدلې امریکايي الوتکې په وژل شویو کې د لویدیځې اسیا لپاره د سي آی ای مهم مسوول مایکل ډي هم شامل دی.
مایکل ډي اندریا په عراق، ایران او افغانستان کې استخباراتي ماموریتونه مخته وړي دي او ویل کېږي چې د ترهګرۍ ضد په بیلابیلو عملیاتو کې یې برخه لرله.
ایراني رسنیو ادعا کړې چې مایکل ډي اندریا د ایراني جنرال قاسم سلیماني په وژنه کې هم لاس درلود.
د روسيې ویټرینس ټوډی ورځپاڼې هم د مسکو د استخباراتي سرچینو له قوله تایید کړې چې په رلوېدلې الوتکه کې د سي آی ای یو مهم مامور ناست و.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي هوايي ځواکونو ویلي ای ۱۱ الوتکه یې رښتیا هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې غورځېدلې ده، خو دا یې رد کړې چې ګواکې طالبانو ویشتلې ده.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا ویلي، د امریکا دفاعي ځواکونه په الوتکه کې د ناستو کسانو او وژل شویو کسانو د شمیر په اړه څه نه وايي.
ځینو امریکايي رسنیو په الوتکه کې د دوو پېلوټانو او ځینو د ۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سوني لیګیټ بیا په یو ټویټ کې وايي، د پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي.
تېره ورځ طالبانو ادعا وکړه چې په غزني ده یک کې یې د امریکا د سي آی ای د افسرانو څخه ډکه یوه الوتکه راغورځولې ده.
http://www.taand.com/archives/142922
د ایران دولتي اژانس په افغانستان کې د سلیماني له مالي او تسلیحاتي ملاتړه برخمنې ډلې افشا کړې
http://www.taand.com/archives/36379
حمیدګل وايي طالبان به په افغانستان کې له جګړې لاس وانخلي
http://www.taand.com/archives/54035
ملا منصور: د حمید ګل مړینې د طالبانو دوهم لاس پرې کړ
http://www.taand.com/archives/37539
جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاوه، خو لارښونه يې ټوله زما وه
http://www.taand.com/archives/94988
امریکايي جنرالان پر پاکستان د فشار په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ دفاع کوي
له تاریخی اوضاع داسی ښکاری چی پاکستان او ایران پدی جګړی مستقیم او غیرمستقیم ښکیل دی ځکه پورتنی لینکونه می د مثال په ډول شریک کړل ځکه تاریخ دا ښودلی چی پدی جګړی برتانیه او امریکا غیرمستقیم له افغان ولس سره ښکیل ده کچیری په رښتیا نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه او د دوی امنیت شورا او ځانګړی ډول امریکا نوی ولسمشر په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار راوړی او بندیز ورباندی ولګوی نو تاسی ټول بیا ګوری چی څنګه یی طالبان امریکایانو د ډالرو په مقابل کی تسلیم کړل داسی به ټول طالبان افغان دولت یا امریکا ته تسلیم کړی ځکه مودی د هند لومړی وزیر ویلی چی زموږ نظامیان د هیواد لپاره جنګ کوی مګر د پاکستان نظامیان او مشران یی د پیسو لپاره او د نورو هیوادونو بربادی لپاره جګړه کوی ځکه همدا اوس راحیل شریف د سعودی په ملاتړ په یمن کی جګړه رهبری کوی همدارنګه باجوه د طالبانو سره نیغه همکاری لری کیدای شی پدی جګړه کی پاکستانی جنګیالی زیات وژل شوی مګر رسانیو ته معلومات نه ورکول کیږی ځکه غزنی او کندز په سقوط کی خواله رسانیو کی داسی تصویرونه ولیدل شو چی پاکستان پوځیان د طالبانو په لیکو کی افغانستان ته جګړی لپاره راغلی وو