ضمیر کابلوف

تاند- روسیه، چې په نړۍ کې یوازې په یوه برخه یعني افغانستان کې له امریکا سره همکاري کوي، غواړي چې له امریکا سره د نړۍ په دې برخه کې هم همکاري ختمه کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، داسي ښکاري چې روسیه د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره، چې د امریکا له ملاتړه برخمن دی، ملاتړ پای ته رسوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف (عکس) ویلي:«په زغرده وایم چې موږ نه غواړو په هغو برخو کې همکاري وکړو او وخت پرې ضایع کړو چې امریکا پیل کړي دي.»

ده همداراز وویل چې امریکایانو تل خپلې ګټې غوره بللي او د نورو د ګټو پروا یې نه ده کړې.

کابل اوف، چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د کمونست ګوند غړی دی او له افغانستانه بدې خاطرې لري، په د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د نوي حکومت په لومړیو کلونو کې هم، چې په افغانستان کې د روسیې سفیر و، تل په افغانستان کې د امریکا حضور ته د شک په سترګه کتل. ده د مسکو د چارواکو خلاف، چې د امریکا حضور یې په سیمه کې د تروریزم د مخنیوي لپاره ګټور باله، د امریکا د ماتې اټکلونه کول.

خو داسي ښکاري چې د کابلوف تازه څرګندونې د ده شخصي نظر نه وي بلکې د مسکو او واشنګټن په اړیکو کې پر ګڼو نړیوالو مسلو د اختلاف په نتیجه کې د مسکو په دریځ کې د راغلي بدلون نښه وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې یوه افغان چارواکي هم ورته ویلي چې کابل له مسکو سره په دوه اړخیزو اړیکو کې له ستونزو سره مخامخ شوی او داسي احساسوي چې له افغانستان سره همکارۍ ته د روسیې لېوالتیا د پخوا په پرتله لږه شوې ده.

نیویارک ټایمز وايي، روسیې په خپله تر ټولو په لویه بهرنۍ اډه کې، چې د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې ده، د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی او له تاجک ځواکونو سره یې منظم او پر له پسې تمرینونه پیل کړي دي.

روسیې د تاجک ځواکونو پر روزنې او په ښو وسلو د سمبالولو لپاره ۱۲ سوه ملیون ډالره لګولي او د افغانستان له شمال څخه د منځنۍ اسیا لور ته د نفوذ د مخنیوي لپاره یې هڅې ډېرې کړي دي.

کابلوف دا هم ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو لپاره یې نوې لارې پرانستي څو د افغانستان د شمال د ترهګرو په اړه، چې له داعش سره اړیکې لري، معلومات یو بل ته ورکړي.

مخکې ویل شوي و چې روسیې د پاکستان له لارې له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي او حتي طالبانو ته یې مرستې ورکړي دي خو مسکو دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې یوازې د داعش په اړه یې له طالبانو سره د تماس هڅه کړې ده.

تر دې پخوا روسیې په ځلونو له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو د نه وتلو غوښتنه کړې او حتي پر امریکا او ناټو یې انتقادونه کړي چې افغانستان مخکې تر دې پرېږدي چې د تروریستانو ځالې ورانې شي.

3 thoughts on “روسیه د افغانستان په اړه له امریکا سره همکاري بس کوي”
  1. کا بلوف اویو بل خوک یې ابلوف دواړه پرچمي رو سان و. دووریا نکوف بیا خلقي و. روسان هم په ډلو ویشلي
    و .هههههه.

  2. روسيه په دالوړه پاليسي او ډيپلو ماسي چه دوئ په نازيږي پاته راغلي دي دآمريکاه موجوديت ئې په آفغانستان کي غوښت دا پدې خاطر چه خپل کسات دآمريکاه څخه واخلي مګر آمريکاه خپل عسکر وايستل او داعش ئې په آفغانستان کي تقويه کوي تر څو دروسانو لپاره خطر ايجاد کړي روسان ئې ددوهم ځل لپاره غول ونيول او آمريکاه خپل موجوديت دداعش او نورو ترورستانو په تقويه کولوکي ښکاره کړ .اوس دوئ وپوهيدل چه بيا ئې طلقه راته ايښې ده نو دآمريکاه دهمکارئ څخه لاس په سر سوه
    آلله (ج)هغه شر پيښ کړي چه زموږ دمظلوم ملت خير وي.

  3. هم ژباړن او هم بشير چان (( ترڅو )) د ((چې)) پرځای هسې د پارسي ((تا) په پېښو کارولي دي

ځواب ورکول شپون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *