تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په تېرو دوه لسیزو کې سره له دې چې د افغانستان پر بحران پراخ امکانات مصرف شول، لا هم د دغه هیواد ستونزه پر خپل ځای ده.

نوموړي د ولادي په نوم یوه نړیواله مناظره کې ویلي، لویدیځ په افغانستان کې له شل کلنو هڅو او حضور سره سره ناکام شو او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې خبره ډېر ښه پوه دی.

ښاغلي لاوروف ویلي، د افغان بحران د حل په تړاو د کرزي د مؤقف ملاتړ کوي: (( ښاغلي کرزي له ټاکنو څو ورځې وړاندې وویل، چې ټاکنې وځنډوئ لومړی سوله وکړئ، خو دا په داسې حال کې وه چې افغان حکومت دسولې هڅې له یوې مخې درولې وې.))

ښاغلي لاوروف پر امریکا تور ولګاوه چې ترهګري یې پیدا کړې ده او کله چې روسیې په افغانستان کې حضور درلود نو واشنګټن به د مجاهدینو مالي او تجهیزاتي ملاتړ کاوه چې دا کار بالاخره د القاعدې په راپورته کېدو تمام شو.

ښاغلي سرګي لاوروف زیاته کړې د چې د امریکا دا ادعا چې ګواکې ترهګر به کنټرول کړي اوس ناسمه ثابته شوې ده.

روسیه په افغان بحران کې امریکا په داسې حال کې ناکامه، د مجاهدینو پلوې او ځان د حامد کرزي د مؤقف پلوي بولي چې په دې وروستیو کې یې د امریکا پر ضد د طالبانوملاتړ، د حکومت پر ضد د مجاهدینو مشرانو او حامد کرزي ښکاره ملاتړ پیل کړی دی.

روسیه په دې وروستیو کې حامد کرزی په افغانستان کې تر ټولو مهم سیاسی متحد ګڼي.

4 thoughts on “روسیه: غرب په افغانستان کې ناکام دی، موږ د حامد کرزي پلوي یوو”
  1. [وتين او كرؤي ته!ا
    روسيْ! روسيه په دی ښه پوهیږي چي فساد ټول دپاکستان په کونه کې دی او بیا هم دپاکستان سره تر مو نږ نږدي دی. او په شوم مثلث کی زمون ږ دشمن دی.
    کرزیه خدای ته وګوره بس دی نور ځان مه شرموه!!!ا
    ایا په تا باور شته؟ ای د غلو مشره! ایا ته هماغه غل نه یې چې د افغانستان خرڅوونکي دی وزیران وو(مجاهدین کرام جهاد فساد: قانونی،غیر قانونی،دوستم،خلیلی،ملیلی او ستا نور غله!ا ته او خدای دا ستا انصاف دی؟ ایا زمونږ اردو هدوی خرڅه نه کړه؟ تا بیا راوستل او یو تریلیون غلا دی وربانی وکړه! تا خو مونږ او افغانستان وشرماوو. خدای دی وشرموه!ا
    له غنی یې زده کړه!ا ته او دولت مداری؟
    د پښتنو دشمنه!ا-

  2. کرزی هم لکه د نظار شورا مشران څو بعدي جاسوسان وخوت .
    شاه شجاع خو د افغانستان د پاچاهي په ارمان نیم افغانستان رنجیت سنګهه ته وروباښه ، آخر یې دا آرمان له ځان سره ګور ته یو وړ. کرزي ته د خیر وي.

  3. karzai don,t have place between afghans/he talkinG like he set IN one teahouse.
    ALL AFGHANS GOING IN ONE DIRECTION/BUT KARZAI&HIS CORRUPT
    TEAM OPPOSITE.
    GOVERNMENT MUST CONTROL KARZAI UNDER VISION AND TAKEAWAY HIS PASSPORT FROM HIM.
    BECAUSE KARZAI BECOME ONE HEADACHE FOR AFGHANS,
    THANK YOU

  4. پوتین خو ډیر کیندلی رهبر معلومیږي، داسي غول به و نه خوري چي د حرامي کرزي د فریب ښکار دي سي

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *