افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدوي. په افغانستان کې تر ټولو زیات کوکنار په هلمند کې کرل کېږي

تاند، چهار شنبه، د قوس ۶ مه: روسیه وايي، په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او قاچاق د مسکو ملي امنیت ته ګواښونه راپورته کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، په افغانستان کې تولیدېدونکو مخدره توکو د روسیې ملي امنیت ته سختې ستونزې راولاړې کړې دي او د سلګونه زره کسانو ژوند ته یې خطر جوړ کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګيریابکوف وايي، د مخدره توکو تولید او قاچاق په نړۍ کې د ترهګرۍ د ودې او تغذیې لپاره ډېره ګټه کړې ده.

نوموړی ټینګار کوي چې د مخدره توکو د کاروبار له کبله په افغانستان کې ترهګري مخ په ودې روانه ده او لمن یې د منځنۍ اسیا پر لور پراخېدونکې ده.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې سږ کال یې د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخه تر ډېره نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د مخدره توکو پر ضد د نږدې سل ملیارده ډالرو د لګولو ادعا کړې خو افغانستان لا هم د مخدره توکو له پلوه خطرناک کاروباري هېواد یادېږي.

همدا راز افغان حکومت د مخدره توکو د کښت او قاچاق په برخه کې د طالبانو د مشرانو لاس بولي او وايي، چې دا ډله نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر هر کال له مخدره توکو څخه ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې له طالبانو څخه د روسیې د کلک ملاتړ راپورونه هم شته.

2 thoughts on “روسیه: د افغانستان د کوکنارو کښت او قاچاق زموږ امنیت ته ستونزه جوړه کړې”
  1. د همدی موضوع په اړه به یوه قیصه وکړم:

    وایی چی ورځ په یوی ویالی یا چینی کی لیوه بر خواته او میږی یا وری ښکته خواته اوبه څښلی نو لیوه ورباندی غږ کړ چی اوبه مه خړوه مګر پدی پوهیده چی اوبه له بری خوا څخه ښکته خواته ځی او اوبه هم زه خړوم

  2. کوکنار به وکري، زرهاوې ځوانۍ به خاورې کي، په بیه به یې حج ته لاړشي بیا به ورته دکوکنارو موټر کتارولاړ وي، حاجي صیب حج دې مبارک شه

    د پټاني دینداري

    پس د پټاني له کوم ….منکر یئ

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *