تاند- روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او د امریکايي او ناټو پوځیانو د حضور په مهال په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید زیات شوی دی.
د ایشیا نیوز د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفا وویل چې روسیه له طالبانو سره محدود تماسونه لري او هغه هم د دې لپاره دي چې په افغانستان کې روسي اتباع خوندي شي او د افغانستان د ملي پخلاینې د پروسې ملاتړ وشي.
دې همداراز وویل، له پخوا څخه داسې نښې وې چې امریکا د طالبانو ملاتړ کوي او د امریکا د کانګریس د سوال او ځواب په څو غونډو کې پر دې ادعا شاهدي ویل شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې امریکا د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه چې ناټو تېره اوونۍ په بروکسل کې د خپلې سرمشریزې په مهال له روسیې، ایران او پاکستان څخه وغوښتل چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
اغلې زاخاروفا وویل، داسې راپورونه شته چې ورڅخه ثابتېږي چې د امریکا د وسلو یوه ټاکلې برخه غلا شوې او یا غلط لاس ته ورغلې یعني د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
روسیې تر دې وړاندې امریکا د داعش په رامنځته کولو او ملاتړ هم تورنه کړې وه.
اعوذ بالله من السیاف الرجیم
بسم الله رحمن رحیم
اما بعد:
امریکا دولت په بهرنۍ پالیسي په لحاظ په خټه یو ترهګر دولت دی. په افغانستان کې نیمه پیړۍ شوه د خپلو منطقوي سیارو(پاکستان سعودي…) په لاس ترهګر روزي. همدااوس کابل کې زاړه او وراسته ترهګرو لکه نجس سیاف د نظار و جمعیت غله و کرایي قاتلان ټڼد ساتلي او نورو ایخواني سپیره دله ګانوته کورونه او تنخواه ورکوي