تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په قول راپورونه وايي چې روسیه د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت کوي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لېري کېدو په لار کې خنډونه جوړوي.

روسیه په داسي حال کې له تور لېسته د حکمتیار د نوم د ایستلو په لار کې خنډونه پېښوي چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړې ده.

 له بلې خوا روسیې له چین او پاکستان سره د مسکو په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې د ملګروملتو له تور لېسته د وسله والو طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړه.

تراوسه پوري ملګروملتو او د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو د حکمتیار یوه استازي حمید عزیزي ویلي، هر هیواد چې د حکمتیار پر ضد د بندیزونو له پای ته رسېدو سره مخالفت کوي، په حقیقت کې په افغانستان کې له سولې سره مخالفت کوي.

وال ستریټ ژورنال وايي، د روسیې اقدامات کېدای شي د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې موافقه له ستونزو سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه وايي چې روسیې له تور لیسته د حکمتیار د نوم د نه ایستل کېدو لپاره کوم خاص دلیل هم نه دی وړاندې کړی.

2 thoughts on “روسیه له تور لېسته د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت کوي”
  1. هغوي چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او د افغانستان د دولت د هغو اقداماتو مخه نیسي چې زمونږ په هیواد کې سوله او امنیت ټینګ شي. په دې ترتیب سره د افغانستان د خلکو دښمنان خپل اصلی هویت افشا کوي.
    روسانو ته پکار ده چې له تعقل نه کار واخلی او د افغانستان له خلکو سره د دښمني پرځای دوستي او متقابله همکاري وکړي .
    په مقابل کې د افغانستان دولت ته هم پکار ده چې د روسانو پوهولو اوپه سیمه کې د ګډې همکارۍ لپاره فعاله ديپلوماسي ولري ، ترڅو د ټالیبانو د مسلح کولو پرځای د افغانستان له دولت سره هراړخیزې همکاري وکړي.

  2. که د فدرالي روسیې چارواکي او دپخواني ماتې خوړلي شوروي اتحاد مشران د ښاغلي حکمتیار نوم له تور لېست څخه نه ایستل غواړي نو روسان هم د افغانستان د مجاهد ؤلس له تور لېست څخه نه دي ایستل شوي . ځکه دوی په مېلیونو ځاني او په ترېلیونونو اقتصادي خسارې افغانانو ته ور اړولې دي . د افغانستان اصلي وارثین مجاهدین دي نه طالبان او پنجشېریان ، او که فرانسه د حکمتیار له تور لیست څخه د نوم ایستل نه غواړي نو فرانسه هم د افغانانو له تور لېسته څخه نه ده ایستل شوې ، ځکه د اشغال پر مهال دوی په کاپیسا ولایت کې ددوی له خپلې خولې (۴۵۰۰) سرتېري په ذروي او اتومي وسلو ټرېنېنګ شوي ، اتومي آزموینې یې په تګاب او د کاپیسا په نورو ؤلیسوالیو کې کړې دي . په زرګونو افغانان یې وژلي او په کاپیسا قرارګاه کې یې د پنشېریانو په مرسته د ميلیاردنو ډالرو په ارزښت زمرود او لاجورد وړي دي نو زموږ هم له روسانو او فرانسویانو سره حساب کتاب پاتې دئ .

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *